امنیت

چارواکي:‌ افغان ځواکونو د هېواد په بېلابېلو برخو کې له ۱۰۰ څخه ډېر اورپکي ووژل

سلام ټایمز او ای اېف پي

په ټولنیزو رسنیو خپور شوی یو عکس ښیي چې افغان ځواکونو د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ کې د عملیاتو په ترڅ کې په لسګونو اورپکي وژلي دي. [۲۰۳ تندر قول اردو/فیسبوک]

په ټولنیزو رسنیو خپور شوی یو عکس ښیي چې افغان ځواکونو د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ کې د عملیاتو په ترڅ کې په لسګونو اورپکي وژلي دي. [۲۰۳ تندر قول اردو/فیسبوک]

ګردېز -- افغان او ناټو چارواکو اعلان وکړ، چې افغان امنیتي ځواکونو د تېرې اونۍ په ترڅ کې د اورپکو له یو لړ مرګانیو بریدونو څخه وروسته د هېواد په بېلابېلو برخو کې د تصفیوي عملیاتو په ترڅ کې له ۱۰۰ څخه ډېر اورپکي وژلي دي.

د افغان ملي اردو په وینا، افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په بغلان او پکتیا ولایتونو کې عملیات ترسره کړي، چې لږ تر لږه ۶۵ تنه اورپکي یې وژلي او په لسګونو نور یې ټپیان کړي دي.

۲۰۹ شاهین قول اردو د سې شنبې په ورځ /د وږي ۲۰ مه/ په یوه اعلامیه کې وویل، چې افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو، چې ایتلافي ځواکونو یې ملاتړ کاوه، په بغلان کې د ولید ۱۷ عملیاتو په ترڅ کې لږ تر لږه ۳۰ تنه اورپکي ووژل.

اعلامیه وایي، چې په وژل شویو کې د طالبانو مهم قوماندانان شامل دي. شپاړس نور ټپیان شوي دي.

د افغان هوایي ځواک یوه څرخکه د زمري په ۳۰ مه په کابل کې د افغان سرتېرو او اورپکو تر منځ د جنګ په ترڅ کې دپاسه ګرځي.‌ [وکیل کوهسار/ای اېف پي]‌

د افغان هوایي ځواک یوه څرخکه د زمري په ۳۰ مه په کابل کې د افغان سرتېرو او اورپکو تر منځ د جنګ په ترڅ کې دپاسه ګرځي.‌ [وکیل کوهسار/ای اېف پي]‌

افغان امنیتي ځواکونه د زمري په ۲۳ مه په غزني ښار کې په یوه سړک ګزمه کوي. افغان سرتېري په داسې حال کې ښودل کیږي چې طالبان یې د زمري په ۲۴ مه له یاد ستراتیژيک ښار څخه پسې اخیستي دي. [ذکریا هاشمي/ای اېف پي]

افغان امنیتي ځواکونه د زمري په ۲۳ مه په غزني ښار کې په یوه سړک ګزمه کوي. افغان سرتېري په داسې حال کې ښودل کیږي چې طالبان یې د زمري په ۲۴ مه له یاد ستراتیژيک ښار څخه پسې اخیستي دي. [ذکریا هاشمي/ای اېف پي]

افغان ځواکونو همدارنګه د اورپکو موټرونه او موټرسایکلونه ویجاړ کړي دي.

د افغان ملي اردو د ۲۰۳ تندر قول اردو له خوا د سې شنبې په ورځ د یوې خپرې شوې اعلامیې په اساس، افغان ځواکونو د دوشنبې په ورځ /د وږي ۱۹ مه/ د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ کې پوځي عملیات ترسره کړل، چې په ترڅ کې یې لږ تر لږه ۳۵ تنه اورپکي ووژل.

په اعلامیه کې راغلي، چې د عملیاتو په ترڅ کې شپېته تنه نور اورپکي ټپیان شوي دي.‌

اعلامیه وایي،‌ چې له دې جلا، د ایتلافي ځواکونو یوه هوایي برید د غزني ولایت د ناوې ولسوالۍ په جمال کلي کې لږ تر لږه ۱۷ تنه اورپکي ووژل.

طالبان افغان ځواکونه په نښه کوي

د افغانستان په شمال کې د یکشنبې/دوشنبې تر منځ /د وږي ۱۸ مه/ د یو لړ بریدونو په ترڅ کې، طالب جنګیالیو د افغان امنیتي ځواکونو نژدې ۶۰ غړي ووژل.‌

د دشت آرچي ولسوال نصرالدین سعدي ای اېف پي ته وویل، چې د طالبانو سرې قطعې، چې د یادې ډلې د ځانګړیو ځواکونو قطعه ده، په کندوز ولایت کې د افغان پولیس ځواک په ګڼو پوستو بریدونه وکړل، چې لږ تر لږه ۱۹ افسران یې ووژل او خواوشا ۲۰ نور یې ټپیان کړل.‌

په یوه بله پېښه کې، په شمال کې د افغان پولیسو ویاند، سرور حسیني، وویل چې اورپکو د سمنګان ولایت په دره صوف ولسوالۍ کې د پولیسو د تلاشۍ په دوه پوستو بریدونه وکړل،‌ او ۱۴ افسران یې ووژل.

د جوزجان ولایت د امنیه قوماندانۍ مرستیال، عبدالحفیظ خاشي، ای اېف پي ته وویل چې په دغه ولایت کې په سلګونو طالب جنګیالیو د خوماب ولسوالۍ په مرکز برید وکړ چې ۸ امنیتي سرتېري یې ووژل او د حکومتي ادارو کنټرول یې په لاس کې واخیست.

افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د اورپکو بریدونه په شا وتمبول

د سرپل والي محمد ظاهر وحدت د دوشنبې په ورځ، وویلچې طالب اورپکو په صیاد ولسوالۍ کې یوه د تلاشۍ پوسته ونیوله او اور یې ورته کړ.

د ای اېف پي د راپور په اساس، هغه وویل، چې افغان ځواکونو د هوایي ملاتړ غوښتنه وکړه، او زیاته یې کړه چې ۳۹ تنه طالب اورپکي ووژل شول او ۱۴ نور ټپیان شول.‌

په پېښه کې لږ تر لږه ۱۷ تنه افغان سرتېري ووژل شول.

د دفاع وزارت د سې شنبې په ورځ په یوه ټویټ کې ولیکل، «د سرپل د مرکز په بلیغالي او لارخابي سیمو کې د افغان ملي اردو په هوایي بریدونو کې ۱۱ تنه یاغیان ووژل شول، ۲ نور ټپیان شول، ۲ عرادې موټرونه او ۲ موټرسایکلونه ویجاړ شول،»‌

د ناټو د قاطع ملاتړ ماموریت د دوشنبې په ورځ‌ وویل، چې افغان ځانګړیو ځواکونو، چې د متحده ایالاتو د ځانګړیو ځواکونو مشوره ورسره وه، د وږي په ۱۳مه د کندهار ولایت په میوند ولسوالۍ کې د طالبانو په مرکزونو باندې بریدونه وکړل.

په اعلامیه کې راغلي، چې د دغه برید په نتیجه کې ۱۴ تنه طالب اورپکي ووژل شول او پنځه ونیول شول، او یو موټر، چې په لاس جوړ چاودېدونکي توکي په کې ځای پرځای شوي ول، درنې وسلې او یو دفاعي جنګي سنګر ویجاړ کړای شول.

د متحده ایالاتو د اردو برید جنرال اوټو لیلر په اعلامیه کې وویل، «په میتودیکه توګه د طالبانو د راتلونکیو همغږو بریدونو د پلانونو په افشا کولو او شنډولو سره، دا عملیات د افغانستان د غښتلي جنګي ځواک پیاوړې شوې وړتیا او د ویجاړولو توانایي په ګوته کوي،»‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500