په تخار کې د طالبانو د هاوان په برید کې ښځې او ماشومان ووژل شول

د سټاف راپور

تالقان -- د پژواک خبري اژانس د راپور په اساس، پولیسو د پنجشنبې په ورځ / د مارچ ۳۰ مه/ وویل چې د هاوان یوې ګولۍ چې د راپورونو له مخې طالبانو وار کړې وه د تخار ولایت په خواجه بهاءالدین ولسوالۍ کې پنځه تنه افغانان ووژل.

د پولیسو چارواکي محفوظ الله اکبري پژواک خبري اژانس ته وویل چې اورپکو په یاده ولسوالۍ کې د پولیسو د تلاشۍ په یوه پوسته د هاوان ډز وکړ، او زیاته یې کړه چې یوه ګولۍ په یوه کور ولګېده.

هغه زیاته کړه چې په وژل شویو کې د عین کورنۍ ښځې او ماشومان هم شامل وو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500