امنیت

طالبانو د تاوتریخوالي د تازه څپې په ترڅ کې لسګونه کسان ووژل

سلام ټایمز او ای اېف پي

افغان امنیتي ځواکونه د کب په ۱۴مه په کندوز ولایت کې د طالب اورپکو له خوا له یوه برید څخه په یوه پوسته کې په پيره ولاړ دي. د امریکایي ځواکونو یوه ویاند وویل، د یاغیانو له خوا د مرګوني بریدونو له لارې د تاوتریخوالی له زیاتېدلو څخه وروسته، متحده ایالاتو د کب په ۱۴مه د افغان ځواکونو د ملاتړ په ترڅ کې د طالب جنګیالیو پر ضد یو هوایي برید ترسره کړ.‌ [اېس ټي آر/ای اېف پي]

افغان امنیتي ځواکونه د کب په ۱۴مه په کندوز ولایت کې د طالب اورپکو له خوا له یوه برید څخه په یوه پوسته کې په پيره ولاړ دي. د امریکایي ځواکونو یوه ویاند وویل، د یاغیانو له خوا د مرګوني بریدونو له لارې د تاوتریخوالی له زیاتېدلو څخه وروسته، متحده ایالاتو د کب په ۱۴مه د افغان ځواکونو د ملاتړ په ترڅ کې د طالب جنګیالیو پر ضد یو هوایي برید ترسره کړ.‌ [اېس ټي آر/ای اېف پي]

کندوز -- چارواکو د دوشنبې په ورځ /د غوایي ۱/ وویل، طالبانو له متحده ایالاتو سره له یوې هوکړې څخه وروسته او د کروناوایرس د بحران په بدترېدلو سره، په افغانستان کې د تاوتریخوالي په یوه تازه څپه کې لږ تر لږه ۲۳ تنه افغان سرتیري او ۹ تنه ملکيان ووژل.

د متحده ایالاتو - طالبانو تر منځ د هوکړې د شرایطو په اساس، په کار وو چې اوس افغان حکومت او یاغیانو د بندیانو تبادله پای ته رسولې او د یوه تلپاتې اوربند د رامنځته کولو لپاره د سولې خبرې پیل کړې وای.‌

خو د بندیانو ټکنۍ تبادله له ستونزو سره مخامخ شوې ده -- او کابل ادعا کوي چې طالبان د یادې ډلې د ځینې ډېرو مشهورو اورپکو د خلاصولو غوښتنه کوي.‌

د تخار ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالخلیل اسیر ای اېف پي ته وویل، یکشنبه /د وري ۳۱مه/ د شپې ناوخته طالبانو په تخار ولایت کې د افغان اردو په یوه اډه باندې برید وکړ چې ۱۶ تنه عسکر او دوه پولیس یې په کې ووژل.

په دې عکس کې چې د وري په ۲۹مه اخیستل شوی، افغان بندیان په لغمان ولایت کې د طالبانو له خوا له خوشې کېدلو څخه مخکې لیدل کیږي. [طالبان]‌

په دې عکس کې چې د وري په ۲۹مه اخیستل شوی، افغان بندیان په لغمان ولایت کې د طالبانو له خوا له خوشې کېدلو څخه مخکې لیدل کیږي. [طالبان]‌

د والي ویاند محمد جواد هجري دغه برید تایید کړ، پړه یې پر طالبانو ورواچوله، او د مړو شمېر یې ۱۹ تنه یاد کړ.

په جنوب کې، طالبانو د اروزګان ولایت له مرکز ترینکوټ سره نږدې د پولیسو د تلاشۍ په یوه پوسته باندې برید وکړ.

د والي ویاند زړګي عبادي ای اېف پي ته وویل، «پنځه تنه افغان پولیس ووژل شول، او درې نور ټپیان شول.»

د اروزګان د ولایتي شورا رییس امیرمحمد یادې شمېرې تایید کړې.‌

طالبانو ملکي خلک په نښه کوي

د ولسوال سید عارف اقبالي په وینا، په بلخ ولایت کې طالبانو ۹ ملکي کسان وروسته له هغه ووژل چې قربانیانو د یاغیانو له خوا په زوره د هغوی د پیسو اخیستو په وړاندې مقاومت وکړ.‌

د شنبې په ورځ /د وري ۳۰مه/، افغان حکومت په طالبانو باندې تور ولګاوه چې ملکي خلک یې خوشې کړي دي.‌ طالبانو هغوی وروسته له هغه چې اورپکو تېره اونۍ ۴۰ تنه بندیان په لغمان ولایت کې ازاد کړل، د افغان امنیتي منسوبینو په نامه معرفي کړي ول.

د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل د وري په ۳۰مه په یوه ټویټ کې ولیکل، «طالبان باید د هغه لست له مخې چې حکومت هغوی ته ورکړی دی د افغان ملي اردو او ملي پولیسو د بندي منسوبینو په ازادولو سره خپله ژمنه پوره کړي. همدارنګه، هغوی باید د ملکي خلکو او ماشومانو نیول او شکنجه کول ودروي. هغوی باید په سملاسي توګه ټول هغه ملکیان چې د هغوی په توقیف کې دي خوشې کړي او اوربند وکړي.»

فیصل وویل، په لغمان ولایت کې د طالبانو له خوا د ۴۰ خوشې شویو کسانو په ډله کې یواځې ۹ کسان د افغان ملي اردو او ملي‌ پولیسو غړي ول.

هغه وویل، «د خوشې شویو کسانو له ډلې څخه ۲۸ تنه په وروستیو کې د یادې ډلې له خوا د دوحې د تړون له لاسلیکولو او د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د ۱۰۰۰ منسوبینو د خوشې کولو له ژمنې څخه وروسته نیول شوي دي. همدارنګه، طالبانو ۱۲ تنه افغان محلي پولیس چې له یوې میاشتې څخه لږ مخکې یادې ډلې ته ورتښتېدلي وو خوشې کړي دي. له هغوی سره به قانوني چلند وشي.»

متحده ایالاتو د ملاتړ د دوام ژمنه وکړه

طالبانو د وري په ۳۱مه د هغو بریدونو یو لست خپور کړ چې ایتلافي او افغان ځواکونو په یوه میاشت کې دننه د یادې ډلې پر ضد ترسره کړي، او په متحده ایالاتو باندې یې تور ولګاوه چې د سولې له هغه تړون څخه سرغړونه کوي چې هغوی د کب په ۱۰مه له اورپکو سره په دوحه کې لاسلیک کړ.

په افغانستان کې دېره امریکایي ځواکونو سمدلاسه د طالبانو ادعاوې رد کړې او ویې ویل چې ایتلافي ځواکونه به د هوکړې د لیکلیو شرایطو په اساس د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي.

طلوع نیوز په افغانستان کې د جګپوړي امریکایي جنرال سکاټ مېلر له قوله راپور ورکړ چې، «ټول لوري، په ځانګړې توګه طالبان باید تاوتریخوالی کم کړي چې د سیاسي پروسې پیل او اغیزمنه شي.»

د طلوع نیوز د راپور په اساس، د مېلر ویاند ډګروال سوني لیګیت وویل، متحده ایالات له طالبانو سره هوکړې ته «ژمن پاتې کېږي»، او «په افغانستان کې امریکایي ځواکونه د هوکړې د لیکلیو شرایطو په اساس د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ او دفاع ته دوام ورکوي.»

که څه هم چې کروناوایرس په ټول افغانستان کې په خپرېدلو دی، لاکن جنګ اوس هم دوام لري.

تر اوسه پورې، په هېواد کې د کووېډ - ۱۹ ناروغۍ ۱۰۲۶ پېښې لیدل شوي او ۳۶ کسان مړه شوي دي، خو وېره شته چې حقیقي شمېر به ډېر لوړ وي ځکه چې دغه فقیر هېواد د ازموینې ترسره کولو ډېرې لږې وړتیاوې لري.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

مرګ په خونخورو او جنایتکارو طالبانو چې هره ورځ مظلوم او بې ګناه افغانان وژني.‌

ځواب ورکړئ

طالبان د افغانانو لپاره د کرونا وایرس په نسبت ډېر خطرناک دي.‌ په تېره یوه میاشت کې، کرونا په هېواد کې خواوشا ۳۰ کسان وژلي، په داسې حال کې چې طالبانو په یوه شپه کې زمونږ له ۴۰ څخه ډېر هېوادوال وژلي دي. له دغې ډلې سره سوله کول به نتیجه ورنه کړي. متحده ایالات باید له طالبانو سره د سولې هوکړه په سملاسي توګه لغوه کړي او د یادې ډلې پر ضد د افغان حکومت ملاتړ وکړي. د دغه ګروپ بریدونه هغه وخت زیات شول چې متحده ایالاتو د زلمي خلیلزاد په مشرۍ ورسره د سولې خبرې پیل کړې، او هغوی هغه وخت لا نور زړور شول چې متحده ایالاتو ورسره د سولې هوکړه لاسلیک کړه. طالبان ځانونه د ۱۸ کلنې جګړې فاتحان بولي. هغوی وایي چې هغوی متحده ایالاتو او ورسره ۵۰ نورو ناټو هېوادونو ته ماتې ورکړه. که متحده ایالات په غیرمسؤلانه توګه له افغانستان څخه وځي، د افغان حکومت او طالبانو تر منځ سوله ونه کړي،‌ او په افغانستان کې یو ټولشموله حکومت رامنځته نه کړي،‌ داسې یو ستر بشري بحران به رامنځته شي چې نه به یې متحده ایالات مهار کړای شي، نه نړۍ واله ټولنه. حتی که طالبان په دې هېواد کې واک په لاس کې واخلي، هغوی باید هېواد امن کړي، خو د جنګ له لارې نه، ځکه چې که د افغان حکومت او طالبانو تر منځ جنګ ونښلي، یو ځل بیا به په میلیونو افغانان بې ځایه شي او په زرګونو نور به ووژل شي او معیوب شي، له دې امله، د متحده ایالاتو او افغان سیاسي مشرانو لپاره دا بهتره ده چې د افغانستان د راتلونکي په هکله صحیح تصمیم ونیسي.‌

ځواب ورکړئ