امنیت

په تخار کې په یوه دیني مدرسه کې د هاوان د ګولۍ چاودنې ۹ زده کونکي ووژل

ای اېف پي

د افغان قربانیانو عزیزان د ۱۳۹۷ د تلې په ۲۱مه د تخار ولایت په مرکز تالقانو کې له یوه بمي برید څخه وروسته د یوه روغتون مخې ته ولاړ دي. د غبرګولي په ۲۹مه د هاوان د یوې ګولۍ چاودنې په دغه ولایت کې ۹ شاګردان ووژل. [نصیر صادق/ای اېف پي]

د افغان قربانیانو عزیزان د ۱۳۹۷ د تلې په ۲۱مه د تخار ولایت په مرکز تالقانو کې له یوه بمي برید څخه وروسته د یوه روغتون مخې ته ولاړ دي. د غبرګولي په ۲۹مه د هاوان د یوې ګولۍ چاودنې په دغه ولایت کې ۹ شاګردان ووژل. [نصیر صادق/ای اېف پي]

کندوز -- پولیسو وویل، په تخار ولایت کې د پنجشنبې په ورځ په یوه دیني مدرسه کې د هاوان د یوې ګولۍ چاودنې لږ تر لږه ۹ زده کونکي ووژل.‌

د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالخلیل اسیر ای اېف پي ته وویل، «د لومړنۍ څېړنې له مخې، چاودنه د هاوان د یوې ګولۍ له امله چې په کوم ډول مدرسې ته دننه وړل شوې وه، رامنځته شوې ده،» او زیاته یې کړه چې د مړو شویو کسانو ډیری له ۱۸ کالونو څخه کم عمر لري.‌

په دې چاودنه کې چې په اشکمش ولسوالۍ کې پېښه شوې ده ۶ نور زده کونکي ټپي شوي دي.

د والي ویاند محمد جواد هجري پېښه او د تلفاتو شمېر تایید کړل.‌

دا پېښه وروسته له هغه وشوه چې دوه مرګوني بریدونو روانه میاشت په کابل کې دوه جلا جوماتونه په نښه کړل.‌

د غبرګولي په ۲۳مه، څلور کسان هغه وخت ووژل شول چې د جمعې د لمانځه په ترڅ کې په یوه جومات کې چاودېدونکي توکي وچاودېدل.

د روانې میاشتې په نیمایي کې،‌ د ښار په زرغونه یا هغې سیمه کې چې امنیت یې ښه ټینګ شوی دی، په یوه جومات کې چاودنې د یوه وتلي امام په ګډون دوه کسان ووژل.

دا وروستۍ نښتې په داسې حال کې مخې ته راځي چې طالبان او حکومت د سولې د ډېرو ځنډېدلو خبرو پیلولو ته تیاری کوي. تمه ده چې دغه خبرې په هېواد کې د نږدې دوه لسیزو اوږده جګړه پای ته ورسوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

5 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زه ستاسو د رسنۍ د تماس نمبر ته اړتیا لرم. زه به خوښ شم چې که تاسو یې راکړئ.

ځواب ورکړئ

زه نشم کولی چې افغان حکومت ملامت کړم، بلکې زه په افغانستان کې د دوه مخو سیاستونو پړه پر مزدورو طالبانو وراچوم.‌

ځواب ورکړئ

نه حکومت او نه وحشي طالبان د سولې لپاره کوم مناسب پروګرام لري،‌ له دې امله، په دې هکله خبرې کول چې په دې هېواد کې به کله او څنګه سوله راشي، زمونږ په خوب کې هم پېښ نشي.

ځواب ورکړئ

د تخار او بدخشان ولایتونو په دیني مدرسو کې وضعیت ډېر خفه کوونکی دی. د دیني زده کړو پرځای، په یادو ښوونځیو کې ترهګریز درسونه ورکول کیږي. که حکومت د دغو مدرسو په هکله صحیح تصمیم ونه نیسي، دا ولایتونه به په راتلونکي کې د افغان حکومت لپاره په سر درد بدل شي. په دغو اکثرو مدرسو کې،‌ زده کوونکي په حزب التحریر کې استخدام کیږي،‌ او د دغه تنظیم له لارې، هغوی له طالبانو او داعش ډلو او حقاني شبکې سره یوځای کیږي.‌ د افغانستان حکومت باید د هېواد ټولې دیني مدرسې رسمي کړي او داسې معلمان په کې توظیف کړي چې شرعیات یې لوستلي وي او له معتبرو داخلي او بین المللي پوهنتونونو څخه رسمي ډګریانې ولري او هغوی ته تنخاګانې ورکړي. که نه،‌ ترهګرې شبکې به د افغانستان د کلیوالو سیمو د خلکو له اړتیا او ناپوهۍ څخه ناوړه استفاده وکړي او هغوی به د تخریبي فعالیتونو لپاره استخدام کړي او په راتلونکي کې به حکومت وننګوي.‌

ځواب ورکړئ

له دې پېښې څخه ښکاري چې د هېواد دیني مدرسې د حکومت ضد وسله والو مخالفینو تر کنټرول لاندې دي.‌ دیني مدرسې د دې لپاره وي چې دیني مسایل په کې زده شي، او دیني مدرسې داسې ځایونه دي چې هلته ځوانانو ته دیني زده کړې ورکول کیږي چې په راتلونکي کې د ټولنې خدمت وکړي او په جوماتونو او مدرسو کې د دیني عالمانو په توګه وړاندې کړای شي او خلکو ته د دین سمه لاره وښیي، او خلکو ته ووايي چې رشوت وانه خلي، ظلم ونه کړي، قتل ونه کړي، بلکې په سوله کې ژوند وکړي.‌ له بده مرغه چې د افغانستان دیني مدرسې د دیني زده کړو پرځای شاګردانو ته د جنګ او ترهګرۍ درسونه ورکوي،‌ او دا مدرسې د افغان حکومت له خوا نه کنټرولیږي، نو داسې ښکاري چې مدرسې او جومات ته د هاوان د ګولۍ راوړل په دیني مدرسو کې د وضعیت یو تریخ حقیقت دی.‌ په حقیقت کې، ترهګر په دیني مدرسو کې ماشومانو ته د ترهګرۍ د درسونو په ورکولو سره د افغانستان د مظلومو او غریبو خلکو پر ضد غټ ظلم کوي.

ځواب ورکړئ