امنیت

په غور کې ۷۰ طالب جنګیالي د پوځي فشار د ډېرښت له امله تسلیمۍ ته مجبور شول

د عمر راپور

په غور ولایت کې ۷۰ تنه طالب جنګیالي د مرغومي په ۱۶مه وروسته له هغه تسلیم شول چې افغان ځواکونو له اورپکو څخه د سیمې د پاکولو لپاره عملیات پراخ کړل.‌ [نجیب الله نظري]

هرات -- په غور ولایت کې ۷۰ تنه طالب جنګیالي د مرغومي په ۱۶مه وروسته له هغه تسلیم شول چې افغان ځواکونو له یاغیانو څخه د سیمې د پاکولو لپاره عملیات پراخ کړل.‌

د غور ولایت امنیه قوماندان جنرال امین الله احمدزي وویل، د مرغومي له ۸مې راهیسې «د هریرود توپان» په نامه عملیات روان دي چې د هرات - غور لویه لار او شهرک ولسوالي له اورپکو څخه پاک کړي.

هغه د مرغومي په ۱۶مه خبریالانو ته وویل، د پوځي فشار د ډېرښت په نتیجه کې، «د ۷۰ تنو طالبانو یو ګروپ چې د شهرک ولسوالۍ په کمنج سیمه او د هرات - غور د لویې لارې په اوږدو کې له خلکو څخه په زور د پيسو اخیستنو، وژنو او ترهګریزو بریدونو کې ښکېل ول، له خپلو وسلو سره یوځای امنیتي ځواکونو ته تسلیم شول.»

هغه زیاته کړه، «د عملیاتو له پراخېدلو څخه وروسته... ډېرو او لا ډېرو طالبانو امنیتي ځواکونو ته تسلیمېدل پیل کړل. ژر به نور طالب جنګیالي هم مجبور شي چې تسلیم شي که نه وبه وژل شي.»

په دې عکس کې چې د مرغومي په ۱۹مه د غور ولایت په شهرک ولسوالۍ کې اخیستل شوی، هغه طالب اورپکي لیدل کیږي چې محلي مقاماتو ته تسلیم شوي دي. [نجیب الله نظري]

په دې عکس کې چې د مرغومي په ۱۹مه د غور ولایت په شهرک ولسوالۍ کې اخیستل شوی، هغه طالب اورپکي لیدل کیږي چې محلي مقاماتو ته تسلیم شوي دي. [نجیب الله نظري]

په دې عکس کې چې د مرغومي په ۱۹مه د غور ولایت په شهرک ولسوالۍ کې اخیستل شوی، هغه طالب اورپکي لیدل کیږي چې خپلې وسلې محلي مقاماتو ته سپاري. [نجیب الله نظري]

په دې عکس کې چې د مرغومي په ۱۹مه د غور ولایت په شهرک ولسوالۍ کې اخیستل شوی، هغه طالب اورپکي لیدل کیږي چې خپلې وسلې محلي مقاماتو ته سپاري. [نجیب الله نظري]

احمدزي وویل، په شهرک ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې ۸ تنه طالبان ووژل شول خو ځینې نور وتښتېدل.

هغه وویل، «امنیتي ځواکونو ته تسلیم شویو کسانو بله هېڅ لاره نه لرله. که هغوی تاوتریخوالی نه وای ودرولی، هغوی به وژل شوي وای.»

د غور والي غلام ناصر خاضع وویل، طالبانو د شهرک ولسوالۍ په کمنج سیمه کې له خلکو څخه پیسې په زور اخیستلې او وژل یې.‌

هغه وویل، «اورپکو د هرات - غور په لویه لاره له مسافرو او د سیمې له اوسېدونکیو څخه په زور د پیسو اخیستلو له لارې ډېر عواید ټولول، خو امنیتي ځواکونو طالب جنګیالي په سیمه کې له منځه وېوړل.»

خاضع زیاته کړه،‌ «وروسته له هغه چې د طالبانو دا ګروپ امنیتي ځواکونو ته تسلیم شو، طالبانو د هرات - غور د لویې لارې په اوږدو او شهرک ولسوالۍ کې د جنګ کولو وړتیا له لاسه ورکړه. همدارنګه، یادې ډلې له ۱۰۰ څخه ډېرې وسلې ... امنیتي ځواکونو ته تسلیم کړې.»

هغه وویل، «اوس هغوی کولی شي چې عادي ژوند ته راستانه شي او په خپلو کلیو کې بزګري او د حیواناتو پالنه پیل کړي. حکومت به د سیمې اوسېدونکیو سره ملاتړ وکړي.»

له طالبانو سره په یوځای کېدلو پښېماني

د تسلیم شویو طالبانو یوه سرګروپ مولوي محمد محسن په شهرک ولسوالۍ کې امنیتي ځواکونو ته وویل چې د اورپکو ډلې هغه او د هغه ملګري مجبور کړي وو چې د حکومت پر ضد جنګ وکړي.

محسن وویل، «مونږ چمتو یو چې له حکومت او امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړو او شهرک ولسوالۍ ته د امنیت په راوستلو کې له خپل ټول قوت څخه استفاده وکړو. مونږ خپلې وسلې امنیتي ځواکونو ته تسلیم کړې، او له هغوی سره ژمنه کوو چې مونږ به له هغوی سره ودرېږو او ملاتړ به یې وکړو.»

هغه زیاته کړه، «مونږ به طالبانو ته اجازه ورنه کړو چې شهرک ولسوالۍ ته بیا ننوځي او تاوتریخوالی او وژنې ترسره کړي. مونږ له کلونو راهیسې په تاوتریخوالي کې ښکېل وو، خو مونږ له جنګ څخه ستړي وو او خپل عادي ژوند ته راستانه شوو.»

د تسلیم شویو اورپکو له ډلې څخه د جلیل احمد په نامه یوه بل کس وویل چې نوموړی د حکومت پر ضد په جنګ کولو پښېمان دی.‌

هغه وویل، «ما اته کاله د وسله والو مخالفینو په لیکو کې خدمت کړی دی، خو زه امنیتي ځواکونو او حکومت ته تسلیم شوم. مونږ پوه شو چې جګړه نوره د حل لاره نه ده، او مونږ باید دا ناوړه وضعیت پای ته ورسوو.»

هغه وویل، «مونږ غواړو چې حکومت زمونږ د خلکو ملاتړ وکړي چې داسې پرمختیایي پروژې پيل کړي چې کولی شي د ځوانانو لپاره کار پیدا کړي. مونږ په شهرک ولسوالۍ کې د حکومت د ټولو پروګرامونو ملاتړ کوو،‌ او مونږ به هیچا ته اجازه ور نه کړو چې امنیت مختل کړي.»

هغه وویل، «طالبانو د تېرو څو کالو په ترڅ کې پلونه او سرکونه ویجاړ کړل، ښوونځي یې بند کړل او د پرمختګ د ټولو ډولونو مخه یې ونیوله، خو له دې ټولو څخه وروسته مونږ نېکمرغي او وده غواړو.»

یوه بل تسلیم شوي اورپکي عبدالباقي وویل، «طالبانو مونږ ته وویل چې مونږ باید جهاد وکړو. هغوی له بې وزلو ځوانانو څخه ناوړه ګټه واخیستله.»

هغه زیاته کړه، «اوس چې امنیتي ځواکونه په شهرک ولسوالۍ کې موجود دي، مونږ جګړه ودروله او خپلې وسلې مو هغوی ته تسلیم کړې.»

هغه وویل، «مونږ چمتو یو چې د خپلو امنیتي ځواکونو تر څنګ د طالبانو پر ضد جګړه وکړو او له خپلو کلیو څخه دفاع وکړو،‌ او مونږ به هغوی [طالبانو] ته اجازه ورنه کړو چې یو ځل بیا مونږ د تورې دورې خواته ورټېل وهي.»

د سرک د غاړې بمونه، وهل ټکول

د شهرک ولسوالۍ اوسېدونکي فضل احمد وویل، له تصفیوي کمپاین څخه مخکې، اورپکو د محلي اوسېدونکو ژوند تریخ کړی وو.‌

هغه وویل، «طالبانو له کلونو راهیسې زمونږ پر مخ سرکونه بند کړي وو،‌ او اوس چې سرکونه پرانستي دي، مونږ خوښ یو. مونږ روغتون ته لاسرسی نه درلود.»

هغه وویل، «مونږ نشوای کولی چې هېڅ چېرته لاړ شو ځکه چې طالبانو د سرک د غاړې بمونه کرلي وو، او که مونږ چېرته تللي وای، کېدای شوای چې هغه چاودېدلی وای.» نوموړي زیاته کړه چې یاغیانو محلي خلک وهل او سیمه یې ناامنه کړې وه.‌

هغه وویل، «مونږ غواړو چې حکومت له مونږ سره مرسته وکړي چې خپل سرکونه د تل لپاره پرانیزو. مونږ نور نه غواړو چې طالبان زمونږ کلي ته راننوځي او اوسېدونکي ووېروي. مونږ نورې پیسې نه لرو چې طالبانو ته یې ورکړو.»

د شهرک ولسوالۍ یوه بل اوسېدونکي دوست محمد ومنله چې د امنیتي ځواکونو له خوا د اورپکې ډلې پر ضد د عملیاتو له ترسره کولو څخه وروسته د سیمې د اوسېدونکیو ژوند ښه شوی دی.

هغه وویل، «طالبانو په مونږ باندې سخت ظلمونه وکړل، او اوس مونږ خوښ یو چې امنیتي ځواکونه زمونږ ولسوالۍ ته راغلي دي. طالبان زمونږ کورونو ته راننوتل او هر څه چې مونږ لرل غلا یې کړل.»

هغه زیاته کړه چې طالبانو له اوسېدونکیو څخه پیسې په زور واخیستلې او ځوانان یې مجبور کړل چې د هغوی له لیکو سره یوځای شي او د حکومت پر ضد جنګ وکړي.

په ولسي جرګه کې د غور یوه استازي کرام الدین رضازاده وویل، طالبانو د ملکي خلکو د شکنجه کولو په شمول د «جهاد» په نامه جرمونه او وحشتونه ترسره کړي دي.

رضازاده زیاته کړه، «اسلام دا نه تاییدوي چې څوک دې د طالبانو په څېر پلونه ویجاړ کړي او ښځې او ماشومان دې ووژني. اسلام طالبانو ته اجازه نه ورکوي چې په عامه سرکونو باندې ځمکني ماینونه وکري.»

رضازاده وویل، «مونږ به نور جنایتکارو طالبانو ته -- چې بې ګناه ملکي خلک او ماشومان یې وژلي دي -- اجازه ورنه کړو چې شهرک ولسوالۍ ته راداخل شي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

سړی حیران شي چي دا نیمه نړۍ ولې د افغانستان په مقابل کې د دښمنۍ دریځ لري؟ پاکستان او ایران ځانونه اسلامي ملکونه بولي لاکن د افغانانو د وینو تویول ورته داسې اسان او بې ارزښته ښکاري چې یهود به د فلسطینیانو وینې دومره بې ارزښته ونه بولي. امریکایان نه یوازې دا چې افغانان وژني بلکې بیا یې په مړو باندی میتیازې هم کوي او دا دروغ نه ده، په هلمند کي په اروزګان کي څو کاله مخکی پیښه شوې وه. روسانو ورته دومره ماینونه ایښي چي له ۱۳۶۸ نه چی هغه ځناوران ورک شوي دي لا تر اوسه پورې پاکیږي نه او بدتره یې لا دا چی تر اوسه هم د افغانستان د حکومت پر ضد د یاغیانو ملاتړ کوي. بس الله تعالی دې د افغانانو په حال باندې رحم وکړي.

ځواب ورکړئ