په کابل کې یوه بمي برید چې د تلوېزیون کارمندان یې په نښه کړي وو ۲ افغانان ووژل

ای اېف پي

کابل -- لږ تر لږه دوه افغانان د یکشنبې په ورځ /د زمري ۱۳مه/ هغه وخت ووژل شول چې په بس یې چې په کابل کې یې د یوه تلوېزیون سټېشن کارمندان وړل یو بم وچاودېد.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وویل، دغه «نښتونکی بم» -- یو ډول بم چې په کور کې جوړېږي او ډېر وختونه د مقناطیس په وسیله موټرونو پورې نښلول کیږي -- د مازدیګر خواوشا ۵:۳۰ بجې وچاودېد.

هغه په کابل کې یوې بوختې سیمې ته په اشارې سره وویل، یو «بس چې د خورشید تلوېزیون کارمندان یې نقلول په تایمني سیمه کې وچاودېد.»

«په نتیجه کې، یو موټروان او یو پلی روان شخص ووژل شول، او درې نور -- چې دوه په کې د خورشید تلوېزیون کارمندان ول -- ټپيان شول.»

د خورشید تلوېزیون یوه ژورنالست ذبیح الله دوراندېش وویل، د یوه ژورنالست په شمول د خورشید درې کارمندان ټپيان شول.

هغه ای اېف پي ته وویل، «مونږ ته په وروستیو وختونو کې له امنیتي ادارو څخه داسې خبر را رسېدلی وو چې ښایي طالبان مونږ په نښه کړي.»

هېڅ ډلې په سملاسي توګه د پېښې مسؤلیت نه دی منلی.

طالبانو د غبرګولي په میاشت کې ګواښ کړی وو چې هره رسنۍ چې د طالبانو پر ضد اعلانونه خپروي هغه به په نښه کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا د طالبانو یو نوی چل دی.‌ داسې ډېر مسایل دي لکه د بندیانو تبادله، له امریکا سره د سولې تړون، د تاوتریخوالي کمول او نور مسایل، له دې امله طالبان نه غواړي چې مسؤلیت واخلي ځکه چې اوس به خلک هغوی ته وایي چې هغوی له کافرانو سره سوله کوي او نه یې وژني او هغوی په ریښتیا سره د بهرنیانو غلامان او مزدوران دي، خو خپل مسلمانان ورونه وژني. په دې صورت کې به خلکو ته د طالبانو ځواب څه وي؟‌

ځواب ورکړئ