امنیت

طالبانو په تخار کې په مخابراتي شرکتونو باندې محدودیتونه بیا پیل کړي چې د کروناوایرس پر ضد د مجادلې مخه یې ونیوله

د هدایت الله راپور

په دې عکس کې چې د وري په ۳۱مه اخیستل شوی، د مخابراتو یو برج د تخار ولایت په مرکز تالقانو کې لیدل کیږي. اکثرو مخابراتي شرکتونو له طالبانو څخه د ګواښونو په ترلاسه کولو سره د ماښام د ۶ او د سهار د ۶ بجو تر منځ د شپې په مخه خپل برجونه بند کړي دي. [زلمی عزیزي]

په دې عکس کې چې د وري په ۳۱مه اخیستل شوی، د مخابراتو یو برج د تخار ولایت په مرکز تالقانو کې لیدل کیږي. اکثرو مخابراتي شرکتونو له طالبانو څخه د ګواښونو په ترلاسه کولو سره د ماښام د ۶ او د سهار د ۶ بجو تر منځ د شپې په مخه خپل برجونه بند کړي دي. [زلمی عزیزي]

کندوز -- چارواکي او اوسېدونکي وایي، د لنډې مودې لپاره په تاوتریخوالي کې له کمي څخه وروسته، طالبانو په تخار ولایت کې د مخابراتي شرکتونو ګواښل بیا پیل کړي دي.

د طالبانو له خوا د مخابراتي شرکتونو د وېرولو له امله د ماښام له ۶ بجو څخه د سهار تر ۶ بجو پورې د شپې په مخه مخابراتي خدمتونه پرې کېږي.

په تخار ولایت کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رییس عبدالغفور تلاش وویل، «طالبانو مخابراتي شرکتونو ته خبرداری ورکړی چې که خدمتونه یې د شپې له مخې بند نه وي، هغوی به یې برجونه ور ونړوي.»

تلاش وویل، «د سلام ټیلیکام له دولتي شرکت څخه پرته، روشن، افغان بېسیم او اتصالات ټول شرکتونه په تخار ولایت کې له دې پرته چې خپل خدمتونه د شپې له ۶ بجو څخه د سهار تر ۶ بجو پورې بند کړي، بله لاره نه لري.»

د تلاش په وینا، دغو شرکتونو د تېر کال د غوایي له میاشتې څخه تر هغه وخته چې طالبانو د کب په ۱۰مه له متحده ایالاتو سره د یوې هوکړې له لاسلیکولو څخه مخکې په تاوتریخوالي کې کمی راوست، د طالبانو له وېرې خپل خدمتونه محدود کړي وو.

د هوکړې له لاسلیکولو څخه وروسته، طالبان خپل کړه پیل کړل.

هغه زیاته کړه، «په تېرو ۱۱ میاشتو کې، طالبانو د تخار ولایت په بنګي، خواجه غار، اشکمش او هزار سمڅ ولسوالیو کې د روشن، افغان بېسیم او اتصالات ۱۰ مخابراتي برجونو ته اور ور اچولی دی.»

هغه خبرداری ورکړ چې،‌ که د کروناوایرس په خپرېدلو سره وضعه همداسې دوام ومومي، خلک به له جدي ستونزو سره مخامخ شي.

د تخار د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالخلیل اسیر وویل، «له بده مرغه، طالبان تل هڅه کوي چې ملکي خلک ژوبل کړي. په داسې حال کې چې عام خلک مخابراتي او انټرنټي خدمتونو ته سخته اړتیا لري، طالبان مخابراتي شرکتونه ګواښي.»

هغه وویل، «امنیتي موسسات پلانونه لري ترڅو هغه سیمې چې ژر متاثره کېږي او د طالبانو تر کنټرول لاندې دي، تصفیه کړي. کله چې امنیت ناامنو سیمو ته راګرځي، مخابراتي خدمتونه به بیا پیل شي.»

له لیرې زده کړې ټکنۍ کول

د طالبانو له خوا لګول شوي محدودیتونه هغه آنلاین زده کړې ټکنۍ کوي چې د پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونو د کروناوایرس د بحران په غبرګون کې پیل کړي دي.‌

زده کوونکي وایي،‌ یواځنی شرکت چې اوس ټیلیفوني او انټرنټي خدمتونه وړاندې کوي هغه د سلام ټیلیکام دولتي شبکه ده چې سګنال یې کمزوری دی.

حسیب الله حساس چې په تالقانو کې په تخار پوهنتون کې دری ژبه او ادبیات لولي، وویل، «د مخابراتي خدمتونو ټکني کېدلو، په ځانګړې توګه د شپې له مخې چې د مطالعې ښه وخت وي، موږ ته ستونزې جوړې کړي دي.»

حساس وویل، «د مخابراتي او انټرنټي خدمتونو پرې کول دا معنی لري چې طالبان غواړي د دې هېواد ځوانان په تیارو کې وساتي.»

هغه زیاته کړه، «طالبان له کلونو راهیسې د پوهنې دښمنان دي، او هغوی نه غواړي چې ځوانان زده کړه وکړي.»

د تخار ولایت په ابوعثمان تالقاني لېسه کې د دولسم ټولګي یوه زده کوونکي محمد موسی فروتن وویل، «اوس چې ټول زده کوونکي په خپلو کورونو کې قرنطین شوي دي،‌ زموږ د زده کړو یواځینۍ لاره تلوېزیون او انټرنټ ده.»

هغه زیاته کړه، «په ځینې ولایتونو کې، له لیرې څخه زده کړه پیل شوې، خو که طالبان په تخار ولایت کې د مخابراتي خدمتونو محدودولو ته دوام ورکړي، په دغه ولایت کې به زده کوونکي له زده کړو څخه محروم پاتې شي.»

هغه زیاته کړه، «ترهګر د ځوانو افغانانو د استعدادونو له غوړېدلو څخه په وېره کې دي، او له همدې امله هغوی تل هڅه کړې چې ښوونځي وسوځوي، ښوونکي او زده کوونکي په نښه کړي او نجونې ښوونځیو ته له تګ څخه محرومې کړي.»

د کروناوایرس ګواښ وده کوي

د مخابراتي خدمتونو ټکني کیدل د تخار ولایت د اوسېدونکیو لپاره په ځانګړې توګه د کروناوایرس د نړۍ نیوونکې ناروغۍ په ترڅ کې نورې ننګونې رامنځته کړي دي.

د تخار ولایت یوه اوسېدونکي بشیراحمد بشر وویل، «که په یوه سیمه کې مشکوکې پېښې موندل کیږي، اوسېدونکي کولی شي چې که شپه وي که ورځ په سملاسي توګه یې د ګرځنده تلفون له لارې روغتون ته راپور ورکړي.»

هغه وویل، «اوس چې په دې بحراني حالت کې مخابراتي خدمتونه بند شوي دي، وېره شته چې د هغو خلکو شمېر به چې په وایرس ککړېږي زیات شي.»

بشر وویل، «د دغه مرګوني وایرس پر ضد د جګړې پرځای، یاغیان د عوامو لپاره لا نورې ننګونې را پورته کوي.»

په تخار ولایت کې د نوید محمدي په نامه یوه ډاکتر وویل، «د عامې روغتیا ریاست د عامه پوهاوي معلوماتي پاڼو باندې د کروناوایرس د ناروغانو لپاره د عاجلې اړیکې یوه شمیره خپره کړې، خو په مخابراتي خدمتونو باندې لګېدلی محدودیت د ملکي خلکو لپاره دا ستونزمنه کړې چې اړیکه ونیسي.»

محمدي وویل، «په تخار کې ۷ مثبتې پېښې ثبت شوي دي، خو د کروناوایرس د خپراوي د مخنیوي په هکله د پوهاوی کمپاین خلکو ته اجازه ورکوي چې له روغتون سره تماس ونیسي.»

هغه زیاته کړه چې، «که طالبان په دې ولایت کې د اوږدې مودې لپاره مخابراتي خدمتونه پرې کړي، هغه ملکي خلک چې په کروناوایرس د ککړتیا شک پرې کېږي هغوی ته به دا سخته شي چې روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی پیدا کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا ځل طالبانو پرېکړه کړې چې د افغانستان څلور شمال ختیځ ولایتونه؛ بدخشان، تخار، کندوز او بغلان ونیسي، له دې امله، د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې یادې ډلې په بدخشان او تخار ولایتونو کې خپل بریدونه زیات کړي دي. اوس د تخار وضعیت د کندوز د هغه په نسبت ډېر خراب دی. طالبان هره ورځ افغان ملي اردو، افغان ملي پولیس او افغان محلي پولیس په نښه کوي. خلک له حکومت څخه په کلکه غواړي چې په دغه ولایت کې امنیت ټینګ کړي. حکومت باید هڅه وکړي چې په دغه ولایت کې مخابراتي شبکې بیا فعالې کړي. د تخار خلک، له هغه وخت نه چې طالبانو د شپې له خوا په دغه ولایت کې د مخابراتي شبکو پرې کول پیل کړي دي، له ډېرو ستونزو سره مخامخ شوي دي.

ځواب ورکړئ