https://afghanistan.asia-news.com/ps/articles/cnmi_st/features/2020/04/07/feature-01
ديپلوماسي |

طالبانو د سولې د خبرو په وروستي خنډ کې د بندیانو د تبادلې خبرې وځنډولې

سلام ټایمز او ای اېف پي

image

په قطر کې د طالبانو ویاند سهیل شاهین چې د تېر چنګاښ په ۱۷مه یې د قطر په پلازمېنه دوحه کې په بین الافغاني خبرو کې برخه اخیستې وه. شاهین د وري په ۱۸مه اعلان وکړ چې طالبان به نور له افغان حکومت سره د بندیانو د تبادلې په هکله خبرو کې برخه وانه خلي.‌ [کریم جعفر/ای اېف پي]

کابل -- طالبانو اعلان وکړ چې هغوی به نور له افغان حکومت سره د بندیانو د تبادلې په سر په "بې ګټې" خبرو کې برخه وانه خلي. دا له متحده ایالاتو سره د هوکړې یوه مهمه برخه وه.

په یوه ټویټ کې چې لومړی د افغانستان په وخت دوشنبه /د وري په ۱۸مه/ د شپې شاوخوا ۱۱:۳۰ بجې په پښتو ژبه وشو، د طالبانو سیاسي ویاند سهیل شاهین د ولسمشر اشرف غني په حکومت باندې «په یوه او بله بهانه» د بندیانو د خوشې کولو د ځنډولو پړه واچوله.

شاهین چې په دوحه کې مېشت دی په یوه ورپسې ټویټ کې په انګلیسي ولیکل، «له دې امله، زموږ تخنیکي ټیم به سر له سبا څخه له اړوندو لوریو سره په بې ګټې ملاقاتونو کې برخه وانه خلي.»

دواړو مخالفانو له تېرې اونۍ راهیسې په کابل کې خبرې کولې او هڅه یې کوله چې د بندیانو تبادلې ته، چې اصلا په پام کې وه د کب په ۲۰مه ترسره شي، وروستۍ بڼه ورکړي.‌

د حکومت د مرکچي ټیم یوه غړي متین بېک وویل، د بندیانو خوشې کول له دې امله ځنډېدلي چې طالبان د ۱۵ «جګپوړو قوماندانانو» خلاصول غواړي.

بېک د وري په ۱۸مه خبریالانو ته وویل، «موږ نشو کولی چې د خپلو خلکو قاتلان خوشې کړو.»

هغه وویل، «موږ نه غواړو چې هغوی بېرته د جګړې ډګر ته لاړ شي او یو پوره ولایت ونیسي.»

بېک وویل، حکومت چمتو وو چې د ښه نیت ښودنې په خاطر تر ۴۰۰ پورې د کم تهدید رامنځته کوونکي طالب بندیان خوشې کړي او دا کار په تاوتریخوالي کې «د پام وړ» کموالي په مقابل کې وکړي، خو طالبانو دغه وړاندیز رد کړ.

واشنګټن د کب په لومړیو کې له طالبانو سره یوه هوکړه لاسلیک کړه چې په اساس یې افغان حکومت ته -- چې د هوکړې لاسلیکوونکی نه وو-- وړاندیز کېده چې ۵۰۰۰ تنه طالب بندیان خوشې کړي، او په مقابل کې یې یاغیان ۱۰۰۰ تنه حکومت پلوه بندیان ازاد کړي.

له افغان ملي‌ دفاعي او امنیتي ځواکونو څخه دفاع

د اورپکي ګروپ دا حرکت تر ټولو تازه بهانه ده چې ښیي چې یاده ډله نه غواړي د سولې مېز ته راشي.

طالبانو تېره میاشت د داسې عکسونو خپرولو ته دوام ورکړ چې د هغوی د کسانو نظامي روزنه یې ښودله، او د هغوی دغه کار د افغانانو تر منځ د سولې په هکله د هغوی د جدیت په اړه شکونه راپورته کړل.

دا کار وروسته له هغه وشو چې لومړی طالبانو د وري په ۹مه د افغان حکومت له خوا د جوړ شوي یوه مرکچي ټیم په ردولو سره د بندیانو د تبادلې په سر خبرې ودرولې، او ادعا یې وکړه چې دغه ټیم ټولشموله نه دی.

د هغه پرځای د اورپکو ډلې یواځې له دې سره موافقه وکړه چې د افغان حکومت له یوه تخنیکي ټیم سره وګوري او د جنجالي مسئلې په سر ورسره خبرې اترې وکړي.

په ورته وخت کې، که څه هم چې طالبانو د هوکړې له لاسلیکولو راهیسې په لسګونو امنیتي منسوبین وژلي دي، هغوی د وري په ۱۷مه یوه اعلامیه خپره کړه او په متحده ایالاتو باندې یې تور ولګاوه چې د «سولې هوکړې» څخه سرغړونه کوي.

د طالبانو له اعلامیې څخه څو ساعته وروسته په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو یوه ویاند ډګروال سوني لیګیت په ټوېټر باندې ځواب ورکړ.

لیګیټ ولیکل، «په افغانستان کې امریکایي ځواکونو د امریکا - طالبانو تر منځ د هوکړې پوځي شرایط رعایت کړي او رعایت کولو ته یې دوام ورکوي؛ په دې برخه کې بله هره ادعا بې اساسه ده. په افغانستان کې امریکایي ځواکونه په صراحت سره وایي چې که زموږ د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په شریکانو باندې برید وشي، موږ به یې د یادې موافقې په اساس دفاع وکړو.»

هغه وویل، «طالبان باید تاوتریخوالی کم کړي. په تاوتریخوالي کې کموالی راوستل د افغانانو غوښتنه او د دې لپاره ضروري ده چې سیاسي‌ پروسې ته اجازه ورکړي څو د ټولو افغانانو لپاره د مناسبې حللارې په لور کار وکړي. موږ یو ځل بیا په ټولو لوریو باندې غږ کوو چې خپلې هڅې د کووېډ - ۱۹ په نړۍ واله ناروغۍ باندې متمرکزې کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟
6
6 تبصره
د تبصرو تګلاره

د طالبانو له اعلامیې څخه وروسته، په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ویاند ډګروال سوني لیګیټ په ټوېټر ځواب ورکړ،

«په افغانستان کې دېره امریکایي ځواکونو د متحده ایالاتو – طالبانو د هوکړې پوځي شرایط مراعت کړي او مراعتولو ته یې دوام ورکوي، له دې پرته هر ډول ادعا بې اساسه ده. په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو موقف روښانه دی – مونږ به د خپلو شریکانو [افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو] دفاع وکړو.‌»

ځواب ورکړئ

طالبان په خپله فیصله کې خپلواک نه دي. هغوی د سیمې د هېوادونو له خوا حمایه کیږي. هر څه چې عربي هېوادونه او پاکستان هغوی ته وایي، هغوی یې کوي، له دې امله، افغان حکومت باید د جنګ د پای ته رسولو لپاره سیمه ییزه اجماع جوړه کړي او په افغانستان کې د ولسواک نظام د ساتنې لپاره ملاتړ ترلاسه کړي، او نړۍ په دې پوه کړي چې په افغانستان کې به هېڅکله هم د اسلامي امارت په جوړېدلو سره سوله رانشي.‌ طالبان باید په نظام کې ۵۰٪ برخه ولري او ولسواک نظام وساتي، او وزارتونه باید د افغان سیاستوالو او طالبانو تر منځ ووېشل شي. د امنیت وزارتونه لکه د دفاع وزارت، د کورنیو چارو وزارت او د ملي امنیت ریاست باید طالبانو ته په لاس ورکړل شي ځکه چې هغوی د امنیت په برابرولو کې تکړه دي او د مالیې، سوداګرۍ، او داسې نورو وزارتونه باید د موجود حکومت له خوا اداره کړای شي.‌

ځواب ورکړئ

نه، که دا مهم وزارتونه هغوی ته ورکړل شي، هغوی به هم خپله پخوانۍ تېروتنه او تیاره دوره تکرار کړي او هم به د ولسواکۍ د نظام نوم بد کړي.‌

ځواب ورکړئ

طالبان د افغانستان د امنیت لپاره یو لوی ګواښ بلل کیږي. له متحده ایالاتو سره د سولې تړون څخه وروسته،‌ طالبان ډېر کبرجن شوي او ځانونه د هېواد اصلي وارثان بولي. هغوی وایي چې هغوی یو قوي حکومت درلود، متحده ایالات راغلل او نسکور یې کړ او پرځای یې خپل ګوډاګی حکومت رامنځته کړ، له دې امله، هغوی دا حکومت په رسمیت نه پېژني. پخوا هغوی ویل چې د هغوی جنګ د اشغال او د بهرنیو ځواکونو د حضور پر ضد دی، خو اوس هغوی وایي چې دا یو اسلامي حکومت نه دی، له دې امله،‌ هغوی غواړي چې یو اسلامي حکومت جوړ کړي.‌ متحده ایالاتو له طالبانو سره د سولې د هوکړې په لاسلیکولو سره یوه غټه غلطي وکړه ځکه چې هغه طالبانو ته ډېر مورال ورکړ او هغوی وایي چې هغوی متحده ایالاتو ته چې د نړۍ تر ټولو ډېر قوي هېواد دی، ماتې ورکړه.‌

ځواب ورکړئ

امریکا باید د ولسمشر غني ملاتړ وکړي ځکه طالبان د پاکستان د جاسوسي ادارو مزدوران دي او د عبدالله په مشرۍ د پخوانۍ شمال ټلوالې پاتې شوني د روسانو او ایرانیانو جاسوسان دي. اشرف غني هم د افغان ولس په وړاندې مخلص دی او هم د نورې نړۍ په وړاندې ښه نیت لري.

ځواب ورکړئ

نه اشرف غني او نه طالبان په افغانستان کې سوله غواړي. دواړه د خپلو ګټو په فکر کې دي. که طالبان سوله وکړي، بیا به څوک د پاکستان د مزدورانو په توګه کار کوي؟ که اشرف غني له طالبانو سره سوله وکړي، هغه به خپل د ولسمشرۍ موقف بایلي. د سولې خبرې به نتیجه ورنه کړي. دا پروسه به د اشرف غني د ولسمشرۍ د دورې تر پای ته رسېدلو پورې دوام ومومي.

ځواب ورکړئ