امنیت

د خورشید تلوېزیون په کارمندانو باندې د طالبانو 'ډارن' برید جنګي جنایت وبلل شو

د سلیمان راپور

افغان امنیتي منسوبین د زمري په ۱۳مه په کابل کې د هغه بس پلټنه کوي چې د خورشید تلوېزیون د کارمندانو د انتقالولو پر وخت پرې یو 'مقناطیسي بم' وچاودېد. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

افغان امنیتي منسوبین د زمري په ۱۳مه په کابل کې د هغه بس پلټنه کوي چې د خورشید تلوېزیون د کارمندانو د انتقالولو پر وخت پرې یو 'مقناطیسي بم' وچاودېد. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

کابل -- افغان حکومت وویل چې د زمري په ۱۳مه د خورشید تلوېزیون د کارمندانو په انتقالوونکي بس د دغه مرګوني بمي برید تر شا طالبانو لاس درلود، او تحلیلګرانو دا د بیان په ازادۍ برید او د بشریت پر ضد جنایت وباله.

هېڅ ډلې د برید مسؤلیت پر غاړه وانه خیست، خو د کورنیو چارو وزارت وویل، لومړني معلومات ښیي چې په کابل کې شوی بمي برید طالبانو کړی دی.

وزارت وویل، دوه ملکي کسان ووژل شول په داسې حال کې چې درې د خورشید تلوېزیون کارکوونکي او څلور نور کسان ټپیان شول.

د کورنیو چارو د وزارت ویاند نصرت رحیمي وویل، «زمونږ موندنې ښیي چې په بس باندې شوی برید... طالبانو کړی دی.»

په پېښه کې لږ تر لږه ۲ ملکي کسان ووژل شول او د خورشید تلوېزیون د درې کارمندانو په شمول ۷ افغانان ټپیان شول. [خورشید تلویزیون]‌

په پېښه کې لږ تر لږه ۲ ملکي کسان ووژل شول او د خورشید تلوېزیون د درې کارمندانو په شمول ۷ افغانان ټپیان شول. [خورشید تلویزیون]‌

رحیمي وویل، «د طالبانو په ډېرو بریدونو کې ملکي خلک متاثر شوي او وژل شوي دي، او له دې امله هغوی د ځانګړیو بریدونو مسؤلیت پر غاړه نه اخلي. هر څوک پوهېږي چې دغې ترهګرې ډلې پخوا هم خبریالان او د رسنیو د موسسو کارکوونکي په نښه کړي دي.»

د خورشید تلوېزیوني چینل یوه کارکوونکي او عیني شاهد خواجه میر محرم په دې هکله خبرې وکړې چې بم څنګه وچاوېد.‌

هغه وویل، «زه معمولاً د مازدیګر له ۵ بجو څخه وروسته د تلوېزیون دفتر څخه کار ته روانېږم. زه او زما ۱۱ همکاران د تلوېزیوني چینل په بس کې کور ته په لاره وو.»

محرم وویل، «کله چې مونږ د مازدیګر په ۵:۳۰ بجو په تایمني کې ۵ مې کوڅې ته ورسېدلو ناڅاپه یوه قوي چاودنه وشوه او زمونږ درې همکاران، دوه سړي او یوه ښځه چې په مخکې سیټونو کې ناست ول ټپیان شول. دوه لارویان ووژل شول.»

له چاودنې څخه مخکې، طالبانو ګواښ کړی وو چې په هغو رسنیو باندې چې داسې اعلانونه خپروي چې خلک د امنیتي ځواکونو ملاتړ ته هڅوي به بریدونه وکړي.

په ولسي جرګه کې د جوزجان ولایت استازې حلیمې صدف کریمي وویل، «طالبان د خلکو د اواز او د بیان د ازادۍ مخالف دي. دا ګروپ غواړي چې د خبریالایانو او د رسنیو د کارکوونکیو د په نښه کولو له لارې د بیان ازادي چوپ کړي.»

کریمي زیاته کړه، «طالبان د رسنیو کارکوونکي په نښه کوي... ځکه هغوی نه غواړي چې د بشریت پر ضد د هغوی جنایتونه افغانانو او نړۍ والو ته ښکاره شي.»

کار ته راستنېدل

د خورشید تلوېزیون کارکوونکي دغه ترهګریز برید نه دي ایسار کړي او هغوی تاکید کوي چې خپل کار ته به دوام ورکړي.

د خورشید تلوېزیون یوه خبریال ذبیح الله دور اندېش وویل «که څه هم چې زما د همکارانو په انتقالوونکي موټر باندې د طالبانو برید په ریښتیا سره زه غمجن کړم لاکن زه دې ته ژمن یم چې خپل ژورنالستیک کار ته دوام ورکړم. د طالبانو له خوا دغه ډول بریدونه نشي کولی چې ما د خبریالۍ په برخه کې له خپلو فعالیتونو څخه په شا کړي، او زه به په خدای تکیه کوم او د یوه ژورنالست په حیث به خپل کار ته دوام ورکوم.»

دور اندېش وویل، «خبریالي یوه مستقله او مسلکي وظیفه ده، او مونږ تل په خپلو راپورونو کې بې طرفي او د ژورنالیزم اخلاق په پام کې نیولي دي. مونږ ان د طالبانو اړوند خبرونه په بې طرفۍ سره خپاره کړي دي.»

هغه وویل، «له بده مرغه چې دغه ډله [طالبان] د بیان په ازادۍ باور نه لري او هڅه کوي چې د رسنیو خولې بندې کړي، خو هغوی باید په دې پوه شي چې د بیان د ازادۍ غلي کول... ناممکن دي.»

افغان حکومت، د رسنیو د ملاتړ موسسو او د بهرنیو هېوادونو سفیرانو دغه بمي برید یو ډارن عمل، جنګي جرم او د بیان په ازادۍ برید وباله.‌

د افغان ژورنالستانو د شورا رییس حفیظ الله بارکزي وویل، «د بیان ازادي په تېرو دوه لسیزو کې د افغانانو تر ټوله لویه لاسته راوړنه ده چې ژورنالستانو د خپلو سرونو په قربانۍ سره ترلاسه کړې ده.»

«په ژورنالستانو او رسنیو باندې بریدونه جنګي جنایت او د بیان د ازادۍ په وړاندې دښمني ده. مونږ دغه بریدونه په کلکه غندو.»

بارکزي وويل، «د طالبانو او داعش په څېر ترهګر ګروپونه د دې لپاره دغه ډول بریدونه کوي چې د رسنیو د فعالیتونو مخه ونیسي او په ټولنه کې وېره او تاوتریخوالی رامنځته کړي.»

د ولسمشر دفتر دا بمي برید وغانده او جنګي جنایت یې وباله.‌

یاد دفتر د ولسمشر غني له قوله په یوه اعلامیه کې وویل، «د افغانستان دښمنان باید پوه شي چې د دې خاورې خلک تل دې ته چمتو دي چې له خپلو ارزښتونو او ازادیو څخه دفاع وکړي. دغه ډول ډارن کار نور نشي کولی چې د افغانانو هوډ کمزوری کړي.»

په کابل کې د متحده ایالاتو سفیر جان بس په یوه ټویټ کې ولیکل، «په ملکي خلکو او رسنیو باندې بریدونه له هیچا سره د هغوی د هدفونو په ترلاسه کولو کې مرسته نشي کولی. زه د رسنیو په کارکوونکو باندې وروستی بې معنی برید غندم او قربانیانو او د هغوی کورنیو ته ژور تسلیت وایم.»

هغه وویل، «په ملکي خلکو او رسنیو باندې بریدونه ترسره کول یو بې هدفه کار دی. ټول لوري باید په سوله او د افغانستان په راتلونکي‌ باندې تمرکز وکړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا خو صحیح ده چی د خورشید په کارکوونکو بمي برید شوی دی خو په دی سوچ کول په کار دي چی دا بم راغی له کوم ځای نه؟ ځکه ظالب خو نه علم لري نه فکر او نه فابریکه چې بم جوړ کړي. دا ټول چاویدونکي مواد یا له پاکستان نه راځي یا له ایران نه او بدبختي دا ده چی پاکستان اکثر هغه پیسی چې له غربیانو او په خاص ډول له امریکا نه ترلاسه کوي هماغه بیرته د ترهګرو په تربیه او تجهیز لګوي بیا یی افغانستان ته را لیږي چی افغانان او د نړی وال ایتلاف هغه کسان پری وژني چی له افغانانو سره د وطن په ابادی که مرسته کوي

ځواب ورکړئ