په غزني کې د طالبانو د هاوان د ګولۍ برید د یوې کورنۍ ۲ غړي ووژل

سلام ټایمز

غزني -- د افغان ملي اردو ۲۰۳ تندر قول اردو د سې شنبې په ورځ /د تلې ۲۴ مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې د هاوان یوې ګولۍ، چې د راپورونو په اساس طالب اورپکو وار کړې وه، د غزني ولایت په ده یک ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ لږ تر لږه دوه غړي ووژل.

اعلامیه بې له دې چې یاده کړي چې دغه برید کله شوی وو، وایي، چې دا پېښه په تسنګ کلي کې هغه وخت وشوه چې د هاوان ګولۍ د استوګنې په یوه کور ولګېده.

په دغه برید کې څلور نور کسان ټپیان شول.‌

طالبانو سمدلاسه هېڅ تبصره نه ده کړې.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500