امنیت

افغانانو د طالبانو له خوا د بې ګناه ملکي خلکو د وژلو د بهیر د پای ته رسولو غوښتنه وکړه

د عمر راپور

د افغانستان د مدني ټولنې فعالانو، ښځو، دیني عالمانو او د هرات ولایت نورو اوسېدونکیو د چنګاښ په ۱۸مه په ګزره ولسوالۍ کې د ملګرو ملتونو د دفتر مخې ته احتجاج وکړ او د طالبانو له خوا د ملکي خلکو وژل یې وغندل. [عمر]

هرات -- د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون په یوه راپور کې راغلي، د تېرو شپږو میاشتو په دوران کې په افغانستان کې نږدې ۳۰۰۰ ملکي خلک وژل شوي یا ټپي شوي دي او طالبان د دغو قتلونو اصلي عاملان دي.

د هغه راپور په اساس چې سې شنبه /د چنګاښ ۲۴مه/ خپور شو، د ۲۰۲۰ میلادي کال د لومړیو شپږو میاشتو په دوران کې، په ۸۸۰ جلا جلا پېښو کې د ۱۲۱۳ مړو او ۱۷۴۴ ټپیانو په ګډون ټول ۲۹۵۷ ملکي خلک تلف شوي دي.

له دغو ارقامو څخه داسې معلومیږي چې د دې کال د لومړیو شپږو میاشتو په دوران کې هره ورځ په اوسط ډول ۱۶ ملکي کسان وژل شوي دي.‌

په تلفاتو کې ۲۹۷ ښځې شاملې وې چې ۱۲۶ تنه یې مړې شوي او ۱۷۱ نورې یې ټپي شوي دي، په داسې حال کې چې د ماشومانو په منځ کې تلفات ۶۳۰ ته رسېدلي چې ۲۲۵ مړه شوي او ۴۰۵ نور ټپیان شوي دي.

یو قرباني، چې په سنګین ولسوالۍ کې د ژویو په منډیي کې د طالبانو په یوه چاودنه کې ټپي شوی دی، د ۱۳۹۹ د چنګاښ په ۹مه د هلمند ولایت په لښکرګاه ښار کې یوه روغتون ته راوړل کیږي. [نورمحمد/ای اېف پي]

یو قرباني، چې په سنګین ولسوالۍ کې د ژویو په منډیي کې د طالبانو په یوه چاودنه کې ټپي شوی دی، د ۱۳۹۹ د چنګاښ په ۹مه د هلمند ولایت په لښکرګاه ښار کې یوه روغتون ته راوړل کیږي. [نورمحمد/ای اېف پي]

د افغانستان د مدني ټولنې فعالانو، ښځو، دیني عالمانو او د هرات ولایت نورو اوسېدونکیو د چنګاښ په ۱۸مه په ګزره ولسوالۍ کې د ملګرو ملتونو د دفتر مخې ته احتجاج وکړ او د طالبانو له خوا د ملکي خلکو وژل یې وغندل. [عمر]

د افغانستان د مدني ټولنې فعالانو، ښځو، دیني عالمانو او د هرات ولایت نورو اوسېدونکیو د چنګاښ په ۱۸مه په ګزره ولسوالۍ کې د ملګرو ملتونو د دفتر مخې ته احتجاج وکړ او د طالبانو له خوا د ملکي خلکو وژل یې وغندل. [عمر]

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د راپور په اساس، ‌د نږدې نیمایي -- ۴۸.۵٪ -- تلفاتو مسؤل طالبان او د ۶.۳٪ پېښو مسؤل داعش وو.

۲۶.۷٪ پېښې نامعلومو لوریو ترسره کړي دي، په داسې حال کې چې د ۱۵.۵٪ پېښو او ۲.۳٪ پېښو مسؤلین په ترتیب سره حکومتي ځواکونه او نړۍ وال ځواکونه دي.‌

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وویل، پاتې سلنه ملکي تلفات په کونړ، کندهار، پکتیا او خوست کې د پاکستاني راکټونو په ډزو کې را منځته شوي دي.

د ۲۰۲۰ میلادي کال د لومړۍ نیمایي په ترڅ کې، طالبانو ۵۴۲ ملکي کسان ووژل او ۸۹۶ نور یې ټپیان کړل چې د ټولو تلفاتو شمېر ۱۴۳۸ ته ورسېد.‌

بې رحمي

ځایي چارواکي وایي، په هرات او بادغیس ولایتونو کې ملکي تلفات د طالبانو د بریدونو او چاودنو له امله زیات شوي دي.

د بادغیس ولایت د والي مرستیال فیض محمد میرزازاده وویل، طالبانو د سړکونو او لویو لارو په اوږدو کې ماینونه کرلي او په وروستیو میاشتو کې د چاودنو په نتیجه کې یو زیات شمېر ملکي خلکو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

هغه د چنګاښ د ۱۸مې یو مثال ورکړ.‌

هغه وویل، «دوه ماشومان چې ۱۴ او ۱۵ کاله عمرونه یې لرل په آب کمري ولسوالۍ کې د طالبانو یوه بم شهیدان کړل. طالبانو په عمومي سړک یو ماین خښ کړی وه، او هغه ماشومان چې هلته روان ول پرې ور برابر شول...»

میرزازاده دغه برید «شیطاني او د بشریت پر ضد جنایت» وباله.‌

هغه وویل، «دا چې طالبان دا وړتیا نه لري چې په بادغیس ولایت کې د امنیتي ځواکونو پر ضد جنګ وکړي، هغوی د سړکونو په اوږدو کې ماینونه کري او ترهګریز بریدونه ترسره کوي چې ملکي خلک وژني.»

نوموړي وویل، «طالبان په هیچا باندې هم رحم نه کوي، او هغوی د دې پروا نه کوي چې د هغوی په بریدونو او بمي چاودنو کې ملکي خلک وژل کیږي.»

د هرات د والي ویاند جېلاني فرهاد وویل، طالبان ملکي خلک د دې لپاره په نښه کوي چې عادي افغانانو ته د تلفاتو او زیانونو په اړولو سره خپلو هدفونو ته ورسیږي.

هغه وویل، «د انسانانو د ژوند ژغورل د امنیتي ځواکونو لپاره یو مهم لومړیتوب دی.»

فرهاد وویل، په هرات ولایت کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې د ملکي خلکو د تلفاتو په هکله هېڅ راپورونه نشته، او زیاته یې کړه چې د افغان ځواکونو اصلي تمرکز په دې دی چې د ملکي تلفاتو مخه ونیسي او د خپلو عملیاتو په ترڅ کې د افغانانو ملکیت خوندي کړي.

هغه زیاته کړه، «داسې لیدل شوي چې طالبانو په ډېرو عملیاتو کې له ملکي خلکو څخه د انساني سپر په توګه کار اخیستی دی.»

یو غیر اسلامي عمل

په هرات ولایت کې، د افغانستان د مدني ټولنې فعالانو، ښځو، دیني عالمانو او نورو اوسېدونکیو د چنګاښ په ۱۸مه په ګزره ولسوالۍ کې د ملګرو ملتونو د دفتر مخې ته احتجاج وکړ او د طالبانو له خوا د ملکي خلکو وژل یې وغندل.

په هرات کې د ملکي خلکو د خوندیتابه د کاري ګروپ یوې غړې سوسن نویسا وویل، «موږ له ملګرو ملتونو څخه غواړو چې افغانستان ته یو هیئت راولېږي چې جنګي جرمونه او د ملکي خلکو وژنې په جدي توګه وڅېړي او هغه کسان محکمې ته راکاږي چې په وژنو کې ښکېل دي.»

په هرات کې د ښځو د حقونو یوې فعالې فاطمې فراهي وویل، «ټول افغانان د ملکي خلکو وژنې غندي. افغانانو له ۴۰ کالونو څخه ډېره موده قربانۍ ورکړي نو هغوی باید نور ونه وژل شي.»

هغې وویل،‌افغانان سولې ته هیله من دي او دا مناسبه نه ده چې هغوی دې داسې په بې رحمۍ سره ووژل شي.‌

هغې وویل، «موږ د شخړې په لوریو باندې غږ کوو چې جنګ ودروي ځکه افغانان نشي کولی چې د دې بې ګټې جنګ لپاره قرباني ورکول وزغمي. هغوی نه غواړي چې د سیاسي لوبو او د ترهګرو ډلو د شخصي ګټو لپاره خپل ژوند له لاسه ورکړي.»

په هرات ولایت کې یوه دیني عالم مولوي اغامحمد ګلراني وویل، «اسلام د بې ګناه انسانانو -- حتی که هغوی مسلمانان هم نه وي -- وژل منع کوي، خو ځینې ترهګرې ډلې بې ګناه خلک د اسلام په نامه وژني.»

هغه وویل، «په یو شمېر ولایتونو کې د ملکي خلکو تلفات زیات شوي دي ځکه چې تاوتریخوالی او ترهګریز بریدونه لکه بمي چاودنې او ځانمرګي بریدونه، چې د اسلام او مذهبي ارزښتونو خلاف دي، زیات شوي دي.»

ګلراني وویل، هر ځل چې طالبان داسې یو جرم ترسره کوي چې ملکي خلک په کې وژل کیږي، هغوی په کې لاس لرل په لوړ اواز سره ردوي، خو افغانان پوهیږي چې له طالبانو او داعش څخه پرته نور هیڅوک هم د ملکي خلکو په وژلو کې ښکېل نه دي.‌

هغه وویل، «په عمومي توګه، اسلام د تاوتریخوالي اجازه نه ورکوي او مسلمانانو ته دا اجازه نه ورکوي چې یو د بل پر ضد دې جنګ وکړي، خو طالبان او نور جنایتکار ګروپونه هغه بې ګناه ملکي خلک چې په جګړه کې ښکېل نه دي بې دلیله وژني، چې دا یو غیرمشروع عمل دی.»

ګلراني وویل،‌ «که طالبانو په اخرت باور لرلی، هغوی به بې ګناه خلک نه وای وژلي؛ نو، دا ښکاره خبره ده چې هغوی په اخرت باور نه لري، او هغوی هغه څه کوي چې غواړي ویې کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

که امریکا وغواړي کولی شي چې په دوه اونیو کې دننه په افغانستان کې سوله راولي. مثلا، پاکستان ته ووایي چې حرکت ونه کړي او که حرکت یې وکړ فورا پرې اقتصادي بندیزونه اعلان کړي او د تروریزم د حامي په توګه یې اعلان کړي. باقي یوه الوتکه کوېټې ته ولېږي یوه پېښور ته بله اسلام اباد ته، او څلورمه قطر ته، د طالبانو ټول مشران په کې د خرو په څېر رابار کړي،‌ رایې ولي کابل ته، اشرف غني ته ووایي چې حرکت ونه کړې، په ۴۸ ساعتونو کې دننه د خبرو لپاره کسان برابر کړئ، ټولې جنګي او غیر جنګي ډلې دې درې درې کسان او له هر ولایت نه دې درې درې کسان راوغواړي، ټول ټول ۵ سوه کسان ایله برابر شي، ټول د لویې جرګې خېمه کې کېنوي او ورته ووایي چې هر ډول نظام چې جوړوئ ځانونو ته یې جوړ کړئ نور نړۍ واله ټولنه د افغانستان اقتصادي او امنیتي بوج په خپله غاړه نشي اخیستلی، زه باور لرم چې په دوه اونیو کې دننه دننه هر څه سمیږي، بیا که امریکا کومک کوي او که اروپا یې کوي، ممکن افغانستان د یوه کال یا دوو لپاره بهرنیو مرستو ته اړتیا ولري،‌ نور نو هر څه سمیږي.

ځواب ورکړئ

د جګړې له ضررونو څخه یو دا دی چې په جګړه کې ښکېلو ډلو ته د تلفاتو په ور اوښتلو سربېره، بې ګناه خلک هم ژوبلېږي، ځکه چې په جګړه کې له بېلابېل ډول وسلو څخه کار اخیستل کیږي، او اکثر وختونه جنګونه په داسې ځایونو کې پېښېږي چې هلته خلک ژوند کوي، نو، که مونږ وغواړو یا نه، ملکي خلک په جنګ کې ژوبلېږي.‌ په کار دی چې د افغانستان د جګړې د ژر تر ژره پای ته رسولو لپاره هڅې وکړای شي. په افغانستان کې داسې کورنۍ نشته چې د افغانستان په څلوېښت کلن جنګ کې یې قرباني نه وي ورکړې. د هرې کورنۍ لږ تر لږه یو غړی حتماً د اردو، پولیسو، ملي امنیت، د عامه نظم پولیسو، یا د مخالفینو، په ځانګړې توګه طالبانو، داعش، او نورو افراطي ډلو په صف کې وژل شوی دی. سم نیم تلفات په ملکي خلکو کې پېښ شوي دي.‌ په افغانستان کې د حکومت ضد ګروپونو له خوا ملکي خلکو ته د وراوښتو تلفاتو یو سبب دا دی چې هغوی اکثر له ملکي خلکو نه د سپر په توګه کار اخیستی دی او د خلکو له کورونو څخه په امنیتي ځواکونو باندې ډزې کوي، او د حکومتي ځواکونو له خوا ملکي خلکو ته د وراوښتو تلفاتو سبب دا دی چې افغان حکومت داسې مسلکي ځواکونه نه لري چې وکولی شي په جنګ کې د ملکي خلکو د تلفاتو مخه ونیسي.‌ له دې امله، خلک تل له طالبانو او حکومت دواړو څخه غواړي چې جنګ ودروي. په حقیقت کې، خلکو خپله وظیفه ترسره کړې، او تل یې د جنګ د ودرولو لپاره خپل غږ پورته کړی دی.

ځواب ورکړئ

ښه راپور دی. زه یوه پوښتنه لرم. د عکس نه لاندې لیکنې په سر او پای دواړو کې د په څېر نښې دي.‌ دا د څه لپاره دي؟ تاسو په لاندې متن کې وګورئ چې په سر کې یې او اخر کې یې راغلې ده.‌ د افغانستان د مدني ټولنې فعالانو، ښځو، دیني عالمانو او د هرات ولایت نورو اوسېدونکیو د چنګاښ په ۱۸مه په ګزره ولسوالۍ کې د ملګرو ملتونو د دفتر مخې ته احتجاج وکړ او د طالبانو له خوا د ملکي خلکو وژل یې وغندل. [عمر]

ځواب ورکړئ