افغان ځواکونه په غزني کې د پراخو تهاجمي بریدونو لپاره تیاری کوي

سلام ټایمز

کابل -- خامه پرېس د سې شنبې په ورځ /د لړم ۲۲ مه/ راپور ورکړ، چې افغان ځواکونه د طالب اورپکو، چې په وروستیو وختونو کې یې د غزني ولایت په دوه ولسوالیو بریدونه کړي، د ځپلو لپاره په پراخه کچه تهاجمي بریدونه پیل کړي.

د افغان ملي اردو لوی درستېز جنرال محمد شریف یفتلي، د غزني ولایت مالستان ولسوالۍ ته یوه له هغو ولسوالیو څخه، چې د طالبانو له خوا په نښه شوې وه، په رسېدلو سره وویل، د اورپکو پر ضد عملیات ښایي د سې شنبې په ورځ‌ پیل شي.

له دې جلا، سرتېرو د سې شنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل، چې د ۲۰۳ تندر قول اردو ځواکونو وار له مخه د غزني ولایت په ځینې سیمو کې د تندر- ۴ په نامه بریدونه پیل کړي دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500