کابل -- د ولسمشر اشرف غني ویاند د چارشنبې په ورځ /د کب ۲۱مه/ وویل، که یاغیان په تاوتریخوالي کې د پام وړ کموالی راولي، افغان حکومت به له روانې اونۍ څخه په تدریج سره ۵۰۰۰ تنه طالب بنیدان ازاد کړي. د دغه کار هدف دا دی چې هغه شخړه حل کړي چې د اورپکو او کابل تر منځ یې د سولې خبرې ځنډولې دي.
دغه اعلان څو ساعته وروسته له هغه وشو چې متحده ایالاتو وویل چې تېره میاشت په دوحه کې د واشنګټن او طالبانو تر منځ د هوکړې په اساس د هغوی ځواکونو په افغانستان کې له دو اډو څخه وتل پیل کړي دي.
د غني ویاند صدیق صدیقي په ټوېټر باندې وویل، حکومت به د شنبې له ورځې /د کب ۲۴مې/ څخه د ښه نیت ښودلو په توګه ۱۵۰۰ تنه طالب بندیان ازاد کړي او د مذاکراتو له پیلېدلو څخه وروسته به ۳۵۰۰ تنه نور هم خوشې کړای شي.
هغه زیاته کړه، هوکړه به چې په پیل کې به یې هره ورځ ۱۰۰ تنه بندیان ازادیږي، دې پورې تړلې وي چې طالبان راضي شي څو په هېواد کې خپل بریدونه په پام وړ توګه محدود کړي.
د دغې پرېکړې له لارې هڅه کیږي چې هغه اوږده شخړه حل کړي چې د یاغیانو او افغان حکومت تر منځ د سولې د احتمالي خبرو مخه یې نیولې ده.
که څه هم په پام کې وه چې له کابل سره خبرې د سې شنبې په ورځ /د کب ۲۰مه/ پیل شي، مذاکرات له دې امله ځنډېدلي چې یاغیانو غوښتل د طالبانو له خوا د بندي شویو ۱۰۰۰ بندیانو په بدل کې یې ۵۰۰۰ بندیان ازاد شي.
غني دا غوښتنه رد کړې وه، خو د چارشنبې د ورځې حکم د هغه په موقف کې نرمښت ښیي، خو په دې شرط چې ازاد شوي بندیان به یو هم د جنګ لومړیو کرښو ته نه ځي.
حکم زیاتوي چې، «بندیان به د هغوی د عمر، روغتیا او په حبس کې د پاتې مودې په پام کې نیولو سره ازاد کړای شي.» په پيل کې به ۱۵۰۰ بندیان ازاد شي، وروسته به «د مذاکراتو په پیلېدلو سره په هرو دوه اونیو کې ۵۰۰ تنه طالب بندیان ازادیږي.»
خو طالبانو د چارشنبې په ورځ د غني وړاندیز رد کړ او ویې ویل چې هغوی غواړي چې ۵۰۰۰ تنه بندیان باید د خبرو اترو له پیلېدلو څخه مخکې ازاد شي.
د کب په ۱۰مه د سولې د هوکړې له لاسلیکیدلو راهیسې، طالبانو د کابل له خوا د بندیانو د ازادۍ له ردولو څخه د دې لپاره استفاده کوله چې د افغان ځواکونو پر ضد د تاوتریخوالي نوی کمپاین پرې توجیه کړي.
البته، هوکړې د بندیانو د تبادلې لپاره وخت نه دی ټاکلی، او د یاغیانو د ادعاګانو پر خلاف، هغه په ښکاره بیانوي چې د بندیانو تبادله به «د ټولو اړوندو لوریو همغږۍ او تایید» په اساس وي.
په هوکړه کې راغلي، «متحده ایالات متعهد دی چې په سملاسي توګه له ټولو اړوندو لوریو سره په یوه پلان باندې کار پیل کړي څو د ټولو اړوندو لوریو د همغږۍ او تایید په اساس د اعتماد جوړونې د یوه ګام په توګه په چټکۍ سره جنګي او سیاسي بندیان خوشې کړای شي.»
خو د متحده ایالاتو مرکچي زلمي خلیلزاد بیا هم د افغان حکومت له خوا د بندیانو د تبادلې د اعلان هرکلی وکړ او په کابل او طالبانو باندې یې تاکید وکړ چې په «سملاسي توګه» په قطر کې سره وویني او جزیات سره ترتیب کړي.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت باور وښود چې د افغانستان د سولې خبرې به ژر پیل شي او ویې ویل چې غني «له ډاکتر عبدالله او نورو افغان مشرانو سره مشورې» کوي او «په راتلونکو څو ورځو کې» به یو مرکچي ټیم ونوموي.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د ټاکنو یوه سیال عبدالله عبدالله ته اشاره کوله چې د دوشنبې په ورځ /د کب ۱۹مه/ یې ځان د هېواد د یوه سیال ولسمشر په توګه اعلان کړ.
ملګرو ملتونو د هوکړې ملاتړ وکړ
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د سې شنبې په ورځ د متحده ایالاتو او طالبانو تر منځ هوکړه تایید کړه چې دا د داسې یوې هوکړې لپاره یو نادر ګام دی چې یاغیان په کې برخه لري.
شورا په افغان حکومت باندې تاکید وکړ «چې په بین الافغاني مذاکراتو کې د برخه اخیستنې په ګډون، د سولې پروسه پرمخ بوځي.»
د متحده ایالاتو او طالبانو د هوکړې په اساس، بهرني ځواکونه به په ۱۴ میاشتو کې دننه له افغانستان څخه وځي خو په دې شرط چې طالبان به امنیتي تضمینونه ورکوي او یاغیان به له کابل سره خبرې کوي.
په پیل کې، متحده ایالات باید د چنګاښ تر پایه پورې د خپلو عسکرو حضور له تقریبا ۱۲۰۰۰ کسانو څخه ۸۶۰۰ ته راکم کړي، او په هېواد کې د ۲۰ اډو له جملې څخه پنځه اډې بندې کړي.
خو طالبانو د یوې اونۍ په مخه شوي اورکم څخه رانیولې د دوحې د هوکړې تر لاسلیکېدلو پورې وخت څخه وروسته خپل بریدونه زیات کړي او په دې توګه یې له اوږدې مودې راهیسې د ځپل شویو عادي افغانانو موقته خوښي پای ته رسولې ده.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي د سې شنبې په ورځ په ټوېټر ولیکل، اورپکې ډلې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ۱۵ ولایتونو کې ۳۲ بریدونه ترسره کړل.
متحده ایالاتو یواځې یو څو بریدونو ته غبرګون ښودلی، خو د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې د تاوتریخوالي سطحه «د نه منلو وړ» ده.
د متحده ایالاتو او طالبانو د هوکړې په اساس، اورپکي باید د دې مخه ونیسي چې د القاعدې په ګډون ډلې له افغانستان څخه د داسې یوې اډې په توګه وکاروي چې د متحده ایالاتو او د هغه د متحدینو امنیت وګواښي.
د متحده ایالاتو یوه جګپوړي جنرال کینیت مکینزي د سې شنبې په ورځ کانګرس ته په وینا کې وویل چې طالبان د تېرو څو میاشتو په ترڅ کې په ننګرهار ولایت کې د داعش پر ضد «ډېر مؤثر» ول.
هغه د نورو جزیاتو له ورکولو څخه پرته وویل، «زموږ له خوا ډېره لږه مرسته وه.»
ما ترهګر طالبان چې د پاکستان او آی اېس آی مزدوران دي د هغوی [طالبانو] د واکمنۍ پر وخت لیدلي دي. د هغوی کارونه د اسلام او بشریت پر ضد ول. دغه وحشي ډله له القاعدې څخه هېڅ توپیر نه لري. دغې ډلې په مستقیم ډول له القاعدې څخه مرسته ترلاسه کوله او د ترهګرو مشر اسامه بن لادن یې مشري کوله. اسامه له ملا عمر سره نژدې په کندهار کې اوسېده. وروسته له هغه چې امریکایي ځواکونه او د ناټو متحدین افغانستان ته راغلل، طالبانو له خپلو اصلي پلرونو یعنې آی اېس آی او پاکستاني ملایانو سره پناه واخیستله، او هغوی خپل پخوانی ځواک نه درلود چې په افغانستان کې بیا ناامني رامنځته کړي، خو د روانې پېړۍ د بدجنسه شاه شجاع، حامد کرزي، په راتګ او د هغه او د هغه د جنایتکارو او جنګسالارو همکارانو د ۱۳کلنې واکمنۍ په ترڅ کې طالبانو فرصت ترلاسه کړ چې ځانونه د نوي حکومت پر ضد مجهز او پیاوړي کړي.
ځواب ورکړئ5 تبصره
طالبان باید خوشې نه کړای شي. هغوی جنایتکاران دي. هر څوک چې د ملکي خلکو په وژنه کې ښکېل وي هغوی باید د قانون له مخې محاکمه شي او سزا ورکړل شي. دا یوازې د حکومت حق نه دی، دا د ملت حق هم دی چې تصمیم ونیسي چې آیا طالبان خوشې کړي که نه.
ځواب ورکړئ5 تبصره
زمونږ خلک له جنګ او ویجاړتیا څخه ستړي شوي دي. که طالب بندیان خوشې کړای شي، او هغوی نه غواړي چې جنګ ته دوام ورکړي، دا یو ښه تصمیم دی، خو که هغوی د افغانانو پر ضد جنګ ته دوام ورکړي، دا به یوه غټه غلطي وي چې حکومت به یې ترسره کړي.
ځواب ورکړئ5 تبصره
زما په نظر، طالبان به د بندیانو له خلاصېدلو څخه وروسته دې ته حاضر نشي چې له افغان حکومت سره خبرې وکړي. هغوی به په کابل او نورو ولایتونو باندې حملې وکړي او موجود حکومتي نظام به رانسکور کړي. حکومت ویلي چې طالب بندیان به دا ضمانت ورکوي چې هغوی به د جګړې میدان ته بیا نه ورګرځي، خو طالبانو د ارګ له هغه حکم سره مخالفت ښودلی چې وایي د هغوی بندیان به په مشروط ډول خوشې کیږي، او دا کار یې له امریکا سره د سولې د وروستۍ لاسلیک شوې هوکړې خلاف بللی دی. د یادې ډلې ویاند ویلي چې طالبانو هېڅکله د طالب بندیانو له مشروطې ازادۍ سره موافقه نه ده کړې. دا طالبانو پورې اړه لري چې دا بندیان د جګړې ډګر ته ستنېږي که نه.
ځواب ورکړئ5 تبصره
اشرف غني د متحده ایالاتو له خوا مات کړای شو او خپلې خبرې یې بېرته واخیستلې ځکه چې غني پخوا ویلي وو چې امریکا دا صلاحیت نه لري چې د هغه په استازیتوب (د طالب بندیانو د ازادولو) فیصله وکړي او هغه به اجازه ورنه کړي چې داسې کار وشي. د بندیانو خوشې کول د حکومت درېیمه توره کرښه وه چې ماته شوه. د هغه له خوا د خبرو اخیستلو په لومړي قدم کې، د افغانستان د امریکایي پوهنتون د دوه استادانو په بدل کې انس حقاني خوشې شو، او په دویم قدم کې یې «د تاو تریخوالي د کمولو» پلان چې پخوا یې رد کړی وو، ومانه. د ولسمشرۍ ماڼۍ پخوا ویلي وو چې انس حقاني به له بند څخه ازاد نشي او حکومت به له «اوربند» څخه پرته «د تاوتریخوالي د کمولو» پلان قبول نه کړي. د دې ترڅنګه، غني دا هم ویلي وو چې جمهوري نظام سره کرښه ده. په راتلونکي کې، ښایي چې هغه په دیموکراتیک سیستم باندې معامله وکړي، له دې امله، وړاندې وروسته حالات ښیي چې د دې هېواد اصلي مالکه امریکا ده او هره هغه پرېکړه چې هغه یې کوي هغه حتماً تطبیقیږي.
ځواب ورکړئ5 تبصره