امنیت

طالبانو په روژه کې اوربند رد کړ، د تاوتریخوالي کمپاین ته دوام ورکوي

سلام ټایمز او ای اېف پي

په دې عکس کې چې د ۱۳۹۶ د غوایي په ۶مه اخیستل شوی، د افغان ملي اردو یو عسکر د بادغیس ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې د یوه عملیات په ترڅ کې په داسې حال کې پیره کوي چې د هغه ملګري د یوه کور تلاشي اخلي. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

په دې عکس کې چې د ۱۳۹۶ د غوایي په ۶مه اخیستل شوی، د افغان ملي اردو یو عسکر د بادغیس ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې د یوه عملیات په ترڅ کې په داسې حال کې پیره کوي چې د هغه ملګري د یوه کور تلاشي اخلي. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

کابل -- طالبانو د حکومت له خوا د اوربند پلان رد کړی او په حکومتي ځواکونو باندې بریدونه یې زیات کړي دي.

ولسمشر اشرف غني له اورپکو څخه وغوښتل چې د روزې د مبارکې میاشتې په مناسبت، چې د جمعې په ورځ /د غوایي ۵مه/ پیل شوه، خپلې وسلې کېږدي. دغه هېواد د کروناوایرس د زیاتېدونکې نړۍ نیوونکې ناروغۍ پر ضد په مجادله بوخت دی.

خو د طالبانو ویاند سهیل شاهین د پنجشنبې په ورځ /د غوایي ۴مه/ په یوه ټویټ کې د حکومت په دغه وړاندیز باندې انتقاد وکړ، او استدلال یې وکړ چې د سولې د احتمالي پروسې په هکله اختلافات او د بندیانو په تبادله کې ځنډ د هغوی له خوا د جنګ د دوام سببونه دي.

شاهین په حکومت باندې د انتقاد په لړ کې لیکلي چې د بندیانو ژوند یې د ناروغۍ د خپراوي په ترڅ کې له خطر سره مخامخ کړی او دا چې «د اوربند غوښتنه غیرمعقوله او قناعت وړ نه ده.»

د تېر کال په وروستیو کې د متحده ایالاتو - طالبانو تر منځ د لاسلیک شوي یوه مهم تړون په اساس، افغان حکومت او طالبانو تر اوسه باید د بندیانو تبادله نهايي کړې او د یوه جامع اوربند د نافذولو لپاره خبرې پيل کړې وای.‌

سره له دې چې افغان حکومت د طالب بندیانو خوشې کول پیل کړي دي، اورپکو ملکي خلک خوشې کړي او په دروغو یې د امنیتي منسوبینو په نامه معرفي کړي دي.

د ملي امنیت شورا د جمعې په ورځ په یوه ټویټ کې ولیکل، «حکومت د ولسمشر د کب د ۲۱مې د حکم په اساس، په ۱۸ ولایتونو کې ۵۵۰ تنه طالب بندیان خوشې کړي دي.»

ټویټ زیاته کړې چې، «د دغه حکم په اساس، له نورو محبسونو څخه خوشې کېدنې به هم دوام ومومي او زموږ د هڅو د برخې او د سولې د پرمخ بوولو او د کووېډ - ۱۹ پر وړاندې مبارزه کې به په مجموعي توګه ۱۵۰۰ تنه بندیان خوشې کړای شي.»

تازه تاوتریخوالی

د طالبانو له خوا د اوربند ردول وروسته له هغه مخې ته راځي چې په روانه اونۍ کې د یاغیانو له خوا د ترسره شوي تاوتریخوالي په یوه تازه څپه کې په لسګونو افغان امنیتي منسوبین ووژل شول.

ځایي چارواکو وویل، د پنجشنبې په ورځ‌ د بادغیس ولایت د مرکز قلعه نو په لمنو کې د طالبانو په یوه برید کې د ولسي پاڅون لږ تر لږه ۱۳ غړي ووژل شول.

د افغان امنیتي ځواکونو لږ تر لږه ۲۳ غړي او ۹ تنه ملکيان د وري په ۳۱مه په درې ولایتونو کې په یو لړ بریدونو کې ووژل شول چې افغان مقاماتو یې پړه پر طالبانو ور واچوله.‌

دغه برید د وري په ۱۹مه د طالبانو له خوا په یوه ظالمانه برید پسې وروسته هغه وخت وشو چې یادې ډلې د بلخ ولایت په شولګره ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ اوه غړي وتښتول او بیا یې ووژل.

د اورپکو له خوا دغه ډول بریدونو او نورو حرکتونو داسې پوښتنې راولاړې کړي چې آیا طالبان په ریښتیا سره لیوالتیا لري چې په مذاکراتو کې برخه واخلي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

روژه د عبادت او تقوا میاشت ده چې ټول مسلمانان په کې خدای ته رجوع کوي. د دغه اسلامي اصل په پام کې نیولو سره، مونږ له ټولو لوریو څخه غواړو چې له افراطیت او وینه تویونې څخه ځانونه وژغوري، او اوربند وکړي چې د ټول ولس په ګټه دی.

ځواب ورکړئ

د ولسمشر اشرف غني له خوا اعلان شوی اوربند نه یوازې دا چې بې معنی دی، بلکې خلک او امنیتي ځواکونه هم په لوی خطر کې اچوي. مونږ هیله لرو چې دا غلط تصمیم د دې سبب نشي چې نور ولایتونه او ولسوالۍ د ترهګرو لاسونو ته ولوېږي. اوربند داسې کیږي چې طالب ترهګر خپل تهاجمي بریدونه ودروي او رعایت یې کړي. یو طرفه اوربند هېڅ معنی نه لري.‌

ځواب ورکړئ

حکومت په خپل کمزوري موقف سره غواړي چې طالبانو ته ځانګړی امتیاز ورکړي.‌ زه په سوله باور لرم او دا داسې یوه هیله ده چې زه پرې رالوی شوی یم، خو زه نه غواړم چې ترهګرو او خونخورو ډلو ته،‌ چې د افغان حکومت له خوا د سولې د غوښتنې په غبرګون کې هره ورځ د اسلام په نامه د دې هېواد خلک وژني، امتیاز ورکړل شي. له نن څخه حکومت باید له طالبانو څخه د سولې غوښتنه ونه کړي. هر کله چې حکومت له طالبانو څخه د سولې غوښتنه کړې ده، یادې ډلې رد کړې ده. حکومت هم باید د دغې ډلې پر ضد خپل بریدونه زیات کړي.‌ څو چې تر پوځي فشار لاندې رانشي،‌ طالبان به اوربند اعلان نه کړي. هغوی ځانونه د افغانستان اصلي وارثان بولي،‌ او تل دا وایي چې هغوی متحده ایالاتو ته ماتې ورکړې ده. که دې ډلې په ریښتیا سره امریکا ته ماتې ورکړې وای او د دې خاورې اصلي وارث وي، بیا نو حکومت باید قدرت دغه ګروپ ته ورکړي، او که نه وي،‌ بیا نو په کار ده چې د یادې ډلې پر ضد قاطع عمل وکړای شي.‌

ځواب ورکړئ

مرګ په خونخورو طالبانو. زمونږ حکومت د روژې په دې مبارکه میاشت کې اوربند اعلان کړ، خو طالبانو پرې ریشخند وواهه او هره ورځ د دې هېواد خلک وژني. اصلي پوښتنه دا ده چې د طالبانو او داعش یا نورو ترهګرو شبکو تر منځ‌ فرق څه دی؟‌ ولې حکومتي مقامات تل طالبانو ته ځانګړی امتیاز ورکوي؟‌ له طالبانو سره هم باید عین د داعش ډلې په څېر چلند وشي.‌

ځواب ورکړئ