افغان ځواکونه د اورپکو پر ضد عملیات پراخوي

سلام ټایمز

کابل -- د یوې اعلامیې په اساس،‌ د افغانستان د ملي امنیت شورا د پنجشنبې په ورځ /د لړم ۲۴ مه/ د هېواد ځواکونو ته امر وکړ چې د اورپکو پر ضد عملیات پراخ کړي.‌

په اعلامیه کې راغلي، «د ملي امنیت شورا له اړوندو ادارو څخه غوښتي چې په ټول هېواد کې د دښمن پر ضد تهاجمي بریدونه زیات کړي څو د خلکو ژوند خوندي او د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو تلفات راکم شي،»

دغه اعلان وروسته له هغه کېږي چې طالب اورپکو له یوې اونۍ څخه ډېر مخکې د غزني ولایت په جاغوري او مالستان ولسوالیو کې بریدونه پیل کړل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500