امنیت

په هرات کې ژمنیو عملیاتو په سلګونو طالبان تسلیمیدو ته مجبور کړل

د عمر راپور

په دې عکس کې چې د سلواغې په ۷مه د هرات ولایت په چشت ولسوالۍ کې اخیستل شوی، د طالبانو د یوه تسلیمېدونکي ګروپ غړي لیدل کیږي. [۲۰۷ ظفر قول اردو]

په دې عکس کې چې د سلواغې په ۷مه د هرات ولایت په چشت ولسوالۍ کې اخیستل شوی، د طالبانو د یوه تسلیمېدونکي ګروپ غړي لیدل کیږي. [۲۰۷ ظفر قول اردو]

هرات -- د هرات ولایت په ختیځو ولسوالیو کې او د هرات - غور په لویه لاره د طالبانو د ډلې په سلګونو غړو خپلې وسلې ایښي او حکومت ته تسلیم شوي څو د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو له ژمنیو عملیاتو څخه ځانونه خوندي کړي.

د دفاع وزارت د سلواغې په ۸مه اعلان وکړ چې د ملا احمد په مشرۍ د طالبانو یو ۱۹ کسیز ګروپ حکومتي ځواکونو ته تسلیم شو. نوموړی یو وخت د هرات ولایت په چشت ولسوالۍ کې د طالبانو یو محلي قوماندان وو.

وزارت وویل چې دغه ګروپ د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو پر ضد له څو اونیو جګړې څخه وروسته د سلواغې په ۷مه له خپلو وسلو سره یوځای امنیتي ځواکونو ته تسلیم شو.‌

وزارت په یوه اعلامیه کې وویل، «تسلیم شویو طالبانو ژمنه وکړه چې هغوی به نور د حکومت او خلکو پر ضد جګړه ونه کړي او له خپلو هېوادوالو ترڅنګ به سوله ییز ژوند پیل کړي.»

په اعلامیه کې راغلي، «په لوېدیځه حوزه کې د طالبانو تسلیمي دوام لري.»

اعلامیه زیاتوي چې له یوې میاشتې څخه په لږه موده کې، د غور ولایت د شهرک ولسوالۍ په سیمو کې ۲۶۳ تنه طالب جنګیالي افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوي دي.

د هرات د والي ویاند جېلاني فرهاد وویل، که څه هم چې افغان حکومت د سولې د پروسې ملاتړ کوي، په ورته وخت کې د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو پر ضد پوځي فشار ته هم دوام ورکوي.

هغه وویل، «امنیتي ځواکونو د هوایي او ځمکنیو عملیاتو په ترسره کولو سره د تېرو دوه میاشتو په ترڅ کې د طالبانو د هر ډول نا ارامۍ رامنځته کولو مخه نیولې، چې دغه کار د امنیتي وضعې په ښه کېدلو کې مرسته کړې ده.»

هغه وویل، تسلیم شویو طالبانو له امنیتي ځواکونو سره په یوځای کېدلو صحیح لاره غوړه کړې، او زیاته یې کړه چې که هغوی جنګ ته دوام ورکړي، هغوی به د سلګونو نورو اورپکو په څېر له منځه وېوړل شي.

سلما بند ته د ګواښونو کمېدل

په هرات ښار کې د مدني ټولنې یوه فعال جواد عمید وویل، د طالب جنګیالیو تسلیمي به په ځانګړې توګه په چشت ولسوالۍ کې د امنیتي وضعې په ښه کېدلو او د تاوتریخوالي په راکمېدلو کې مرسته وکړي چې له طبیعي زیرمو غني او د سلما بند هم په کې واقع دی.‌

هغه وویل، «طالبان سلما بند ته یو جدي ګواښ دی ځکه چې هغوی تل هڅه کړې چې د افغانانو دغې لویې ملي پروژې ته زیان ورسوي، خو کله چې طالبان له دې ملي پروژې سره نږدې تاوتریخوالی ودروي او خپلې وسلې کېږدي، په سیمه کې امنیتي وضعه ښه کیږي او سلما بند ته ګواښونه کمیږي.»

عمید وویل، امنیتي ځواکونو ته د طالبانو تسلیمي ښیي چې د هغوی د ډلې غړي له جګړې څخه ستړي شوي دي او هغوی نور نه غواړي چې بې ګناه ملکي خلک ووژني -- یا پخپله ووژل شي.

هغه وویل، «حکومت ته د طالبانو د هر ګروپ په تسلیمېدلو سره د دښمن لاسوهنه کمیږي. په چشت ولسوالۍ او په ځانګړې توګه د سلما بند شاوخوا سیمو کې اکثر طالبان له ګاونډیو هېوادونو او د هغوی له استخباراتي ادارو څخه ملاتړ ترلاسه کوي چې سلمابند ویجاړ کړي.»

ځایي مقامات او اوسېدونکي په ایراني رژیم باندې تور لګوي چې طالبانو ته پیسې او لوجیستيکي ملاتړ برابروي چې په افغانستان کې د اقتصادي پرمختګ مخه ونیسي.

عمید وویل، «کله چې طالبان خپلې وسلې پر ځمکه کېږدي، د ګاونډیو هېوادونو د استخباراتي ادارو ویجاړوونکي پلانونه شنډیږي ځکه چې بیا به هغوی داسې څوک ونه لري چې د افغانستان لویې پروژې لکه سلمابند ویجاړې کړي، او دا د افغانانو په ګټه ده.»

د هرات ښار یوه اوسېدونکي محمد الکوزي وویل، «طالبانو تل هڅه کړې ده چې زموږ ملي پروژې ویجاړې کړي.»

هغه د وږي په میاشت کې وویل، «د طالبانو هدف دا دی چې په افغانستان کې د اوبیزې برېښنا بندونه او لویې اقتصادي پروژې ویجاړې کړي. ایران طالبانو ته پیسې ورکوي چې د بخش اباد بند د جوړونې مخه ونیسي او سلمابند ویجاړ کړي.»

د والي ویاند فرهاد وویل، «په چشت ولسوالۍ کې مهمې ملي پروژې واقع دي. په دې ولسوالۍ کې، سلمابند او د مرمرو ډبرې د افغانانو د زیزمو او ملي پروژو په ډله کې دي چې امنیتي ځواکونه یي په قاطعیت سره ساتنه کوي.»

هغه وویل، طالبانو په وروستیو کالونو کې څو ځلې هڅې وکړې چې په سلمابند باندې بریدونه وکړي خو ناکامه شول.‌

فرهاد وویل، «په تېرو شاوخوا دوه میاشتو کې، له ۲۰ څخه ډېرو مهمو طالب قوماندانانو، په هوایي بریدونو او د کمانډو په بریدونو کې چې امنیتي ځواکونو په هرات ولایت کې ترسره کړل، خپل ژوند له لاسه ورکړ. د امنیتي ځواکونو دا فعالیتونه طالبانو ته یو روښانه پیغام ورکوي چې که هغوی د تاوتریخوالي خپرولو ته دوام ورکړي، هغوی به له منځه وېوړل شي.»

ژوند که مرګ

په لویدیځه حوزه کې امنیتي مقامات وایي، د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو عملیاتو په طالبانو باندې فشار اچولی دی چې په نتیجه کې یې هغوی ته یوه لاره پاتې ده.‌

هغوی وایي، طالبان باید پرېکړه وکړي چې آیا هغوی غواړي چې جنګ ته دوام ورکړي او ووژل شي که غواړي چې مقاماتو ته په تسلیمیدلو او یوه سوله ییز ژوند ته په راستنېدلو سره خپل ژوند خوندي کړي.‌

د هرات د امنیه قوماندانۍ سرپرست ویاند عبدالرؤف احمدي وویل، انتخاب روښانه دی. طالبان له تسلیمېدلو څخه پرته بله لاره نه لري.‌

هغه وویل، طالبانو ته د هرات ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په ژمنیو عملیاتو کې درانه تلفات ور واوښتل.‌

احمدي وویل، «دا چې طالبانو خلکو او حکومت ته جدي ستونزې جوړې کړې وې، له دې امله امنیتي ځواکونه مجبور شول چې هغوی له منځه وېسي.»

د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي وویل، د امنیتي ځواکونو د ژمنیو عملیاتو له برکته د غور ولایت په شهرک ولسوالۍ کې د طالبانو فعالیتونه کم شوي دي.

هغه وویل، په دې ولسوالۍ کې اکثر طالب جنګیالي امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوي دي.‌

هغه وویل، «له یوې میاشتې څخه په لږه موده کې، له ۲۶۰ تنو څخه ډېر طالب جنګیالي په شهرک ولسوالۍ کې امنیتي ځواکونو ته تسلیم شول، او ډېرو نورو جنګیالیو ژمنه کړې چې هغوی به تسلیم شي او نور به تاوتریخوالی نه کوي.»

خطیبي وویل، «وروسته له هغه چې اکثر هغه طالبان چې جګړې ته یې دوام ورکړی وو د امنیتي ځواکونو له خوا ووژل شول، په سلګونو طالب اورپکي امنیتي ځواکونو ته تسلیم شول چې خپل ژوند وژغوري او یو عادي ژوند بیا پيل کړي، او په راتلونکو ورځو کې به ډېر نور هم تسلیم شي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500