امنیت

د سولې د پروسې لپاره د مهم ګام په ترڅ کې له ۹۰۰ څخه ډېر طالب زندانیان ازاد شول

ای اېف پي

په دې عکس کې چې د اخیستلو نېټه یې معلومه نه ده، یو شمېر طالب بندیان د کابل له یوه زندان څخه د وتلو په حال کې لیدل کیږي. [د افغانستان د ملي امنیت شورا]

په دې عکس کې چې د اخیستلو نېټه یې معلومه نه ده، یو شمېر طالب بندیان د کابل له یوه زندان څخه د وتلو په حال کې لیدل کیږي. [د افغانستان د ملي امنیت شورا]

کابل -- یوه چارواکي د پنجشنبې په ورځ /د غوایي ۱۸مه/ وویل، افغان حکومت د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو په موخه د متحده ایالاتو له خوا له طالبانو سره د سولې د یوې هوکړې له لاسلیکولو راهیسې له ۹۰۰ څخه ډېر طالب جنګیالي خوشې کړي دي.

دا ازادول د بندیانو د تبادلې د یوه پروګرام برخه ده، چې د متحده ایالاتو - طالبانو تر منځ د کب د ۱۰مې هوکړه کې شامل وو، او په نتیجه کې یې طالبانو په لسګونو افغان امنیتي منسوبین خوشې کړل.‌

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل ای اېف پي ته وویل، «تر اوسه پورې، ۹۳۳ تنه طالب بندیان د افغانستان له زندانونو څخه خوشې شوي دي.»

د محمد حکیم په نامه یوه طالب زنداني چې د غزني ولایت اوسېدونکی دی په یوه ویډیو کې چې د افغانستان د ملي امنیت شورا خپره کړې ده، وویل، «زه به بیا د حکومت پر ضد جنګ ونه کړم. موږ له افغان عسکرو سره ډېر خوښ یو ځکه چې هغوی په زندان کې له موږ سره ډېر ښه چلند وکړ. موږ په هغه څه چې پخوا مو کړي وو پښېمان یو.»

په مقابل کې، د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل، طالبانو ۱۳۲ تنه امنیتي منسوبین چې له هغوی سره بندیان وو، خوشې کړي دي.

وروسته د جمعې په ورځ /د غوایي ۱۹مه/ په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د ۴۸ نورو افغان عسکرو خوشې کول اعلان کړل.‌

شاهین په ټوېټر په یوه پوست کې وویل، «دا پروسه به په راتلونکي کې هم دوام ومومي.»

د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمی خلیلزاد چې د متحده ایالاتو - طالبانو تر منځ هوکړې ته یې لاره هواره کړه، د بندیانو تبادله په جګړه ځپلي هېواد کې د تاوتریخوالي د کمولو په لور یو «مهم ګام» بولي.

دغه هوکړه ایجابوي چې افغان حکومت به ۵۰۰۰ تنه طالب بندیان خوشې کوي، په داسې حال کې چې یاغیان به ۱۰۰۰ تنه افغان امنیتي منسوبین خوشې کوي.‌

په پام کې وه چې د بندیانو دغه تبادله د کب تر ۲۰مې پورې ترسره شي خو له ډېرو خنډونو سره مخامخ شوه او افغان حکومت ادعا وکړه چې طالبانو غوښتل چې ۱۵ «جګپوړي قوماندانان» یې خوشې کړای شي.‌

چارواکو وویل، هغه کسان چې تر اوسه پورې افغان حکومت خوشې کړي دي د ټیټې درجې طالب بندیان دي چې ژمنه یې کړې چې له جنګ څخه به ځانونه لرې ساتي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زه فکر کوم چې په بندیانو کې لوی او واړه بندیان اصلا معنی نه لري. که خبره د جنایت او خیانت شي بیا خو په موجود حکومت کې تر ټولو غټ جنایتکاران،‌ خاینان، د بشري حقونو سرغړوونکي او د هیرووینو قاچاقچیان او د ځمکو د مافیاوو غړي شامل دي. دا خبره هسې هوایي نه ده. ښه مثالونه یې سیاف، ګل اغا شېرزی، عبدالله، عطامحمد نور، ظاهر قدیر، همایون، قانوني، صالح، د ایران له خوا تربیه شوي شیعه جاسوسان لکه محقق، کریم خلیلي، اکبري، او نور آیت الله ګان دي. دا خلک یا پخپله جنایتکاران دي یا یې جنایتکاران ساتلي او د سپيو په څېر یې جنګوي یا کال په کال د پخوانیو جنایتکارانو لکه عبدالعلي مزاري، احمدشاه مسعود، برهان الدین رباني، قسیم فهیم،... یاد لمانځي او د دولتي بودجې میلیونونه ډالر پرې مصرفوي. اصلي خبرې ته بېرته راګرځم، کله چې سوله کیږي بیا هماغه د امریکایانو د هوکړې له مخې باید ۵ زره بندیان حکومت خوشې کړي او زر بندیان طالبان خوشې کړي او د سولې خبرو ته سره کیني، خو اصلا دا کار له امکان نه لیرې ښکاري ځکه چې د دواړو لوریو ګټې په جنګ کې دي.‌

ځواب ورکړئ

حکومت بالاخره طالب بندیان خوشې کړل او خوشې کولو ته یې دوام ورکوي.‌ دا به بهتره وای چې که حکومت دا کار له پيله کړی وای، ځکه چې د طالبانو بریدونه به نه وای زیات شوي او د اردو او پولیسو په سلګونو عسکر او ملکي خلک به نه وای وژل شوي. د سولې د هوکړې له لاسلیک کېدلو څخه وروسته، حکومتي مشرانو وویل چې هغوی به طالب بندیان خوشې نه کړي خو اوس طالب بندیان خوشې کوي. دا به بهتره وای چې حکومت ټول ۵۰۰۰ طالب بندیان هغسې چې طالبانو غوښتل په یوځل خوشې کړي وای.‌ یوې خواته به دغه کار بین الافغاني خبروته لاره هواره کړې وای، او بلې خواته به د طالبانو بریدونه کم شوي وای.‌ افغانان ژر تر ژره په ټول هېواد کې سوله غواړي. له طالبانو سره له سولې کولو څخه پرته به هېواد ته هېڅ امن رانشي. که نن وي که سبا، افغان حکومت او سیاستوال به مجبور شي چې د طالبانو غوښتنې ومني. که نه، هغوی نشي کولی چې طالبان له منځه وېسي ځکه چې متحده ایالاتو او د ناټو ۴۰ هېوادونو ونشوای کولی چې په ۱۸ کالو کې طالبان له منځه وېسي، بیا نو دا حکومت څنګه کولی شي چې طالبان له منځه وېسي؟ له دې امله، په کار دی چې له طالبانو سره سوله وشي. له سولې پرته بله هېڅ لاره نشته.‌

ځواب ورکړئ