سياست

د غني او عبدالله تر منځ د سیاسي بند له ماتېدلو څخه وروسته د سولې خبرو ته هیلې بیا تازه شوې

سلام ټایمز او ای اېف پي

ولسمشر اشرف غني (ښی) او عبدالله عبدالله د غوایي په ۲۸مه د واک شریکولو هوکړه لاسلیک کړه چې په پایله کې یې عبدالله د ملي پخلاینې د عالي کمېسیون رییس وټاکل شو. نوموړی به له طالبانو سره د سولې راتلونکې خبرې پرمخ بیایي. [د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ (ارګ)/ټوېټر]

ولسمشر اشرف غني (ښی) او عبدالله عبدالله د غوایي په ۲۸مه د واک شریکولو هوکړه لاسلیک کړه چې په پایله کې یې عبدالله د ملي پخلاینې د عالي کمېسیون رییس وټاکل شو. نوموړی به له طالبانو سره د سولې راتلونکې خبرې پرمخ بیایي. [د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ (ارګ)/ټوېټر]

کابل -- د ولسمشر اشرف غني او د هغه د سیاسي سیال عبدالله عبدالله تر منځ د یکشنبې په ورځ /د غوایي ۲۸مه/ د واک شریکولو د هوکړې په لاسلیکولو سره د څو میاشتو اوږد بند حالت پای ته رسیږي او له طالبانو سره د سولې د هوکړې لپاره هیله بیا تازه کوي.‌

دغه هوکړه چې په ترڅ کې یې عبدالله له طالبانو سره د سولې د خبرو مشري کوي، په داسې حال کې وشوه چې افغانستان د اورپکو له ډېرېدونکي تاوتریخوالي سره مخامخ دی او تېره اونۍ یې په وحشیانه بریدونو کې د لسګونو خلکو ژوند واخیست.‌

متحده ایالاتو او ناټو د دغې هوکړې هرکلی وکړ، او دواړو د افغانانو په مشرۍ د سولې د خبرو د چټکتیا غوښتنه وکړه.

د غني ویاند صدیق صدیقي په ټوېټر وویل، «ډاکتر عبدالله به د ملي روغې جوړې د عالي کمېشنرۍ مشري کوي او د هغه د ټیم غړي به په کابینه کې شامل کړای شي.»

د عبدالله ویاند فریدون خوځون ای اېف پي ته وویل، دا هوکړه تضمینوي چې د عبدالله ډله به د کابینې ۵۰٪ چوکۍ او د والیانو پوستونه ترلاسه کړي.‌

غني دا د افغانستان لپاره «یوه تاریخي ورځ» وبلله، او یادونه یې وکړه چې دغه هوکړه د نړۍ والو له منځګړتیا څخه پرته وشوه.‌

هغه د لاسلیک په مراسمو کې چې په دولتي تلوېزیون په ژوندۍ بڼه خپرېدل، عبدالله ته په خطاب کې وویل، «موږ به مسولیت سره شریک کړو، او زموږ اوږې به که خدای کول سپکې شي.»

غني وویل، «په راتلونکو ورځو کې، موږ هیله لرو چې په یووالي او همکارۍ سره به موږ وکولی شو چې لومړی شرایط یوه اوربند او بیا تلپاتې سولې ته برابر کړو.»

عبدالله وویل، دغه هوکړه لاسلیکوونکي دې ته ژمنوي چې یوه «لا ډېره ټولشموله، حساب ورکوونکیې او باکفایته اداره جوړه کړي.»

هغه د هوکړې له لاسلیکولو څخه وروسته په ټوېټر وویل، «د دې معنی دا ده چې سولې ته تللې لاره تعقیب شي، حکومتولي وده وکړي، حقونه خوندي کړای شي، قوانینو او ارزښتونو ته درناوی وشي.»

دغه هوکړه غني دې ته ژمنوي چې خپل پخواني مرستیال عبدالرشید دوستم ته چې وروسته د عبدالله ملګری شوی وو د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو مارشالي ورکړي.

په دوستم باندې تور دی چې په ۱۳۹۵ کې یې د یوه سیاسي حریف د شکنجه کولو او پر هغه د جنسي تېري کولو حکم یې کړی وو.‌هغه دغه تورونه نه مني‌.

متحدینو او افغانانو سیاسي هوکړې ته ښه راغلاست وویل

متحده ایالاتو چې د افغان حکومت په استازیتوب یې له طالبانو سره د مذاکراتو مشري کوله هیله څرګنده کړه چې اوس به د افغانانو په مشرۍ د سولې خبرې پرمخ لاړې شي.‌

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزیر ویانده مورګان اورتاګوس وایي، مایک پمپیو غني او عبدالله ته وویل، «د متحده ایالاتو لپاره لومړیتوب دا دی چې داسې یو سیاسي حل رامنځته شي چې شخړه پای ته ورسوي.»

ناټو، چې په افغانستان کې یو روزنیز ماموریت پرمخ بیایي، دې ته ورته پیغام خپور کړ.

د ناټو منشي ینس ستولتنبرګ په یوه اعلامیه کې وویل، «د کووېډ - ۱۹ د وبا او د خپلو هېوادوالو پر ضد د طالبانو د تاوتریخوالی د دوام په ترڅ کې، د افغان مشرانو لپاره له بل هر وخت څخه اوس ډېره مهمه ده چې سره متحد شي او په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره کار وکړي.»

هغه وویل، «موږ په طالبانو باندې غږ کوو چې په خپلو ژمنو ودرېږي، اوس تاوتریخوالی کم کړي، په بین الافغاني مذاکراتو کې برخه واخلي، او د تلپاتې سولې او د ټولو افغانانو د ګټو لپاره ریښتینې ژمنې وکړي.»

د کابل اورسېدونکو د هوکړې په هکله د هیلې او شک ګډوله نظرونهڅرګند کړل.

د یوه خصوصي شرکت کارکونکي راشد هاشمي ای اېف پي ته وویل، «که هغوی په ریښتیا سره غواړي چې د هېواد لپاره کار وکړي... باید هېواد ته واقعي سوله راولي -- دا یواځینی شی دی چې اکثر افغانان یې غواړي.»

د ولسمشرۍ د ماڼۍ له خوا په خپرو شویو عکسونو کې لیدل کیږي چې عبدالله او غني د مراسمو د لاسلیکولو لپاره سره څنګ په څنګ ناست دی.‌

عبدالله تر دې مخکې، په ۱۳۹۳ کې د ولسمشرۍ له جنجالي انتخاباتو څخه وروسته د واک شریکولو د یوې هوکړې په اساس د افغانستان د اجرائیه رییس په توګه کار کاوه.‌ هغه دغه پوست وروسته له هغه بایلود چې غني د تېرې تلې میاشتې انتخابات وګټل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟