کابل -- د رسنیو د راپورونو له مخې، په کابل او ننګرهار ولایت کې د دوشنبې په ورځ / د مارچ ۱۳مه/ په چاودنو کې یوه افغانه ښځه او درې ماشومان ووژل شول.
د افغانستان ټایمز د راپور په اساس، د کورنیو چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي وویل، ښځه د سرک د غاړې یوه بم ووژله. پولیسو درې کسان نیولي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي پژواک خبري اژانس ته وویل چې درې ماشومان د دغه ولایت په خوګیاڼو ولسوالۍ کې هغه وخت ووژل شول چې یوه د هاوان ګولۍ چې هغوی ورسره لوبې کولې، وچاودېدله.