امنیت

طالبانو په تخار کې ښوونځي ته اور ورته کړ، د نجونو د ښوونې او روزنې پر ضد کمپاین ته دوام ورکوي

د هدایت الله راپور

یو عکس چې د سلواغې په ۱۴مه اخیستل شوی، د تخار ولایت په مرکز تالقان کې بودله د نجونو منځنی ښوونځی څو ساعته وروسته له هغه ښیي چې طالبانو اور ور ورته کړ. [نصرت رحیمي/فیسبوک]

یو عکس چې د سلواغې په ۱۴مه اخیستل شوی، د تخار ولایت په مرکز تالقان کې بودله د نجونو منځنی ښوونځی څو ساعته وروسته له هغه ښیي چې طالبانو اور ور ورته کړ. [نصرت رحیمي/فیسبوک]

کندوز -- طالب اورپکي، وروسته له هغه چې د دوشنبې په ورځ /د سلواغې ۱۴مه/ یې ولایتي مرکز تالقان سره نږدې یوه کلي کې د نجونو یوه ښوونځي ته اور ورته کړ، په تخار ولایت کې د افغانو ښځو او نجونو په وړاندې دښمنۍ ته دوام ورکوي.

د تخار د والي ویاند محمد جواد هجري وویل، طالبانو د سهار په ۱۱ بجو له تالقان ښار څخه په ۵ کیلومتره لیرې سیمه کې بودله د نجونو ښوونځي ته اور ورته کړ او هر څه چې په کې وو ټول یې وسوځول. د اور اچولو پر مهال ښوونځی رخصت وو.

هغه وویل، «په دغه ښوونځي کې نجونو درسونه ویل او دا چې طالبان نه غواړي چې نجونې ښوونځیو ته لاړې شي، له دې امله هغوی د ښوونځي ودانۍ ته اور ورته کړ.»

هغه وویل، «ځايي حکومتي ادارې یوه کمېټه توظیف کړې چې د پېښې بشپړه ارزونه وکړي.»

په عکس کې، د تخار ولایت په مرکز تالقانو کې بودله د نجونو منځني ښوونځي ته ور اوښتی زیان لیدل کیږي. طالبانو دغه ښوونځي ته د سلواغې په ۱۴مه اور ورته کړ. [نصرت رحیمي/فیسبوک]

په عکس کې، د تخار ولایت په مرکز تالقانو کې بودله د نجونو منځني ښوونځي ته ور اوښتی زیان لیدل کیږي. طالبانو دغه ښوونځي ته د سلواغې په ۱۴مه اور ورته کړ. [نصرت رحیمي/فیسبوک]

د تخار د ښوونې او روزنې ریاست رییس روح الله محقق پېښه تایید کړه او ویې ویل چې په دغه ښوونځي کې ۲۹۲ نجونو درسونه ویل.

هغه وویل، «له بده مرغه چې، د علم دښمنانو زموږ د نجونو ښوونځي ته اور ور اچولی دی چې زموږ څلور ټولګي، ۲۰۰ جلده بېلابېل کتابونه، ۷ خېمې، ۵۰ مېزونه او چوکۍ، ۴ د اوبو ترموزونه او نور تجهیزات په بشپړ ډول سوځېدلي دي.»

هغه زیاته کړه، «په کتابونو کې د الله ج او د محمد ص نومونه وو، چې سوځېدلي او په ایرو بدل شوي دي.»

د کورنیو چارو د وزارت ویاند نصرت رحیمي په خپل فیسبوک یادې پېښې ته په اشارې سره لیکلي چې د ښوونځي ودانۍ او ورسره مواد او د قران کریم نسخې سوځېدلي دي.‌

هغه لیکلي، «د ښځو او حتی د ماشومانو د زده کړو په وړاندې د طالبانو دښمني کوم نوی شی نه دی ځکه چې هغوی ډېر ځلې د بهرنیانو په امر ښوونځي، جوماتونه،‌ روغتونونه، سرکونه، پلونه او نور عامه تاسیسات ویجاړ کړي دي.»

د تخار د ښوونې او روزنې ریاست وایي چې د دغه ولایت په مرکز او ۱۶ ولسوالیو کې شاوخوا ۴۰۰ زره زده کوونکي -- چې ۴۳٪ یې نجونې دي -- په ۶۰۰ ښوونځیو کې درسونه لولي.‌

د ښوونې او روزنې په وړاندې خنډ

دوه کاله مخکې، طالبانو په تخار ولایت کې په لسګونو ښوونځي بند کړل چې ۱۱۰۰۰ ماشومان یې له ښوونې او روزنې څخه محروم کړل.

د ملي امنیت ریاست د ۱۳۹۷ د غوایي په میاشت کې د طالبانو تش په نامه د ښوونې او روزنې رییس امیرمحمد مزمل ونیو. له هغه وخت راهیسې، اورپکي په مسلسله توګه تعلیمي بنسټونه په نښه کوي، تر دې چې ګواښونه کوي چې مدیران، ښوونکي او زده کوونکي به ووژني.

د تخار د ولایتي شورا رییس وفی الله رحماني وویل، د ۱۳۹۷ د غوایي په میاشت کې، طالبانو د ولایت په هغو ولسوالیو کې چې د اورپکو تر کنټرول لاندې وې د نجونو په ښوونځیو باندې بریدونه وکړل.

هغه وویل، «د تخار په شپږو ولسوالیو کې، طالبانو اجازه نه ورکوله چې نجونې له شپږم ټولګي څخه پورته زده کړې وکړي. هغوی په ښوونځیو کې خپل قوانین نافذ کړي وو او تر دې چې په دغو ولسوالیو کې یې ځینې ښوونځي بند هم کړل.»

یوه میاشت وروسته، د ولسوالیو چارواکي -- د قومي مشرانو په مرسته -- وتوانېدل چې ۲۰ هغه ښوونځي چې یادې ډلې په درقد، ینګي کلا، اشکمش، خواجه بهاءالدین، دشت کلا او خواجه غار ولسوالیو کې بند کړي وو بېرته پرانیزي.

د تخار د ښوونې او روزنې رییس محقق وویل، سږ کال، ښځینه زده کوونکې د ولایت په ځینې ولسوالیو کې له امنیتي محدودیتونو سره مخامخ شوې، خو دا ستونزې د ځایي مشرانو په مرسته حل شوې.‌

هغه وویل، «تر دې چې طالبانو په دغو ولسوالیو کې ښوونځي په خپلو سنګرونو باندې بدل کړل چې له امله یې د یو شمېر ښوونځيو ودانۍ زیانمنې شوې.»

محقق زیاته کړه، «دا چې اوس زده کوونکې په رخصتۍ دي، موږ هڅه کوو چې هغه ښوونځي چې د جنګونو په ترڅ کې ویجاړ شوي دي ترمیم او بیا رغونه یې وکړو.»

بزدله عمل

ځایي اوسېدونکو په طالبانو باندې غږ وکړ چې د ښوونځیو په نښه کول ودروي او د هغوی ماشومانو ته اجازه ورکړي چې ښوونه او روزنه ترلاسه کړي.

په تخار ولایت کې د مدني ټولنې یوه فعال محمد عظیم رسولي وویل، «په ښوونځیو باندې بریدونه ترسره کول یو غټ بشرضد جنایت دی.»

هغه وویل، «دا چې دغه جاني ډله نن زموږ ښوونځي په نښه کوي، زه باور لرم چې سبا به هغوی زموږ زده کوونکي او ښوونکي هم ووژني.»

په تخار ولایت کې یوه قومي مشر قاضي عبدالبصیر تالقاني وویل، «تاسو پوهېږئ چې افغان حکومت له نړۍ والې ټولنې څخه د پیسو سوال کوي تر څو ښوونځي جوړ کړي، خو وګورئ چې طالبان څومره په اسانۍ سره اور ور اچوي او سوځوي یې.»

هغه زیاته کړه، طالبان ښوونځيو، مدرسو، جوماتونو، عامه تاسیساتو، امنیتي پوستو، سرکونو، کلینیکونو او نورو ځایونو ته اور ور اچوي،» چې دا یو بزدلانه عمل ده.

په تخار او کندوز ولایتونو کې، طالبانو د پوځي منسوبینو د په نښه کولو په بهانه، په لسګونو جوماتونو باندې بریدونه کړي دي. د مثال په توګه، په تېره وري میاشت کې طالبانو په دشت کلا ولسوالۍ کې یوه جومات ته چاودنه ورکړه.

تالقاني د جګړې په لوریو باندې غږ وکړ چې ښوونځي دې په پوځي مرکزونو باندې نه بدلوي او اجازه دې ورکړي چې د هغوی ماشومان خپله راتلونکې په خپله تعین کړي.

د تخار د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالخلیل اسیر وویل، امنیتي ادارو د وروستۍ پېښې په هکله څېړنې پيل کړي دي.

هغه وویل، «موږ هڅه کوو چې ژر تر ژره د پېښې مرتکبین ونیسو او د قانون منګولو ته یې وسپارو.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

7 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

محترمو دوستانو، ما ستاسو ټولې تبصرې ولوستلې. آیا روحاني له خپلې پګړۍ سره راغی او ستاسو هېواد ته یې اور ورته کړ؟ آیا عمران خان خپل د دالو قاب سره راغی او زمونږ د ښوونځيو مېزونو او چوکیو ته یې اور ورته کړ؟‌ نه، دا زمونږ خپل افغانان وو چې خپل هېواد یې ویجاړ کړ. ولې زمونږ د حج او اوقافو وزارت د ملا امامانو، دیني عالمانو او د جوماتونو د خطیبانو لپاره داسې یو مهالوېش نه جوړوي چې ویناوې وکړي؟؟ ولې داسې تصمیم نه نیول کیږي چې د جمعې په ورځ‌ خلکو ته په خطبه کې د یوې موضوع په هکله خبرې وشي؟ ولې تر اوسه پورې یوه خطیب د جمعې په لمانځه کې نه دي ویلي چې د ښوونځیو ویجاړول، د پلونو، پلچکونو او داسې نورو او د عامه ځایونو ویجاړول کبیره ګناه ده؟‌ ولې هغوی دا نه وایي چې د یوې کبیره ګناه تکرار کفر ته لاره هواروي؟ ولې دا خطیبان فتواوې ورکوي چې د پسه د خوټو خوړل غیرمشروع دي؟ آیا د دې کار تکرار بالاخره سړی کفر ته وباسي او یو څوک پرې حتی کافر کیږي؟ د یوه مسلمان ورور د وینې په تویولو، د ښوونځيو په ویجاړولو او د دغه مورني وطن په ویجاړولو سره څوک نه کافر کیږي، بلکې د خدای له خوا قاضي ګرځي، خو که یو مسلمان په مکرر ډول د پسه خوټې وخوري هغه کافر کیږي. ولې، ولې، ولې؟؟؟ تر دا ټولو وروسته، دا ټول ځلې ولې بې ولې پاتې کېږي (بې ځوابه پاتې کېږي). زه په دیني عالمانو باندې غږ کوم چې د رسنیو له لارې صحیح فتوا صادره کړي چې د خلکو تر منځ د ابهام مخه ونیسي.

ځواب ورکړئ

دا د پاکستان کار دی. پاکستان غواړي چې د افغانستان خلک بې علمه پاتې شي څو هغوی وکولی شي چې خپلو هدفونو ته ورسیږي.

ځواب ورکړئ

مونږ باید د خپلې ناپوهۍ، بې سوادۍ او حماقت پړه په نورو باندې ور وانه چوو. په دې هېواد کې دا ویجاړتیا او بدمرغي ۲۰۰ میلیونو پاکستانیانو او ایرانیانو نه دي راوړي. حتی که هغوی راوړي هم وي، ډېر کم شمېر به یې په کې ښکېل وي. نور ټول یې زمونږ خپل افغانان وو. ولې مونږ د خپل حماقت، بې سوادۍ، خیانت، او له خپل هېواد سره د مینې نه کولو پړه په ایران، یهودي پاکستان، کافرو او بې دینه عیسویانو باندې ور واچوو؟؟؟ آیا د نړۍ ټول خلک خراب، کافر، فاسد، وحشي او ظالم دي، او یوازې مونږ افغانان د ځمکې پر مخ پاک خلک یو؟‌ ولې تاسو له پاکستانیانو او ایرانیانو څخه داسې یوه ډله نه جوړوئ چې هلته ښوونځیو، جوماتونو، پلونو او پلچکونو ته انفجار ورکړي؟؟؟ ولې؟؟؟ لطفاً ځواب ووایئ؟؟؟ دلیل دا دی چې هغوی هوښیار دي او احساس لري،‌ هغوی د پسونو په څېر نه دي، لکه مونږ چې یو. مونږ له خپلو خلکو څخه نفرت کوو، خو له پردیو سره مینه کوو. دا ټول دردونه دي. ولې باید زما ماشومان نن د علم او پوهې له زده کړې څخه محروم اوسي؟ دا ستاسو هغو افغانانو له لاسه چې د بهرنیو هېوادونو مزدوران شوئ. په دې پوه شئ چې تاسو د بهرنیانو اجیران له هغوی څخه بدتر یئ. ولې؟‌ ځکه چې تاسو دا کار د پيسو او شتمنۍ ترلاسه کولو لپاره کوئ. تاسو خدای هېر کړی او خپل لاس مو د یوې مړۍ ډوډۍ لپاره د خدای بنده ته اوږد کړی دی، او تاسو د خدای بنده ته په خدای باندې ترجیح ورکړې ده. اوس تاسو پخپله فکر وکړئ، له خپلې پوهې او درک څخه کار واخلئ. آیا دا کار منطقي دی؟ په هر حال، دا هېواد نه روسیې وران کړی نه امریکا او نه نورو هغو هېوادونو چې په دې وختونو کې د افغانانو په خوله اوړي را اوړي. مونږ پخپله وران کړی دی، مونږ یې اوس ورانوو، او بیا به یې هم مونږ وران کړو. ولې به یې مونږ ورا

ځواب ورکړئ

مرګ په وحشي او جنایتکارو طالبانو. طالبانوخپل اصلي مخ خلکو ته ښودلی چې هغوی د دې هېواد د پرمختګ او ښېرازۍ دښمنان دي. هغوی هڅه کوي چې د هېواد ماشومان د تعلیم له ترلاسه کولو څخه ایسار کړي او هغوی خپل هدفونه ترسره کړي.

ځواب ورکړئ

دا دی اربکیو کار ده. ۤپه دی هیواد که هر کار چی څوک وکړی پر طالبانو تاوان کیږی. حکومت باید کوشش وکړی چی اربکی خلع سلاح کړی. دوی په شمال کی خصوصا په تخار کی ډیری ناوړی کړنی تر سره کوی. پیسو لپاره هر کار چی ووایه کوی یی.

ځواب ورکړئ

زه فکر کوم چی طالبانو دغه کار نده تر سره کړی. دا ځینی غله دی چی د پیسو د پاره دغه سی اعمال ترسره کوی چی دی طالبانو رنګه بده کړی.

ځواب ورکړئ

زه فکر کوم چې د تخار پولیس په دې پېښه کې لاس لري ځکه چې ښوونځی د ولایت په مرکز کې سوزېدلی دی. په ښار کې د پولیسو وظیفه څه ده؟ که هغوی نشي کولی چې په ښار کې امنیت وساتي بیا دې استعفا وکړي یا په کار دی چې هغوی ونیول شي او د پېښې په هکله پلټنې ترې وشي.

ځواب ورکړئ