امنیت

طالبانو د خپل تاوتریخوالي په دوام په بلخ کې د یوې کورنۍ ۷ غړي ووژل

د هدایت الله راپور

یوه ځوانه نجلۍ د وري په ۲۰مه د هغو ملکیانو د جسدونو تر څنګ ویر کوي چې طالبانو د بلخ ولایت په شولګره ولسوالۍ کې وژلي دي. [عطامحمد نور/فیسبوک]

یوه ځوانه نجلۍ د وري په ۲۰مه د هغو ملکیانو د جسدونو تر څنګ ویر کوي چې طالبانو د بلخ ولایت په شولګره ولسوالۍ کې وژلي دي. [عطامحمد نور/فیسبوک]

کندوز -- طالبانو د سې شنبې په ورځ /د وري په ۱۹مه/ د کندوز ولایت په شولګره ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ ۷ غړي وتښتول او بیا یې ووژل، او په دې توګه یې سولې ته د یادې اورپکې ډلې د ژمنتیا په هکله شکونه پاخه کړل.

د بلخ د امنیه قوماندانۍ ویاند عادل شاه عادل وویل، طالبانو د بزګرانو په کورنۍ هغه وخت برید وکړ چې هغوی په شولګره ولسوالۍ کې له خواجه سکندر کلي څخه طلا کمر کلي ته روان ول. د برید په ترڅ کې یو ۱۱ کلن هلک ټپي شو.

عادل د چارشنبې په ورځ /د وري په ۲۰مه/ په یوه مرکه کې وویل، «طالبانو د کارګرو د دغه ۷ کسیز ګروپ غړي چې بېلابېل عمرونه یې لرل په ډېره بې رحمۍ سره ووژل او د هغوی جسدونه یې په یوه دښته کې پرېښودل.»

هغه وویل، «طالبان هېڅ رحم نه لري او نه د چا پروا کوي. هغوی غواړي چې وېره رامنځته کړي... خو دغه ډول برید د هغوی په وړاندې لا نوره کرکه راپاروي.»

د شولګرۍ ولسوال سراج الدین عابد وویل، د کورنۍ له تښتولو څخه وروسته، عسکرو طالبان پسې واخیستل او جګړه یې ورسره شروع کړه، خو یاغیان وتښتېدل او کسان یې له ځانونو سره بوتلل.

عابد وویل، «د قربانیانو له ډلې څخه یوه هم له حکومت سره کوم تړاو نه درلود.»

د وژل شوې کورنۍ یوه خپلوان عبدالصمد خالقي وویل، «د وري په لومړیو کې ټول مالداران خپل مالونه څرځایونو ته بیایي.‌ زما د کورنۍ غړي تلل چې کندې وباسي او د مالونو لپاره په کې اوبه ذخیره کړي خو په بې رحمۍ سره شهیدان شول.»

خالقي وویل، «هغه کسان چې وویشتل شول او ووژل شول هغوی له هیچا سره هېڅ تړاو نه درلود -- هغوی عادي مالداران ول.»

د وژنو غندل

د تېر کال په وروستیو کې له متحده ایالاتو سره د سولې د تړون له لاسلیکولو راهیسې د طالبانو له خوا دوامدارو بریدونو د افغانانو تر منځ په دې هکله شکونه راپورته کړي چې اورپکي د سولې په هکله څومره جدي دي. دغې ډلې د کب په ۱۰مه د هوکړې له لاسیکولو راهیسې په لسګونو امنیتي منسوبین وژلي دي.‌

د افغانستان لپاره د ناټو جګپوړي ملکي استازي نیکولاس کای د ۷ ملکي کسانو وژنې ته په خپل غبرګون کې دغه شک څرګند کړ.

د طلوع نیوز د پنجشنبې د ورځې /د وري په ۲۱مه/ د یوه ټویټ په بنسټ، «زه د دغې وحشتناکې وژنې له غندنې سره خپل غږ ملګری کوم. طالبان وایي چې هغوی سوله غواړي، خو د افغانانو وژنې ته دوام ورکوي. ولې؟»

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د وري په ۲۱مه په یوه اعلامیه کې دغه وژنې تایید کړې او یو «جنګي جنایت» یې وباله.‌

دغه کمېسیون په یوه اعلامیه کې وویل، «د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون، د دغه جنایت د غندلو تر څنګ، یو ځل بیا په وسله والو مخالفو ډلو باندې تاکید کوي ... چې د نړۍ والو بشري حقونو د اساساتو درناوی وکړي او د بې ګناه ملکي خلکو له وژنې څخه لاس واخلي.»

یادې ډلې زیاته کړه، «یرغمل نیونه او د ملکي خلکو وژنه له نړۍ والو بشري حقونو څخه ښکاره سرغړونه او یو جنګي جنایت دی.»

«د نه بخښلو وړ عمل»

په شمالي حوزه کې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون رییس او د مزارشریف اوسېدونکي سید احمد سامح وویل، د ملکي خلکو پر ضد د طالبانو تاوتریخوالی سږ کال ډېر لوړ شوی دی.‌

«زموږ د ارقامو په اساس، په ۲۰۱۹ میلادي کال کې موږ ۴۰ داسې پېښې لرلې چې د ملکي خلکو د تلفاتو سبب شوې، په داسې حال کې چې د ۲۰۲۰ میلادي کال یواځې په لومړیو درې میاشتو کې موږ ۳۷ دغه ډول بریدونه ثبت کړي دي.»

هغه زیاته کړه، «د طالبانو له خوا اکثر ملکي خلک په بلخ، سرپل، فاریاب او جوزجان ولایتونو کې د چاودنو، بریدونو او نورو پېښو په وسیله وژل شوي او ټپي شوي دي.»

د اسلامي جمعیت د ډلې اجرائیه رییس او د بلخ پخواني والي عطامحمد نور په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، «دا ټکان ورکوونکې پېښه د هغو خلکو بې حده ډېر ظلم ښیي چې دغه دول حکمونه یې ورکړي دي، او دا یو د نه منلو وړ کار دی.»

هغه وویل، د دوه قربانیانو عمرونه له ۱۰ او ۱۵ کالونو څخه کم ول.

هغه زیاته کړه، «که د طالبانو تحریک په سوله باور لري، هغوی باید په داسې کارونو سره سولې ته د هیلو دروازه بنده نه کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

5 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

که طالبان له منځه وې نه وړل شي، زمونږ خلک به ښه راتلونکې ونه لري.

ځواب ورکړئ

طالبان د کرونا وایرس په نسبت ډېر خطرناک دي. هغوی په تېرو دوه لسیزو کې په زرګونو بې ګناه افغانان وژلي دي. مونږ شک لرو چې ولې امریکا د داسې یوه بشر ضد ترهګر ګروپ پر ضد د سولې هوکړه وکړه؟

ځواب ورکړئ

په افغانستان کې د جګړې قربانیان تل ملکي خلک دي.

ځواب ورکړئ

په ټول هېواد کې ظلم روان دی. طالبان او حکومت دواړه غریب خلک وژني. یوه ورځ مونږ ګورو چې په لسګونو خلک د افغان ځواکونو په هوایي بریدونو کې وژل شوي وي. بله ورځ، وینو چې طالبانو ګڼ شمېر ملکي خلک وژلي وي. خدای دې په دې خلکو باندې رحم وکړي.

ځواب ورکړئ

طالبان د ملکي خلکو په وژلو سره د ځانونو په وړاندې د خلکو کرکه راپاروي. یو له هغو سببونو څخه چې خلک له طالبانو څخه کرکه کوي دا دی چې هغوی ډېر ظالم او بې رحمه دي. طالبانو په تېرو دوه لسیزو کې په زرونو بې ګناه خلک وژلي دي. د شولګرې پېښه واقعاً د تاسف وړ پېښه ده. دغو ظالمانو ولې هغه غریب کارګران داسې په بې رحمۍ سره ووژل؟ د دغو کارګرانو ګناه څه وه؟ که هغوی ملامت وای، طالبانو ولې خلکو ته نه روښانوله؟ د دغو خلکو په وژنه د طالبانو چوپتیا ښیي چې دا ډله اصلاً د افغانانو دښمنان دي، او هره ورځ د خپلو پاکستاني بادارانو په امر بې ګناه خلک وژني.

ځواب ورکړئ