تروريزم

چاودنې د ننګرهار په جومات کې د جمعې د لمانځه په ترڅ کې په لسګونو کسان ووژل

سلام ټایمز

یو رضاکار شخص د تلې په ۲۶مه د ننګرهار ولایت په هسکه مېنه ولسوالۍ کې له یوه بمي برید څخه وروسته یو ټپي شوی ځوان روغتون ته انتقالوي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

یو رضاکار شخص د تلې په ۲۶مه د ننګرهار ولایت په هسکه مېنه ولسوالۍ کې له یوه بمي برید څخه وروسته یو ټپي شوی ځوان روغتون ته انتقالوي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

کابل -- چارواکو وویل چې په افغانستان کې په یوه جومات کې د تلې په ۲۶مه د جمعې د لمانځه په ترڅ کې یوې چاودنې لږ تر لږه ۶۲ تنه عبادت کوونکي ووژل او په لسګونو نور یې ټپیان کړل. دا پېښه یوه ورځ وروسته له هغه وشوه چې ملګرو ملتونو وویل چې په دغه هېواد کې تاوتریخوالی "د نه منلو وړ" سطحو ته رسېدلی دی.‌

د والي ویاند عطاءالله خوګياني وویل، دا چاودنه، چې شاهدانو وویل چې د جومات چت یې رانسکور کړ، په ننګرهار ولایت کې وشوه او خواوشا ۶۰ کسان یې ټپیان کړل.

خوګیاڼي وویل، د هسکې مېنې ولسوالۍ په چاودنه کې مړه شوي کسان "ټول عبادت کوونکي" وو. هسکه مېنه د ولایت له مرکز جلال اباد څخه په خواوشا ۵۰ کیلومتره فاصله کې پرته ده.

په سملاسي توګه هیچا د پېښې پړه نه ده منلې، خو طالبانو له دې څخه انکار وکړ چې د چاودنې تر شا دې لاس ولري.

په ننګرهار کې طالبان او داعش دواړه فعال دي.

افغان چارواکو په غوسې سره غبرګون وښود.

د افغانستان اجرائیه رییس عبدالله عبدالله په یوه ټویټ کې ولیکل، "په ننګرهار ولایت کې په جومات باندې شوی بمي برید یو ځل بیا بشري ژوند او زمونږ عقیدې ته پوره بې پروایي ښیي. مونږ شهیدانو او ټپیانو ته دعا کوو خو مونږ ژمنه کوو چې مرتکبینو ته به سزا ورکړو ځکه چې ترهګر او فاسدان به د داسې غیرانساني جرایمو د ترسره کولو له امله له مسؤلیت څخه برأت ترلاسه نه کړي."

په درېیمه ربعه کې د ملکي خلکو تلفات «بې سابقې» دي

دغه چاودنه وروسته له هغه وشوه چې ملګرو ملتونو د پنجشنبې په ورځ یو نوی راپور خپور کړ او ویې ویل چې له چنګاښ څخه تر تلې پورې "بې سابقې" شمېر ملکي خلک وژل شوي یا ټپي شوي دي.‌

د چنګاښ له ۱۰مې څخه د تلې تر ۸مې پورې د ۱۱۷۴ کسانو د مړینې او د ۳۱۳۹ کسانو د ټپي کېدلو ارقام د تېر کال د عین مودې په نسبت ۴۲٪ ډېرښت ښیي.‌

ملګرو ملتونو د دغه ډېرښت ډېره پړه د طالبانو په څېر "د حکومت ضد عناصرو" په غاړه ور واچوله.

د ملکي خلکو پر ضد د طالبانو د تاوتریخوالي ځینې وروستۍ بېلګې مشتملې دي پر دې چې:

د تلې په ۲۴مه، طالبانو په لغمان ولایت کې له یوې مدرسې سره نژدې یو لارۍ بم وچاوه چې ماشومان یې چې قران کریم یې لوست ووژل او ټپیان کړل.

د وږي په ۲۵مه،‌ د طالبانو یوه موټربمي برید د زابل ولایت په کلات ښار کې د سلطان ملخي توخي ملکي روغتون په نښه کړ چې ۳۹ کسان یې ووژل او ۱۸۴ نور یې ټپیان کړل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500