امنیت

افغانانو په غور کې د ’کافرو’ خرو د اعدامولو له امله طالبان ریشخند کړل

د عمر راپور

ځایي چارواکو وویل، طالبانو د سلواغې په ۱۴مه د غور ولایت په چارسده ولسوالۍ کې څلور خره اعدام کړل. یوې ښځې او درې ماشومانو یاد خره چې خوراکي توکي پرې بار ول د مونګ په نامه کلي ته روان کړي وو چې په لاره کې په طالبانو ور پېښ شول. [آرشیف]

ځایي چارواکو وویل، طالبانو د سلواغې په ۱۴مه د غور ولایت په چارسده ولسوالۍ کې څلور خره اعدام کړل. یوې ښځې او درې ماشومانو یاد خره چې خوراکي توکي پرې بار ول د مونګ په نامه کلي ته روان کړي وو چې په لاره کې په طالبانو ور پېښ شول. [آرشیف]

هرات -- افغانانو په غور ولایت کې حکومت پلوو ځواکونو ته د مرستو رسولو په تور د څلورو خرو اعدامول د طالبانو حماقت وباله.

د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي وویل، یوې ښځې او د هغې درې ماشومانو یاد خره چې خوراکي توکي پرې بار ول د دوشنبې په ورځ /د سلواغې ۱۴مه/ د غور ولایت په چارسده ولسوالۍ کې د مونګ په نامه کلي ته روان کړي وو چې په لاره کې په طالبانو باندې ور پېښ شول. [آرشیف]

هغه وویل، «طالبانو خره وویشتل ځکه هغوی فکر کاوه چې د ولسي پاڅون ځواکونو ته یې خوراکي توکي ور وړل، په داسې حال کې چې اصلا یوې ښځې یو څه خوراکي توکي د خپل پلار له کور نه بار کړي وو او غوښتل یې چې د خرو په وسیله یې خپل کور ته ورسوي.»

هغه وویل، ښځه له حکومت سره هېڅ اړیکه نه لري او یواځې یې هغه توکي وړل چې هغې ورته اړتیا لرله.

خطیبي وویل، «طالبانو ښځه او د هغې درې ماشومان بنديان کړل او د هغوی د خرو له وژلو څخه وروسته یې هغوی یوه نامعلوم ځای ته بوتلل.»

طالبانو اعتراف وکړ چې په غور ولایت کې یې خره وژلي دي.‌

اورپکې ډله اکثر وختونه د خپلو انتقامونو د توجیه کولو لپاره هغو کسانو ته چې له افغان حکومت سره مرسته کوي کفار وایي.‌

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د سې شنبې په ورځ /د سلواغې ۱۵مه/ بي بي سي ته وویل، پېښه هغه وخت وشوه چې طالبانو د ولسي پاڅون ځواکونو ته چې په خرو یې مواد انتقالول کمین ونیو.

خطیبي د طالبانو خبره د دروغو په توګه رد کړه او ویې ویل چې خوراکي توکي او خره د ملکي خلکو ول.

یو د ریشخند وړ او غیر انساني کار

افغانانو د طالبانو له خوا ښځې او د هغې خرو ته کمین نیول وغندل او دغه کار یې ظالمانه او د ریشخند وړ وباله.‌

د هرات ولایت یوه اوسېدونکي محمد ناصر فقیري وویل، طالبان هره ورځ خپلو ظلمونو او غیرانساني کارونو ته دوام ورکوي چې د بې ضرره خرو وژل یې یو مثال دی.‌

هغه وویل، «طالبان نه په انسانانو باندې رحم لري، نه په حیواناتو. که څه هم چې د طالبانو له خوا د خرو وژل ریشخندي او د خندا وړ کار دی، ورسره هغه یو ظالمانه او غیرانساني عمل هم دی.‌ خره بې ضرره حیوانات دي چې انسانان د توکو د لېږدولو لپاره ترې کار اخلي.»

د غور ولایت د مرکز فیروزکوه یوه اوسېدونکي عبدالصبور ناصري وویل، طالبانو تل په دغه ولایت کې خطرناک جرمونه ترسره کړي او عام خلک ترې کرکه کوي.

هغه وویل، ««پخوا ما طالبان له خرو سره پرتله کول، خو اوس زه پوه شوم چې دا اورپکي له خرو سره پرتله کول د خرو سپکاوی دی.»

هغه وویل، طالبان هڅه کوي چې په داسې ظالمانه کارونو سره وېره خپره کړي او په دې توګه ملکي خلک دې ته مجبور کړي چې د هغوی غوښتنې ومني.

ناصري وویل، «طالبانو حتی په بې ګناه حیواناتو باندې رحم ونه کړ. د طالبانو لپاره دا فرق نه کوي چې آیا د هغوی هدف انسان دی که حیوان. هغوی د خپلو شیطاني هدفونو د ترسره کولو لپاره په هر چا باندې برید کوي.»

د هرات ښار یوه اوسېدونکي فهیم اکبري وویل، «زه په دې شک لرم چې طالبان به انسانان وي. هغوی داسې کارونه کوي چې وحشي حیوانات به یې ونه کړي. کله چې ما واورېدل چې طالبانو په غور ولایت کې حیوانات وژلي دي ما ټکان وخوړ.»

هغه وویل، «خرو چې بارونه یې وړل هېڅ ګناه نه وه کړې، او هغوی خبرې نشي کولی. طالبان دا حق نه لري چې په دغو بې چاره حیواناتو باندې برید وکړي. موږ د طالبانو دا کار غندو، او دا باید د یوه جنایت په توګه ثبت شي.»

طالبان:‌ د اسلام په لمنه یو داغ

په هرات ښار کې یوه دیني عالم سید محمد شېرزادي وویل، طالبان یوه ملعونه ډله ده، او کارونه یې له اسلام سره هېڅ‌ ربط نه لري.

هغه وویل، «جنایتکارو طالبانو د ملکي خلکو په وژلو سره هره ورځ افغانې کورنۍ په ویر کېنولي وي. دا چې خدای پاک په دنیا کې په دغې ډله باندې لعنت ویلی دی، خدای دې له دې وروسته په دغو ظالمانو باندې سخت عذاب نازل کړي.»

هغه وویل، «خدای دې په هغو ټولو باندې چې د طالبانو ملاتړ کوي او لاره ورښیي لعنت ووروي. د طالبانو پلویان د یادې ډلې په جنایتونو کې شریک دي،‌ او هغوی د بې ګناه انسانانو په وژلو کې چې هره ورځ وژل کیږي په مساوي توګه ښکېل دي.»

شېرزادي وویل، «طالبانو په ټوله نړۍ کې د اسلام او مسلمانانو نوم بد کړی دی،» او زیاته یې کړه چې مسلمانان د داسې ظالمو انسانانو په کارونو باندې شرمیږي.

هغه وویل، «طالبان د خپلو هدفونود ترسره کولو لپاره د خدای د دین او قران کریم څخه سوء استفاده کوي.»

طالبان په غور ولایت کې د ملکي خلکو پر ضد د تاوتریخوالي یو ظالمانه ریکارډ لري. تېر کال، د اورپکو له خوا د ۱۰ ښځو او ۱۰ ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۷۸ ملکي کسان ووژل شول او ۷۲ تنه نور ټپيان شول.

د غور والي غلام ناصر خاضع د لړم په میاشت کې وویل، طالبان دا وړتیا نه لري چې له امنیتي ځواکونو سره مخامخ جګړه وکړي، له دې امله هغوی د ملکي خلکو وژنې ته مخه کوي.

همدارنګه د تلې په میاشت کې، طالبانو خپل دوه کسان وروسته له هغه چې له حکومت سره د مرستې تور یې پرې ولګاوه، د چارسده په ولسوالۍ کې وویشتل او ووژل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

10 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

طالبانو خپل پلرونه ووژل.

ځواب ورکړئ

نودا خو کومه د حیران تیا خبره نده دا20کاله طالبان خری وژني کله يي هم چرته انسان نده وژلي ولي دادولت کي انسان هم شته اربکيان له خرو هم بدتر دي موژ خو لاپخوا ويل چي اربکيان انسانان ندی خری دي دوی اوس اومنله چي دري خری وژلي

ځواب ورکړئ

ته چې د حکومت پلوي افغانانو ته خره وایې ته او ستا نور طالبان هم د مدرسو مفعولین او د پنجابيانو سپي یئ. له تاسو سره هماغه امریکایان ښه پوهېدل چې د کندهار، بګرام او ګوانتانامو په زندانونو کې یې لوڅ کړئ او ویې غوولئ.

ځواب ورکړئ

طالبان ډېر ظالم خلک دي چې خره هم ترې خوندي نه دي. هغوی حتی په حیواناتو باندې رحم نه لري. زه پرې ډېر خفه یم.

ځواب ورکړئ

طالبانو خپل ملګري وژلي دي.

ځواب ورکړئ

دغه خره دی طالبانو او اربکیانو تر مینځ جګړه کی وژل شوی دی. اربکیانو په دغه خر خوراکی توکی او مهامات بار و چی دی طالبانو کمین سره سر خوری چی دی اربکیانو په شمول دغه خره هم دی ډزو په ترڅ کی وژل کیږی.

ځواب ورکړئ

ترهګر د بې ګناه خرو په شمول د هېڅ ژونديو موجوداتو پروا نه لري. هغوی دغسې روزل شوي دي. پاکستان هغوی ته وایي چې د افغانستان حتی حیواناتو باندې هم رحم ونه کړئ. تاسو کولی شئ چې هر ژوندی شی چې افغانانو ته ګټه رسوي، ووژنئ.

ځواب ورکړئ

دا د حیرانتیا خبره نه ده چې طالبانو خره ووژل. کله چې هغوی انسانان دومره په وحشت سره وژني، بیا نو د حیواناتو وژل داسې دي لکه یو چاکلېټ چې خوري.

ځواب ورکړئ

خرو بېچاره ګانو څه کړي وو چې طالبانو ووژل؟ هغوی حتی په خرو باندې رحم نه لري.

ځواب ورکړئ

اصلا کله چې په یوځای کې جنګ ونښلي هلته به انساني ارزښتونه له منځه لاړ شي. د انسان او حیوان تر منځ فرق ورک شي. خر، طالب، او هغه څوک چې وسلې جوړوي او هغه چې افغانستان ته یې رالېږي دا ټول په یوه ردیف کې واقع دي.

ځواب ورکړئ