۴ افغان امنیتي سرتېري، ۳ اورپکي او ۳ ښځې ووژل شول

د سټاف راپور

کابل -- د افغانستان په بېلابېلو برخو کې په وروستیو کې څلور امنیتي پرسونل، درې تنه ښځې او درې تنه اورپکي وژل شول.

خامه پرېس د نومبر په ۱۶مه راپور ورکړ چې یوې ځانمرګې بمي چاودنې په وروستیو کې لږ تر لږه ۴ تنه امنیتي پرسونل په کابل کې ووژل.

د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي د نومبر په ۱۵مه پژواک خبري اژانس ته وویل، عسکرو د نومبر په ۱۴مه د دغه ولایت په غني خېلو ولسوالۍ کې لږ تر لږه درې تنه طالبان ووژل او درې تنه شکمن کسان یې ونیول.

خوګیاڼي وویل، چې دغه طالبان په یوه هوایي حمله کې ووژل شول، او زیاته یې کړه چې یو په کې قوماندان وو.

طلوع نیوز او خامه پرېس راپور ورکړ چې یوه مقناطیسي بم د نومبر په ۱۵مه په کابل کې یو سړی چې د کلیو د بیارغونې د وزارت موټر یې چلاوه وواژه.

د طلوع نیوز د راپور له مخې، د هرات د والي ویاند جېلاني فرهاد تایید کړه چې د نومبر په ۱۵مه په هرات ښار کې وسله والو په یوه کورډزي وکړې او دوه ناوې ګانې او یوه درېیمه ښځه یې ووژل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500