تروريزم

په غزني ولایت کې د طالبانو د تاوتریخوالي له 'مطلقې وېره اچونې' څخه افغانان په تېښته دي

ای اېف پي

ملکي خلک د ۱۳۹۷ د لړم په ۲۴مه په جاغوري ولسوالۍ کې د طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو تر منځ له روانو جنګونو څخه له تښتېدلو وروسته په غزني ښار کې ارام کوي. ډېرېدونکي تاوتریخوالي په زرګونو خلک دې ته مجبور کړي چې په هزاره مېشتو ولسوالیو کې خپل کلي ترک کړي او د ولایت مرکز ته ځانونه ورسوي. [ذکریا هاشمي/ای اېف پي]‌

ملکي خلک د ۱۳۹۷ د لړم په ۲۴مه په جاغوري ولسوالۍ کې د طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو تر منځ له روانو جنګونو څخه له تښتېدلو وروسته په غزني ښار کې ارام کوي. ډېرېدونکي تاوتریخوالي په زرګونو خلک دې ته مجبور کړي چې په هزاره مېشتو ولسوالیو کې خپل کلي ترک کړي او د ولایت مرکز ته ځانونه ورسوي. [ذکریا هاشمي/ای اېف پي]‌

غزني -- عبدالرحمان او د هغه کورنۍ ټوله شپه په یوه کرایه کړي موټر کې مزل وکړ چې په غزني ولایت کې د طالبانو د ډېرېدونکي تاوتریخوالي له «مطلقې ترهګرۍ» څخه وتښتي، او په هزاره مېشتو ولسوالیو کې له هغو زرګونو خلکو سره یوځای شي چې خپل کلي یې تر شا پرېښي او راوتلي دي.‌

ډېرې کورنۍ د ولایت مرکز، غزني ښار، ته تښتېدلي، چې ځینو یې خپل کورونه په نیمه شپه کې پرېښي او د طالبانو د تلاشۍ له پوستو څخه د ځانونو د خوندي کولو لپاره یې په فرعي لارو سفرونه کړي دي.

کورنۍ 'د خپل ژوند د خوندیتابه لپاره په منډه دي'

۶۵ کلن رمضان له ۲۰ ساعته ستړي سفر څخه وروسته، چې په لاره کې د موټر د خرابېدا له امله لا اوږد شو، د پنجشنبې په ورځ /د لړم ۲۳مه/ غزني ښار ته ورسېد.

هغه ای اېف پي ته وویل، «خلکو خپل کورونه پرېښي او د خپل ژوند د ژغورلو لپاره له جاغوري ولسوالۍ څخه تښتي. زمونږ سیمه یوې بشپړې وېرې نیولې ده.»

یوه داخلي بې ځایه شوې کورنۍ، چې کالي یې ورسره اخیستي، د ۱۳۹۷ د لړم په ۲۲مه په غزني ولایت کې له جاغوري ولسوالۍ څخه له وتلو وروسته روان دي څو د طالبانو او افغان ځواکونو تر منځ له روانو جنګونو څخه وتښتي. [ذکریا هاشمي/ای اېف پي]

یوه داخلي بې ځایه شوې کورنۍ، چې کالي یې ورسره اخیستي، د ۱۳۹۷ د لړم په ۲۲مه په غزني ولایت کې له جاغوري ولسوالۍ څخه له وتلو وروسته روان دي څو د طالبانو او افغان ځواکونو تر منځ له روانو جنګونو څخه وتښتي. [ذکریا هاشمي/ای اېف پي]

د رحمان کورنۍ د هغو سلګونو خلکو په ډله کې ده، چې له هزاره نژاده ملېشې او افغان امنیتي ځواکونو سره د جاغوري او مالستان په ولسوالیو کې چې پخوا امن وې، د طالبانو له سخت جنګ څخه وروسته بې ځایه شوي دي.

هغوی په غزني ښار کې په جوماتونو او لیلیو کې، او همدارنګه د خپلوانو په کورونو کې پناه اخیستې ده.

رحمان وویل، د ډېرو خلکو د راوتلو له امله د موټر کرایه ۵۰۰۰ افغانیو (۷۰ ډالرو) ته پورته شوه یعنې د څو ورځو مخکې وخت په نسبت لس ځلې ډېره شوه.

زینب، چې له خپلو پنځو ماشومانو سره یوځای یې په جاغوري ولسوالۍ کې له خپل کور څخه غزني ښار ته ۱۲ ساعته د موټر مزل کړی، وویل، «مونږ وډار شوو، نور خلک راوتل نو مونږ هم تصمیم ونیو چې راوځو،»

هغې ای اېف پي ته وویل، «مونږ هېڅکله هم دا ډول جنګ نه وو لیدلی او زه او ماشومان مې وډار شوو،»د زینب مېړه پاتې شو چې د هغوی ملکیت وساتي.

محمد علي په یوه جومات کې، چې هغه په کې د خپلې کورنۍ له نهو غړو سره یوځای اوسېږي، ای اېف پي ته وویل، جاغوري ولسوالي «طالبانو محاصره کړې او هلته هغوی په غټ شمېر کې راټول شوي دي،»

«هغوی [طالبان] د شپې لیدونکو عینکو او درنو وسلو باندې پوره سمبال ول

د بامیان د والي ویاند، عبدالرحمان احمدي، وویل، څو زره نور خلک بامیان ولایت ته ورتښتېدلي دي.

ناصرعلي، چې ۳۸ کاله عمر لري، ای اېف پي ته وویل، «په جاغوري کې زما د کلي نژدې ټول خلک ووتل». هغه او د هغه کورنۍ د سې شنبې په ورځ /د لړم ۲۲مه/ خپل کور پرېښود او بامیانو ته لاړل.‌

علي او د هغه د کلي نورو سړیو څو شپې او ورځې په دې ولګولې چې له طالبانو څخه د خپل کلي دفاع وکړي، خو هغه وویل، «وضعه له یوې ورځې څخه بلې ته خرابېدله او مونږ له تېښتې څخه پرته بله لاره نه لرله،»

افغان ځواکونه تهاجمي بریدونه زیاتوي

طالب جنګیالیو له یوې اونۍ څخه ډېر مخکې په جاغوري او مالستان ولسوالیو وروسته له هغه بریدونه پيل کړل چې په پوله پراته اروزګان ولایت څخه تاوتریخوالی ورخپور شو.

د غزني د امنیه قوماندانۍ ویاند احمد خان سیرت د سې شنبې په ورځ ای اېف پي ته وویل، «په جاغوري او مالستان دواړو کې کمانډو ځواکونه ځای پرځای شوي،» او زیاته یې کړه چې «وضعه تر کنټرول لاندې ده.»

افغان ځواکونه وایي، چې هغوی په کړکېچ ځپلې سیمه کې ځمکني او هوایي تهاجمي بریدونه زیات کړي دي.له هغوی سره د متحده ایالاتو او ایتلافي ځواکونو له خوا هوایي ملاتړ او هوایي کشف برابرول کیږي.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې په خوړو، خېمو او کمپلو بار لارۍ هغو سلګونو کورنیو ته ور لېږلي چې باور کیږي په یادو ولسوالیو کې ایسارې پاتې دي، خو د طالبانو له خوا د سړکونو بندولو د دې مخه نیولې چې دغه مرستې هغوی ته ور ورسېږي.‌

د ځایي خلکو او حکومتي چارواکو له خوا د ورکول شویو ارقامو په اساس، د ملکيانو، د ملېشې د غړو، کمانډو سرتېرو او اورپکو په شمول په سلګونو خلک وژل شوي دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500