تروريزم

د امام ایاز نیازي وژنه د افغانستان لپاره یو نه جبرانېدونکی زیان دی

سلام ټایمز او ای اېف پي

امام ایاز نیازي د غبرګولي په ۴مه د کوچني اختر په لومړۍ ورځ په کابل کې د وزیراکبرخان مېنې په جومات کې خبرې کوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

امام ایاز نیازي د غبرګولي په ۴مه د کوچني اختر په لومړۍ ورځ په کابل کې د وزیراکبرخان مېنې په جومات کې خبرې کوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

کابل -- افغان وګړو او چارواکو د سې شنبې په ورځ /د غبرګولي ۱۳مه/ د کابل په زرغونه یا خوندي سیمه کې د لمانځه پر وخت شوې چاودنه کې د امام نیازي او یوه بل عبادت کوونکي وژنه په پراخه سطحه وغندله.

دغې چاودنې، چې په ښار کې د عبادت په یوه تر ټولو خوندي سیمه کې پېښه شوه، په پراخه پرته نظامي ساحه کې د ټکان څپې خپرې کړې، چې له امله یې په سفارتونو او نړۍ والو ادارو کې د خطر زنګونه وکړنګېدل او کارکونکو یې ځانونه خوندي خونو ته ورسول.

دغه جومات د کابل په منځنۍ برخه کې د خوندي یا زرغونې سیمې په عمومي دروازه کې پروت دی او د سختې کنټرول شوې ساحې له داخل او خارج دواړو خواوو څخه لارې ورغلي دي. جګپوړي مشران اکثر وختونه هلته ورځي او د خاصو مراسمو لمونځونه په کې کوي.

د جومات امام نیازی په کابل کې ډېر مشهور وو او د هغه خطبو به چې سیاسي رنګ به یې درلود دومره ډېر اورېدونکي لرل چې عبادت کوونکي به له جومات څخه بهر ځمکه باندې ورته ناست ول.

په عکس کې د غبرګولي په ۱۳مه په کابل کې د وزیراکبرخان مېنې په جومات کې له چاودنې څخه وروسته حال لیدل کیږي. [افغانستان ټایمز/ټوېټر]

په عکس کې د غبرګولي په ۱۳مه په کابل کې د وزیراکبرخان مېنې په جومات کې له چاودنې څخه وروسته حال لیدل کیږي. [افغانستان ټایمز/ټوېټر]

د غبرګولي په ۴مه د کوچني اختر په لومړۍ ورځ، د وزیراکبرخان مېنې جومات له طالبانو سره د یو موقت اوربند په ترڅ کې له لمونځ غاړو مسلمانانو څخه ډک وو. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

د غبرګولي په ۴مه د کوچني اختر په لومړۍ ورځ، د وزیراکبرخان مېنې جومات له طالبانو سره د یو موقت اوربند په ترڅ کې له لمونځ غاړو مسلمانانو څخه ډک وو. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

د ټولنیزو رسنیو کاروونکیو د امام نیازي وژنه وغندله او دغه کار یې «ټکان ورکوونکی»، «د هېواد لپاره یو نه جبرانېدونکی زیان» او «اسلام ته یو ستر زیان» وباله.

د بشریت پر ضد جرم

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین وویل، برید یوه ځانمرګي بریدګر ترسره کړ، خو کله چې پلټنې وشوې دا معلومه نشوه چې قضیه څه ډول ده.

طلوع نیوز وویل چې ۸ نور کسان ټپیان شول.

ولسمشر اشرف غني په یوه اعلامیه کې چې د افغان ولسمشرۍ ماڼۍ (ارګ) په ټوېټر خپره کړې ده، دغه بمي برید غندلي او ویلي یې دي، «په جوماتونو، روغتونونو، ملکي او دولتي تاسیساتو باندې ترهګریز بریدونه د بشریت پر ضد جرم دی.»

ولسمشر مقاماتو ته حکم کړی چې یوه مکمله او چټکه پلټنه ترسره کړي.

هېڅ ډلې سمدلاسه د پېښې مسؤلیت پرغاړه وانه خیست.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه ټویټ کې دغه بمي برید «یو غټ جنایت» وباله.

دا چاودنه د غبرګولي د ۱۰مې هغه بمي برید پسې وروسته وشوه چې د کابل ښار په منځ کې د یوه تلویزیون سټېشن په موټر باندې وشوه، یو ژورنالست او یو موټروان یې ووژل او مسؤلیت یې داعش پر غاړه واخیست.

همدارنګه، دا وروسته له هغه وشوه چې چارواکو وویل چې طالبانو پورې اړوند یوه د سړک د غاړې بم د دوشنبې په ورځ /د غبرګولي ۱۲مه/ د افغانستان په شمال کې ۷ ملکي کسان ووژل. دا په داسې حال کې ده چې چارواکو له اورپکو سره د سولې د خبرو د دوام غوښتنه کړې ده.

چاودنې یو موټر چې یو ګروپ کارکونکي یې وړل د دوشنبې په ورځ /د غبرګولي ۱۲مه/ ناوخته د کندوز ولایت په نا امنه ولسوالۍ خان اباد کې وواهه.

هېڅ ډلې د پېښې پړه ونه منله، خو د کندوز د والي ویاند عصمت الله مرادي یې پړه پر طالبانو ور واچوله.

هغه ای اېف پي ته وویل، «معمولا طالبان د سړک د غاړې بمونه ږدي چې امنیتي ځواکونه په نښه کړي، خو د هغوی بمونه ډېر وختوت ملکي خلک وژني.»

ولسوال حیات الله امیري وویل، په چاودنه کې د ۶ ټپي شویو افغانانو له ډلې څخه د دوه کسانو حال نازک دی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

16 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

په دې کې شک نشته چې ارواښاد ډاکتر محمد ایاز نیازی په افغانستان او اسلامي‌ نړۍ کې د اسلام له حقیقي عالمانو څخه یو عالم وو. د هغه مرګ د ټولو افغانانو لپاره یوه نه جبرانېدونکې ضیاع ده. خلک باید پوه شي چې که مونږ یوازې په غندلو او تش ملامتیا اچولو باندې اکتفا وکړو، دا به وروستۍ داسې ناوړه پېښه نه وي.

ځواب ورکړئ

تر څو به مونږ وینې تویول ګورو؟ مونږ باید له بحران څخه د راوتلیو او د دې هېواد د ستونزو د حلولو لپاره یوه ښه پرېکړه وکړو.

ځواب ورکړئ

الله (ج) دې افغانستان ته سوله راولي. مونږ سولې ته ډېر تږي او وږي یو. له څوارلس کاله څخه ډېر وخت وشو چې مونږ په جنګونو، شخړو او وژنو کې اخته یو. له همدې امله مونږ په افغانستان کې هېڅ ارامي ونه لیدله، خو هره ورځ مونږ یوازې د افغانانو وژنه او وینه تویونه وینو. که مونږ یو ښه، ریښتنی او حقیقي مشر ولرو، افغانستان به د اقتصاد، پوځي ځواک، طبیعي اوبو، کانونو کیندلو او داسې نورو په څېر هر څه کې مخکې وي. زه مطمئن یم چې که افغانستان ته سوله راشي، د ښه اقتصاد له امله به هر افغان شتمن شي.

ځواب ورکړئ

دا واقعاً یو د نه بخښلو وړ جرم دی.‌

ځواب ورکړئ

پرته له شکه د دوکتور ایاز نیازي صیب شهادت یوه لویه ضیاع ده، الله تعالی دې ورته جنت الفردوس ورکړي او مونږ ته دې د دوکتور صیب په څېر او د هغه په پلونو روان علماء رانصیب کړي. د شهید دوکتور په نامه دې نوي پوهنتون جوړ شي او یا هم ستر جامع مسجد، هیڅوک به یې مخالفت ونه کړي، د وزیر اکبر خان مسجد یو تاریخي مسجد دی او زمونږ د تاریخ یوه غوښینه برخه د وزیر محمد اکبر خان په نوم ده نو ښه به دا وي چې دا تاریخ محوه نه کړی شي او راروان نسلونه ترې پوره پوره باخبره پاتې شي. په مسجد کې د میت دفن کول شرعا ښه کار نه دی، که د شهید دوکتور ایاز نیازي په ژوند کوم چا په مسجد کې د میت د دفن کولو هڅه کړې وه نو باوري وم چې مرحوم حقپرست عالم به یې په خپل پوره زور کلکه مخه نیولې وه او اجازه به یې نه وه ورکړې. دا چې د هېواد په زړه کابل کې ډېری تپې او ځایونه د جنګسالارانو په نوم نومول شوي او کافي زیات لګښتونه پرې شوي دي، که ورته اقدام د شهید دوکتور ایاز نیازي د تدفین لپاره هم شوی وی بده به نه وه. د دوکتور صیب شهادت، د وزیر اکبر خان مسجد د هغه په نامه نومول او بېرته په مسجد کې دفن کول یې ټول هغه څه دي چې ډېری هېوادوال پرې ناخوښ دي.

ځواب ورکړئ

دا خلک، چې جنایتکاران دي، باید ونیول شي او د ښار په څلورلاري کې د خلکو پر وړاندې اعدام کړای شي چې نور جنایتکاران داسې کار ونه کړي.

ځواب ورکړئ

د ډاکتر ایاز نیازي شهادت د افغانستان لپاره یوه لویه ضیاع ده، او زه له دې سره کاملاً موافق یم چې د وزیر اکبرخان جومات دې د هغه په نامه ونومول شي.

ځواب ورکړئ

د هغه وژنه داسې یو پلان وو چې له هېواد څخه بهر طرحه شوی وو، او زه فکر کوم چې هغه یوه ډېره غټه‌ او نه جبیره کېدونکې ضیاع ده.

ځواب ورکړئ

د ډاکتر محمد ایاز نیازي شهادت ټول افغانان خفه کړل. البته د ارواښاد نیازي په نامه د وزیراکبرخان جومات نومول د حکومت غلطي ده. وزیراکبرخان د افغانستان یوه تاریخي څېره ده چې انګریزانو ته یې سخته ماتې ورکړې ده.

ځواب ورکړئ

زه موافق یم

ځواب ورکړئ

د اسلام د شهید ډاکتر محمد ایاز نیازي د شهادت قضیه باید هېره نه کړای شي. ازاد فکره علما د ټولنې روشنفکره شتمني ده.‌ زمونږ د صادقو علماو په وژنې سره، د افغانستان جاهل ګاونډیان غواړي چې د خپل ذوق مطابق دین په مونږ باندې تطبیق کړي. که مونږ غلي کېنو، مونږ به خطرناک راتلونکی ولرو.‌

ځواب ورکړئ

پوهنوال ډاکتر محمد ایاز نیازي د افغانستان په اکاډمیکه ټولنه کې یو ځلاند ستوری وو. له بده مرغه چې، د افغانستان دښمنانو هغه ونشو زغملی او شهید یې کړ.‌ په کابل پوهنتون کې په استادۍ سربېره، هغه د ډېرو رسنیو له لارې او په کانفرانسونو کې خبرې کولې چې د عامو خلکو ذهنونه روښانه کړي او خلک یې دې ته هڅول چې سره یو او متحد شي.‌ هغه د تېرو ۲۰ کالو په ترڅ کې د افغانستان د خلکو لپاره ډېر څه وکړل. خدای تعالی دې هغه ته جنت ورکړي.‌ انالله وانا الیه راجعون.

ځواب ورکړئ

ایاز نیازي په افغانستان کې یوازنی معتدل دیني عالم وو.‌ هغه د دې وطن د دښمنانو له خوا ووژل شو. د هغه له وژنې څخه وروسته، په افغانستان کې بل معتدل دیني عالم نه دی پاتې شوی. افغان حکومت باید د دغه لوی عالم د وژنې مجرمین معلوم کړي او سخته سزا ورکړي.

ځواب ورکړئ

د ډاکتر نیازي وژنه نه یوازې د افغانستان د اکاډمیکې ټولنې، بلکې د ټول هېواد لپاره یوه نه جبرانېدونکې ضیاع ده. هغه یو معتدل، زړه سواند او هېوادپال عالم وو. هه د جمعو په ورځو په خپلو خطبو کې تل له خلکو څخه د یووالي او اتحاد غوښتنه کوله، له دې امله، هغه د هېواد په دواړو ملي ژبو پښتو او دری بیان ورکاوه. هغه یو متحمل او زړه سواند شخص وو. اروا یې ښاده او یاد یې تل.

ځواب ورکړئ

د ډاکتر ایاز نیازي وژنه د پاکستان د استخباراتو کار دی ځکه چې هغه یو ازاد فکره او معتدل دیني عالم وو او په افغانستان کې یې سوله غوښتله، او هغه په خپلو خطبو کې له خلکو څخه د ورورۍ پاللو غوښتنه کوله او په افغانستان کې د جنګ مخالف وو. زه دغه لوړ مقام عالم ته له رحمان خدای څخه د جنت غوښتنه کوم، او د افغانستان ټولو خلکو او په ځانګړې توګه د هغه درنې کورنۍ ته تسلیت وایم.

ځواب ورکړئ

ایاز نیازي د پاکستان استخباراتو وواژه. ایاز نیازي د افغانانو یو له ښو او حقیقي امامانو څخه وو، خو پاکستان په افغانستان کې هېڅ پرمختګ نه غواړي. ان شاءالله یوه ورځ به مونږ پاکستان د ځمکې له کرې څخه محوه کړو.

ځواب ورکړئ