امنیت

افغان مرکچي ټیم له طالبانو سره خبرو ته هره شېبه چمتو دی

ای اېف پي

د افغانستان د ملي روغې جوړې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله د غبرګولي په ۱۰مه په کابل کې په یوه خبري کانفرانس کې خبرې کوي. [عبدالله عبدالله]

د افغانستان د ملي روغې جوړې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله د غبرګولي په ۱۰مه په کابل کې په یوه خبري کانفرانس کې خبرې کوي. [عبدالله عبدالله]

کابل -- د افغانستان د ملي روغې جوړې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله د شنبې په ورځ /د غبرګولي ۱۰مه/ وویل چې د هغه ټیم چمتو دی چې «هره شېبه» له طالب یاغیانو سره خبرې اترې پيل کړي.

عبدالله وویل، د یوه ناڅاپي اوربند له لارې په تاوتریخوالي کې وقفې چې اورپکو یې وړاندیز کړی وو د خبرو اترو لپاره فضا برابره کړې ده.

عبدالله د دغې دندې له ترلاسه کولو څخه وروسته په خپل لومړني خبري کانفرانس کې وویل، «اوربند، په تاوتریخوالي کې کمي او د بندیانو تبادلې ټولو یوه ښه پیل ته لاره هواره کړه.»

هغه زیاته کړه، «مرکچي ټیم چمتو دی چې هره شېبه خبرې پیل کړي.»

د افغان امنیتي ځواکونو یو سرتېری د غبرګولي په ۱۰مه په کابل کې د یوه ویجاړ شوي موټر، چې د خورشید تلویزیون د کارکونکو د لېږد پر مهال پرې بمي چاودنه وشوه، پلټنه کوي. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

د افغان امنیتي ځواکونو یو سرتېری د غبرګولي په ۱۰مه په کابل کې د یوه ویجاړ شوي موټر، چې د خورشید تلویزیون د کارکونکو د لېږد پر مهال پرې بمي چاودنه وشوه، پلټنه کوي. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

خو هغه تاکید وکړ چې د خبرو په ترڅ کې دی یو تازه اوربند وشي.

د عبدالله له خبرو نه لږ وروسته، په کابل کې د سرک د غاړې یوه بم د شنبې په ورځ د تلویزیون یو ژورنالست وواژه.

داعش د دغې چاودنې، چې په هغه میني بس وشوه چې د خورشید خصوصي تلویزیوني چینل ۱۵ کارکونکي یې وړل، مسؤلیت پر غاړه واخیست.

په برید کې چې حکومت «فجیع» وباله، یو خبریال او یو موټروان ووژل شول، او په تاوتریخوالي کې هغه عمومي کموالی یې چې د طالبانو له خوا د غبرګولي په ۴مه رامنځته شوي درې ورځني اوربند پسې وروسته روان وو، قطع کړ.

د کورنیو چارو وزارت وویل، چاودنې چې د کابل ښار په منځ کې وشوه د خورشید تلویزیون سپین میني بس په نښه کړ، او مخکې برخې ته یې سخت زیان ور ورساوه.

دا دویم دغه ډول بمي برید وو چې له یوه کال څخه په لږ وخت کې یې د خورشید کارکونکي په نښه کړل.

د تېر کال په زمري میاشت کې، دوه لارویان هغه وخت ووژل شول چې د خورشید تلویزیون یوه بل ورته موټر پورې نښتی مقناطیسي بم وچاودېد، خو د هغه برید مسؤلیت چا پر غاړه وانه خیست.

افغانستان د ژورنالستانو لپاره د نړۍ په سطحه یو له ډېرو مرګوني ځایونو څخه دی.

داعش مخکې هم په رسنیو باندې بریدونه ترسره کړي دي. تر ټولو ډېر مرګونی برید په ۱۳۹۷ کې هغه وخت وشو چې یادې ډلې په کابل کې په یوه بله چاودنه کې په افغانستان کې د ای اېف پي د مشرعکاس شاه مري په ګډون د بېلابېلو خبري موسسو ۹ تنه ژورنالستان ووژل.

ټول په ورته نظر

د طالبانو او افغان ځواکونو تر منځ اوربند په رسمي توګه د غبرګولي په ۶مه پای ته ورسید، خو له هغه وخت راهیسې تاوتریخوالی په نسبي ډول کم پاتې شوی دی، البته په حکومتي امنیتي ځواکونو باندې حملې شوي دي چې چارواکو یې پړه پر طالبانو ور اچولې ده.

اوربند او په تاوتریخوالي کې عمومي کموالي د افغانستان د سولې پروسې ته هیلې زیاتې کړي دي. د کب په میاشت کې له متحده ایالاتو سره د سولې د هوکړې له لاسلیکولو څخه وروسته، تېره میاشت د طالبانو له خوا د تاوتریخوالی د زیاتېدا له امله داسې ښکارېده چې د سولې پروسه به ناکامه شي.

په وروستیو اونیو کې د حکومت له خوا د سلګونو طالب بندیانو خلاصون هم دغه پروسه پياوړې کړه. دا د بندیانو د تبادلې د برخې په توګه ترسره کیږي چې په ترڅ کې یې اورپکي هم د حکومتي امنیتي ځواکونو سرتېري خوشې کوي.

تېره شنبه، د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل وویل چې حکومت د جمعې له ورځې/د غبرګولي ۹مې/ راهیسې ۷۱۰ نور طالب بندیان خوشې کړي دي، او د دې پروسې په ترڅ کې به حکومت د طالبانو له خوا د اوربند په غبرګون کې د ۲۰۰۰ یاغیانو د خوشې کولو ژمنه پوره کړي.

وروسته له هغه چې عبدالله د غوایي په میاشت کې له ولسمشر اشرف غني سره خپل سیاسي اختلاف پای ته ورساوه، نوموړی د سولې د پروسې د مشرتابه لپاره وګومارل شو.

د عبدالله د مذاکراتي ټیم یوه غړي وویل، د شخړې په پای ته رسېدلو سره، افغان حکومت د سولې د پروسې په هکله سره یوه خوله ښکاري.

یوه جګپوړي حکومتي چارواکي متین بېګ ای اېف پي ته وویل، «اوس موږ ټول سره متحد یو، د سولې په اړه ټول په عین صفحه کې یو.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

په مرکچي ټیم کې باید د افغان ولس د ټولو اقشارو استازي شامل وي او وکولی شي چې د افغانستان د هر فرد استازیتوب وکړي. دا ټیم باید یوازې د حکومت ټیم نه وي، ځکه چې که یوازې د حکومت ټیم له طالبانو سره خبرې وکړي او طالبان کابل ته راشي، نورې ډلې به له طالبانو سره جوړجاړی ونه کړي.‌ له دې امله، د حکومت لپاره دا غوره ده چې ټولې ډلې دې ته جوړې کړي چې له طالبانو سره بین الافغاني خبرې پیل کړي څو هېواد ته یوه تلپاتې سوله راشي.

ځواب ورکړئ