اقتصاد

د حکومت پرمختیایي پروژې د هرات اوسېدونکیو ته د ښه راتلونکي هیلې ورکوي

د عمر راپور

په داسې حال کې چې د طالبانو تاوتریخوالي او بریدونو په ټول افغانستان کې امن زیانمن کړی، افغان حکومت د پرمختیایي او د بیارغونې د پروژو په تطبیق او د زرګونو افغانانو لپاره د کاري فرصتونو په برابرولو سره د یوه ښه راتلونکي لپاره هیلې غوړوي. [عمر]

هرات -- په داسې حال کې چې د طالبانو تاوتریخوالي او بریدونو په ټول افغانستان کې سولې ته هیلې کمزورې کړي، افغان حکومت د پرمختیایي او د بیارغونې د پروژو په تطبیق او د زرګونو افغانانو لپاره د کاري فرصتونو په برابرولو سره د یوه ښه راتلونکي لپاره هیلې غوړوي. [عمر]

د هرات ښاروالۍ ویاند نجیب الله حبیبي وویل، «د هرات ښار په بېلابېلو برخو کې د سړکونو د پخولو، د ویالو او ښار د واټونو د رغولو او د ښار د ځینو برخو د ښکلي کولو په ګډون په ۱۳ پرمختیایي پروژو باندې کار روان دی.»

هغه وویل، د دې پروژو په پلي کولو کې ۱۱۶ میلیونه افغانۍ (۱.۵ میلیونو ډالر) د حکومت له بودجې څخه او ۲۸ میلیونه افغانۍ (۳۷۰ زره ډالر) د نړۍ وال بانک له مرستو څخه برابرې شوي دي.

نوموړي وویل، «په دغو پرمختیایي پروژو سره د هرات ښار بڼه بدله شوې ده. دا پروژې ډېرې په غریبو سیمو کې تطبیق کېږي چې د هرات ښار په ښېرازۍ کې یې مرسته کړې ده. ښاروالي هڅه کوي چې د ښار د اوسېدونکیو لپاره نورې اسانتیاوې رامنځته کړي.»

کارکوونکي د لړم په ۱۸مه د هرات ښار په ۸مه ناحیه کې په یوه سړک باندې قیر اچوي. [عمر]

کارکوونکي د لړم په ۱۸مه د هرات ښار په ۸مه ناحیه کې په یوه سړک باندې قیر اچوي. [عمر]

د هرات د ټولګټو ریاست رییس سید عبدالله حمایت وویل، «سږ کال په هرات ولایت کې د سړک جوړونې په دوو لویو پروژو باندې کار روان دی.»

هغه وویل، د ارملک - لامان د ۵۴ کیلومتره اوږدې لویې لارې (هرات - باغیس لویې لارې) پروژه ۹۵٪ بشپړه شوې، او د دې پروژې پاتې برخه به د کال تر پایه پورې تکمیل شي.

نوموړي زیاته کړه، په ورته وخت کې د هرات - چشت د ۳۵ کیلومتره اوږدې لویې لارې (هرات - غور لویه لاره) د پروژې رغونه پيل شوې چې ټول ۱.۸ میلیارده افغانۍ (۲۳ میلیونه ډالر) لګښت پرې راځي او ۳۵٪ بشپړه شوې ده.

حمایت وویل، «د دغو لویو لارو په رغولو سربېره، موږ په لسګونو هغه پلونه چې د حکومت مخالفو وسله والو عناصرو ویجاړ کړي وو بیرته رغولي دي،‌ او په لسګونو کیلومتره د لویې لار سړک مو ترمیم او حفظ و مراقبت کړې. د لویو لارو او غټو پلونو ترمیم او ساتنه تل په جریان کې وي.»

کاري فرصتونه رامنځته کول

حمایت وویل، د سړکونو د رغونې او نورو پرمختیایي پروژو تطبیق د هرات ولایت په زرګونو اوسېدونکیو ته اوږدمهالي کاري فرصتونه برابر کړي دي.

هغه وویل، د هرات د ټولګټو ریاست د انجنیرانو او هغو ماهرو او غیر ماهرو مزدورکارانو لپاره چې د دغه ولایت په لویو لارو باندې کار کوي، ۱۰۰۰ کاري فرصتونه برابر کړي دي.‌

محمد سرور حکیمي چې په هرات ښار کې د سړک جوړونې په یوه پروژه کې کار کوي، وویل، هغه خوښ دی چې داسې یوه دنده لري چې د هېواد په رغونه کې مرسته کوي.

هغه وویل، «هغه میاشتنۍ تنخا چې زه یې په دې وظیفه کې ترلاسه کوم زما د کورنۍ د لګښتونو لپاره کافي ده. زه ټوله ورځ د خپل ښار د رغونې او بیارغونې په کار بوخت یم، خو زه پرې د ستړیا احساس نه کوم.»

نوموړي وویل، «په ښار کې د رغونې او بیارغونې کار ... ښاریان هیله من کړي دي.»

حکیمي زیاته کړه، «کاش چې موږ پوره امنیت لرلی ترڅو زموږ د هېواد بېخبنا او دولتي ملکیتونه نه وای ویجاړ شوي.»

د هرات ښاروالۍ یوه کارکوونکي وکیل احمد محمدي هم وویل چې هغه داسې میاشتنۍ تنخا اخلي چې د ده د کورنۍ لګښت پرې برابریږي.‌

هغه وویل، «که جنګ نه وي، د بیارغونې د ډېرو پروژو تطبیق ته به فرصت برابر شي، او ډېر بې کاره ځوان افغانان به دندې ترلاسه کړي.»

محمدي وویل، «ټول ځوانان هیله لري چې یوه دنده ترلاسه کړي او د خپل هېواد په پرمختګ او بیارغونه کې همکاري وکړي.»

هغه وویل، «مونږ تمه لرو چې حکومت نورې پرمختیایي پروژې هم پیل کړي څو بې کاره ځوان افغانان وکولی شي چې په خپل هېواد او ښارونو کې دننه وظیفې ترلاسه کړي او د کار لپار ګاونډیو هېوادونو ته لاړ نشي.»

د سولې او ښېرازۍ په تمه

د هرات اوسېدونکي وایي چې هغوی د طالبانو له جنګونو څخه ستړي شوي او په یاده ډله باندې غږ کوي چې تاوتریخوالی پرېږدي او د افغانستان په بیارغونه او پرمختګ کې یو فعال رول ولوبوي.

د افغان حکومت او طالبانو مرکچیان د وږي له ۲۲مې راهیسې د قطر په پلازمېنه دوحه کې سره ګوري.‌

د هرات ښار یوه اوسېدونکي نذیراحمد وویل، «کله چې سوله او امنیت وي، کېدی شي چې حکومت پیاوړی شي،‌ او بیا به د طالبانو له خوا له جنګ او ننګونو سره مخامخ نشي. کله چې حکومت پیاوړی شي،‌ هغه به د پرمختګ او د تعمیراتي پروژو د تطبیق لپاره فرصت برابر کړي.»

هغه وویل،‌ «زه د یوه مسلمان او افغان په توګه، په طالبانو باندې غږ کوم چې تاوتریخوالی او وینه تویول پرېږدي او د الله (ج)، قران کریم او د الله د رسول (ص) د رضا لپاره دې سوله وکړي.‌ که سوله وشي، بیا به دې ته اړتیا نه وي چې موږ یوه ډیره اندازه پیسې په جنګ باندې ولګوو، او موږ کولی شو چې هغه پیسې د افغانستان په بیارغونه باندې ولګوو.»

هغه وویل، «په ښار کې د سړکونو او کانالونو رغولو د خلکو لپاره اسانتیاوې رامنځته کړي دي. موږ کولی شو چې د ژمي او باراني موسم پر وخت په اسانۍ سره د خپلو کورونو د مخې له سړک نه استفاده وکړو.»

هغه پخې شوې سطحې ته په اشارې سره وویل، «دا به په اوړي کې موږ له ګردونو څخه خوندي کړي.»

د هرات ښار یوه اوسېدونکي عبدالظاهر وویل، «ټول افغانان په دې هیله دي چې په دوحه کې د سولې مذاکرات به ژر پایله ولري.»

هغه وویل، هر څوک په دې هیله دی چې په دوحه کې د سولې خبرې به بریالۍ شي، او ورسره به وینه تویول، جنګ، وژنې او ناارآمي پای ته ورسیږي او افغانان به وکولی شي چې یو نورمال ژوند پیل کړي.

ظاهر وویل، «جنګ ستر لګښت لري، او که د جنګ لپاره تخصیص شوې بودجه د هغه پرځای په پرمختیایي پروژو باندې ولګیږي، افغانستان به نېکمرغه شي. موږ د جنګ په لوریو باندې غږ کوو چې جنګ بس کړي.»

د هرات د والي ویاند جېلاني فرهاد وویل، «د افغانستان حکومت هڅه کوي ترڅو داسې اسانتیاوې برابرې کړي چې د هغو منابعو او بودجې په وسیله چې په لاس کې یې لري د افغانانو ژوند ته بهبود ورکړای شي.»

هغه وویل، که هغه بودجه چې کابل یې له بهر څخه په تحمیل شوي جنګ باندې لګوي د بیارغونې او پرمختیایي پروژو په تطبیق لګیدلې وای، په زرګونو کاري فرصتونه به یې رامنځته کړي او د افغانستان په بیارغونه کې به یې مرسته کړې وای.

فرهاد وویل، «د پرمختیایي پروژو شمېر کال په کال زیاتېږي.»

هغه وویل،‌ «د نړۍ والې ټولنې مرستو افغانستان بدل کړی دی، او اوس د ښارونو څېره تغیر شوې ده. هڅې روانې دي څو ډاډمنه شي چې د دغو پروژو له پیسو څخه ناوړه استفاده ونشي او د ترسره کېدونکیو پروژو کیفیت ښه وي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ډېر د خوښیي ځای چې هیواد که د بیا رغونې چارې پر مخ ځي او هیواد مو ابادیږي.

ځواب ورکړئ

پرمختیایي پروژې د هېواد ټول اتباع راتلونکي ته هیله من کوي. دا مهمه نه ده چې پرمختیایي پروژه په کوم ښار یا ولایت کې پلې کېږي. که یوه پرمختیایي پروژه په هلمند ولایت کې پلې کېږي، د بدخشان ولایت خلک به هم خوښ وي چې د هېواد یو ولایت یې جوړېږي. کله چې په هلمند ولایت کې یو د اوبو بند جوړیږي، د ننګرهار ولایت خلک خوښ دي چې په یوه ولایت کې د اوبو ستونزه حل کیږي. ټول افغانان یو د بل ورونه دي، او هغوی د افغانستان په هره برخه کې په پرمختګ سره خوشحالیږي.

ځواب ورکړئ

د سرکونو د جوړولو تر څنګ، په کار دی چې فابریکې هم جوړې کړای شي څو خلک وکولی شي چې د خپل هېواد له داخلي تولیداتو څخه استفاده وکړي او د یو شمېر هېوادوالو لپاره کاري فرصتونه برابر شي. د یوه سرک جوړول مهم دي، خو د کلینیک، روغتون او فابریکې جوړول د سرک له جوړولو څخه ډېر مهم دي.‌ مونږ تر اوسه پورې هم په خپل هېواد کې یو معیاري روغتون نه لرو. زمونږ خلک اوس هم د تداوۍ لپاره پاکستان او هندوستان ته ځي،‌ او هره ورځ د پاکستان او هندوستان د سفارتونو مخې ته په زرونو خلک په کتارونو کې انتظار وباسي چې وېزې ترلاسه کړي. نړۍ والې ټولنې له افغانستان سره د میلیونونو ډالرو مرسته وکړه، خو د هېواد د بېخبنایي سکتورونو لپاره هېڅ هم ونشول. مونږ د ښوونې او روزنې په برخه کې پرمختګ کړی دی، خو د طب په برخه کې هېڅ پرمختګ نه دی شوی.‌ ډېرې هغه پیسې چې مرستندویو هېوادونو لکه امریکا او اروپا یې له افغانستان سره مرسته کړې وه،‌ په جنګ باندې ولګېدلې، او څه برخه یې فاسدو چارواکو ولوټله.‌

ځواب ورکړئ

ډېرښه او ښکلي رابور دی. ډيره مننه چی په خوږه او روانه پښتو مو ليکلي دی. ما اوريدلي چي هرات ښکلي ښار دي. په ويکيپيډيا کي مي يو ځای وکتل چي ايران دعوا لري چيهرات د ايران برخه دي، مونږ بايد په هرات کي خپل نظامي ځواک دوه برابره قوي وساتو چي د ايران د هر ډول شيطاني اقدام مخه پرې ونيسو. ايران او باکستان دواړه د ترهګرو مرکزونه دي.

ځواب ورکړئ