امنیت

د طالبانو د خیانت په پایله کې په کلېفت کې د بندر تاسیسات ویجاړ شوي دي

د هدایت الله راپور

دا عکس چې د اخیستلو نېټه یې معلومه نه ده هغه ویجاړتیا ښیي چې طالبانو د جوزجان ولایت په کلېفت بندر کې په ځای پرېښې ده. [۲۰۹ شاهین قو اردو]

دا عکس چې د اخیستلو نېټه یې معلومه نه ده هغه ویجاړتیا ښیي چې طالبانو د جوزجان ولایت په کلېفت بندر کې په ځای پرېښې ده. [۲۰۹ شاهین قو اردو]

کندوز -- چارواکي وایي، افغان ځواکونو په جوزجان ولایت کې د کلېفت له بندري سیمې څخه د طالبانو له اېستلو څخه وروسته سترې ویجاړتیاوې موندلې دي.

پوځي چارواکو وویل، امنیتي ځواکونو د وري په ۲۹مه د یوه عملیات په ترڅ کې د ترکمنستان په پوله پرتې قرقین ولسوالۍ څخه ۲۰ کیلومتره لیرې پروت کلېفت بندر ونیو. دغه سیمه له دوه کالونو راهیسې د طالبانو تر کنټرول لاندې وه.

په مزارشریف کې، د افغان ملي اردو د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند تورن محمد حنیف رضایي وویل،«طالبانو پلان درلود چې د کلېفت بندر ته څیرمه سیمو څخه په افغان امنیتي ځواکونو باندې بریدونه ترسره کړي ځکه دا داسې ځای وو چې هغوی ترې عملیات سنبالول.»

رضایي وویل، وروسته له هغه چې عسکر د طالبانو له پلان څخه خبر شول، پرېکړه یې وکړه چې دغه عملیات ترسره کړي او یاغیان له یادې سیمې څخه پسې واخلي.

افغان چارواکي وایي،‌ په کلېفت بندر باندې د طالبانو د دوه کلنې واکمنۍ په ترڅ کې، هسې چې په دغه بې نېټې عکس کې ښکاري، اورپکو د ګازو پایپ لین پرې کړی او په کباړ کې یي پلورلی وو.‌ [۲۰۹ شاهین قول اردو]

افغان چارواکي وایي،‌ په کلېفت بندر باندې د طالبانو د دوه کلنې واکمنۍ په ترڅ کې، هسې چې په دغه بې نېټې عکس کې ښکاري، اورپکو د ګازو پایپ لین پرې کړی او په کباړ کې یي پلورلی وو.‌ [۲۰۹ شاهین قول اردو]

رضایي وویل، «کله چې زموږ ځواکونه تجارتي بندر ته ننوتل، هغوی وموندل چې طالبانو د تېلو او ګازو په تصدۍ کې ټول دولتي ملکیتونه ویجاړ کړي چې دا خیانت دی.»

وحشیانه تخریب

هغه وویل، «طالبانو په بندر کې د تېلو او ګازو د ذخیره کولو مرکزونه، اداري او تجارتي ودانۍ او نور ملکیتونه او ورسره د ګازو پایپ لین ویجاړ کړي او په کباړ کې پلورلي وو.»

د شاهین قول اردو د لومړي غونډ قوماندان ډګرمن حامد سیفي وویل، د عامه تاسیساتو په ویجاړولو سره، طالبانو د خیانت عمل ترسره کړی او یو ځل بیا یې د هغه څه لپاره چې مبارزه کوي نندارې ته وړاندې کړي دي.

سیفي د کلېفت بندر د بېرته نیولو په مراسمو کې وویل،‌«په دې بندر کې ټول مرکزونه ویجاړ شوي، او تاسو کولی شئ وګورئ چې هلته هېڅ شی هم روغ نه دي پاتې.»

هغه وویل، «تاسو تصور وکړئ چې دغه وحشي ګروپ څه غواړي چې وکړي، او څنګه دا تمه لري چې د افغانستان په زړورو خلکو باندې واکمني وکړي. په هېڅ قانون کې د عامه ملکیتونو ویجاړول جواز نه لري.»

رضایي وویل، وروسته له هغه چې عسکرو بندر بېرته ونیو، کافي شمېر ځواکونه یې هلته پرېښودل چې دغه ستراتیژیکه سیمه وساتي.

هغه وویل، «له نېکه مرغه چې د جرمني سفارت دا لیوالتیا ښودلې ده چې په کلېفت بندر کې دغه تاسیسات بیا جوړ کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

5 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

طالبان خلکو ته په یوه زوروونکي او عذاب ورکوونکي ګروپ باندې بدل شوي دي. هغوی تر پلونو او پلچکونو لاندې د ماینونو په اېښودلو سره، سرکونه د افغانانو لپاره په خطرناکو لویو لارو باندې اړولي دي. د کابل – کندهار او کندهار – هرات لویه لاره وګورئ، چې د طالبانو له خوا د ماینونو کېنولو له امله په څه حال شوې ده.‌ د سرکونو د خرابوالي له امله هره ورځ ګڼې ترافیکي پېښې رامنځته کیږي چې د لسګونو مسافرو د وژل کېدلو سبب کیږي.

ځواب ورکړئ

طالبانو ته وظیفه ورکړل شوې چې افغانستان ویجاړ کړي. د طالبانو د ډلې د جوړولو بل هدف نشته. هغوی ته وظیفه ورکړل شوې چې اجازه ورنه کړي په افغانستان کې یو قوي حکومت جوړ شي او افغانستان باید تل په خارجي هېوادونو، په ځانګړې توګه پاکستان باندې متکي واوسي. پاکستان غواړي چې افغانستان د پاکستان پنځم ایالت وګرځي. له دې امله هغوی هره ورځ طالبانو ته حکم کوي چې ټولې هغه اسانتیاوې چې د افغانستان د پرځان بسیاینې لپاره ګټورې دي، ویجاړې کړي. پاکستان له تېرو ۴۰ کالو راهیسې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي او هیله لري چې افغانستان د پاکستان د خاورې برخه شي.

ځواب ورکړئ

د بېخبنا ویجاړول او خلکو ته اقتصادي تاوانونه ور اړول د ترهګرو ډلو له هدفونو څخه یو هدف دی. همدارنګه، هغوی د ملکي خلکو په وحشیانه وژلو، لوټلو او د بېخبناوو، موزیمونو، کلتوري او تمدني اثارو په ویجاړولو کې ښکېل دي. په تېرو ۲۰ کالو کې،‌ طالبانو ښودلې چې هغوی د خلکو، تمدن او د هېواد د پرمختګ پر ضد په ښکاره په جګړه دي. لعنت په دغې شیطاني ډله.

ځواب ورکړئ

د تېرو ۲۰ کالو په ترڅ کې، طالبانو د عامه شتمنیو په سلګونو مرکزونه ویجاړ کړي دي. خلک باید د عامه شتمنیو او بېخبناوو په خوندي کولو کې د افغان امنیتي ځواکونو تر څنګ ودریږي څو د دې هېواد دښمنان نورعامه شتمنیو ته تاوان ور وانه ړوي. که خلک خپلې اسانتیاوې خوندي نه کړي، حکومت به په یوازې سر ونشي کولی چې د هغو امنیت ټینګ کړي. د هېواد ټول خلک باید د دغه وحشي ګروپ پر ضد لاسونه سره یو کړي او له خپلو سیمو څخه یې وباسي.

ځواب ورکړئ

د بېخبناوو ویجاړول د طالبانو له هدفونو څخه یو هدف دی. طالبان تل هڅه کوي چې هغه اسانتیاوې، چې افغانستان ته ګټه ور رسوي او د افغانستان د پرځان بسیاینې لپاره ګټورې دي، ویجاړې کړي ځکه چې که افغانستان پر ځان بسیا شي،‌ بیا به افغانستان پر پاکستان له تکیه کولو څخه خلاص شي او دا کار به پاکستان ته اقتصادي ضربه ور ورسوي.‌ یوازې په یوه میاشت کې، طالبان افغان ولس او حکومت ته ۱ میلیارد افغانۍ تاوان ور اړوي. د طالبانو له امله، نه سوداګر او نه هم عادي خلک ښه ورځ لري.

ځواب ورکړئ