ديپلوماسي

افغان حکومت په یوه تاریخي کتنه کې له طالبانو سره مخامخ خبرې ترسره کوي

ای اېف پي

افغان ولسمشر اشرف غني د کب په ۱۱مه په کابل کې د یوه خبری کانفرانس په ترڅ کې لاس ښوروي. افغان حکومت د وري په ۶مه یوې مرکچي ډله نهایي کړه چې له طالبانو سره به د سولې خبرې ترسره کړي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

افغان ولسمشر اشرف غني د کب په ۱۱مه په کابل کې د یوه خبری کانفرانس په ترڅ کې لاس ښوروي. افغان حکومت د وري په ۶مه یوې مرکچي ډله نهایي کړه چې له طالبانو سره به د سولې خبرې ترسره کړي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

کابل -- د افغانستان د ملي امنیت شورا د چارشنبې په ورځ /د وري ۶مه/ اعلان وکړ چې د افغان حکومت چارواکي به په یوه تاریخي کتنه کې له طالبانو سره د سولې او په ابتدایي توګه د بندیانو د خوشې کولو په هکله مخامخ خبرې ترسره کړي.‌

همدارنګه، دولتي تلوېزیون راپور ورکړ چې افغان حکومت د چارشنبې په ورځ یوې مرکچي ډلې ته وروستۍ بڼه ورکړه چې له طالبانو سره د سولې خبرې ترسره کړي.

دا اعلانونه وروسته له هغه وشول چې متحده ایالاتو او اورپکې ډلې تېره میاشت داسې یوه هوکړه لاسلیک کړه چې امریکایي او بهرنیو ځواکونو ته د دې لاره جوړوي چې له افغانستان څخه وځي. د دغې هوکړې یوه برخه غوښتنه کوي چې افغان حکومت ۵۰۰۰ طالب بندیان خوشې کړي، په داسې حال کې چې یاغیبان به ۱۰۰۰ تنه بندي حکومتي عسکر او پولیس خوشې کوی.

طالبان به د وري په ۱۲مه ازاد کړای شي

د ملي امنیت شورا وویل، دواړو لوریو تر دې مخکې د ویډیوکانفرانس له لارې خبرې وکړې او هوکړه یې وکړه چې په ابتدایي توګه د وري په ۱۲مه ۱۰۰ تنه طالب بندیان ازاد کړي.‌

د ملي امنیت شورا نوي کوروناوایرس ته په اشارې په یوه ټویټ کې ولیکل، «۱۰۰ تنه بندیان به د طالبانو او بندیانو له خوا د ضمانتونو ورکولو څخه وروسته چې بیا به جنګ نه کوي، د روغتیا، عمر او د کووېډ - ۱۹ په وړاندې د کم وسۍ په ګډون بشري قواعدو په اساس خوشې کړای شي.»

ټویټ زیاتوي، «د دغو بحثونو د ترسره کولو لپاره به د طالبانو یوه ډله په راتلونکو ورځو کې په افغانستان کې له حکومت سره مخامخ خبرې ترسره کړي.»

د بندیانو موضوع د کب په ۱۰مه په دوحه کې د متحده ایالاتو او طالبانو تر منځ د یوې هوکړې له لاسلیکولو څخه په را وروسته اونیو کې د پرمختګ په لاره کې یو لوی خنډ ګڼل کیږي.

غني چې په هوکړه باندې یې لاسلیک نه وو کړی، په پیل کې د بندیانو خوشې کول رد کړل او ویې ویل چې هغه به ۱۵۰۰ یاغیان د «ښه نیت ښودلو» په توګه ازاد کړي او داسې پلان به ونیسي چې د سولې د خبرو په بهیر کې ۳۵۰۰ تنه نور بندیان هم ازاد کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا یو ښه ګام دی او د افغانستان خلک بین الافغاني خبرې اترې غواړي چې حکومت او طالبان په کې کېني او د راتلونکي ګډ حکومت د چوکاټ په هکله سره خبرې وکړي. له سولې کولو او له طالبانو سره د ګډ حکومت له جوړولو څخه پرته بله لاره نشته. حکومت باید په دې پوه شي چې هغوی له طالبانو سره له سولې کولو څخه پرته نشي کولی چې هغوی له منځه وېسي. طالبان هم باید پوه شي چې له حکومت او سیاسي مشرانو سره له جوړجاړي څخه پرته،‌ هغوی نشي کولی چې حکومت په اسانۍ سره له پښو وغورځوي. حتی که هغوی حکومت رانسکور هم کړي، بیا به هم په دې هېواد کې سوله رانشي،‌ او ځینې خلک به د طالبانو پر ضد جنګ وکړي، له دې امله، دا بهتره ده چې طالبان او حکومت دواړه خپل دریځونه نرم کړي او د یوه حکومت په سر هوکړه وکړي.

ځواب ورکړئ