روغتیا

د بدخشان اوسېدونکي د طالبانو له خوا د واک ترلاسه کولو څخه وروسته د اوبو بحران سره مخامخ شوي دي

د محمد قاسم راپور

ځایي اوسېدونکي د تلې په ۱ د بدخشان ولایت په مرکز فیض اباد ښار کې اوبو ترلاسه کولو ته په کتار کې ولاړ دي. [عکس حسیب فخر اخیستی دی]

ځایي اوسېدونکي د تلې په ۱ د بدخشان ولایت په مرکز فیض اباد ښار کې اوبو ترلاسه کولو ته په کتار کې ولاړ دي. [عکس حسیب فخر اخیستی دی]

کندوز -- د بدخشان تر ټولو غټ ښار فیض اباد سره نږدې له ۲۰۰۰ څخه ډېرې کورنۍ د طالبانو له خوا له یوې میاشتې څخه مخکې د واک ترلاسه کولو راهیسې د څښلو اوبو ته لاسرسی نه لري.‌

په فیض اباد کې د شهر جدید یوه اوسېدونکی رحمت الله حمیدي وویل، «د طالبانو لاس ته د فیض اباد ښار په لوېدلو سره، د نورو ستونزو تر څنګ د ښار د بېلابېلو برخو اوسېدونکي د څښلو اوبو له کموالي سره مخامخ دي.»

طالبانو د زمري په ۲۰مه فیض اباد ونیو او له هغه وخت راهیسې یې پیسې نه دي ورکړي ترڅو د اوبو برابرولو دستګاه د جنریټرونو د چلولو لپاره تېل واخلي.

د حمیدي په وینا، هغه نلونه چې اوبه یې تأمینولې د وږي ۱ راهیسې وچ دي او خلک د نږدې روان کوکچې سیند اوبه کاروي چې د څښلو وړ نه دي.

حمیدي وویل،‌ ځینې کورنۍ د خرو په وسیله له کوکچې سیند څخه د څښلو اوبه راوړي، په داسې حال کې چې نور په ښار کې له دوکانونو څخه د سیند د اوبو بیلرونه په پیسو اخلي، چې دا دې ټکي ته په پام سره چې هر یو بې کاره دی، یوه غټه اقتصادي ننګونه ده.

هغه زیاته کړه، «خلک د خرو په وسیله له کوکچې سیند څخه اوبه راوړي او هر ۲۰ لېټره بیلر په ۲۰ الی ۵۰ افغانۍ (۲۲ الی ۵۶ امریکایی سنټو) پلوري، خو اوبه پاکې یا صحي او د څښلو لپاره چمتو نه دي.»

په فیض اباد کې یوه قومي مشر ضیاءالدین خواهاني وویل،‌«په نلونو کې اوبه نه راځي. د چا چې وس رسیږي هغوی له دوکانونو څخه منرالي اوبه اخلي، خو د چا چې وس نه رسیږي هغوی له کوکچې او نورو سیندونو څخه اوبه را اخلي.»

هغه زیاته کړه، دا چې کورنۍ د کوکچې سیند ناپاکې اوبه کاروي، ډېرې ښځې او ماشومان په بېلابېلو ناروغیو باندې اخته شوي دي.

د فیض اباد یوه اوسېدونکي محمد نعیم راسخ وویل، «څو ورځې کېږي چې زما ماشومان په نس ناستي اخته شوي دي. ډاکترانو راته وویل چې دغه ناروغي د ناپاکو اوبو له امله ورغلې ده.»

ډکترانو راسخ ته ویلي چې اوبه له څښلو څخه مخکې و اېشوي.

عاید نشته

د اوبو نشتوالی د فیض اباد د حکومتي دوایرو د بندېدا له امله رامنځته شوی دی.

د زمري په ۲۴مه د کابل له نیولو راهیسې،‌ طالبانو داسې کوم مشخص ګامونه نه دي اخیستي ترڅو بانکونه پرانیزي، حکومتي خدمتونه بیا پیل کړي یا د خلکو ورځنۍ ستونزې حل کړي.‌

په فیض اباد کې د یوې محلي شورا یوه غړي خنجر بیک رسولي وویل،‌ د طالبانو په راتګ سره د ښوونکیو، عسکرو او نورو کارکوونکو په ګډون د دولتي مامورینو تنخواګانې ځنډول شوي چې بې کاري او بې وزلي یې رامنځته کړي دي.

هغه وویل، «د اوبو قیمت ډېر زیات دی. طالبان باید دغه قیمت د خلکو د اقتصادي حالت په پام کې نیولو سره وټاکي څو د څښلو اوبو د کموالي ستونزه حل شي.»

په بدخشان کې د اوبو د تأمین ریاست چارواکو وویل، د څښلو اوبه نه راځي ځکه چې بانکونه بند دي او نغدې پیسې نشته.

په بدخشان کې د اوبو د تأمین مدیر محمد ظاهر ستانکزي سلام ټایمز ته وویل، د څښلو اوبو د کموالي ستونزه به ژر حل شي.‌

هغه وویل، «تاسو په هېواد کې یو غټ بدلون وینئ. دغه حالت بې له شکه چې زما په کار باندې هم اغېز کړی دی.»

ستانکزي وویل، «د دې حقیقت په پام کې نیولو سره چې بانکونه بند دي او موږ نشو کولی هغه پیسې چې په بانکونو کې یې لرو وکاروو دا هم بې له شکه یوه ستونزه ده.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د طالبانو له راتګ سره د افغانستان په هره سیمه کې خلک زیانمن شوي او له سختو ستونزو لاس او ګرېوان دي؛ خلکو ته ډوډۍ نه رسېږي، روغتیايي خدمات اول خو نشته او که وي هم نو ډېر کم، تحصیلي او تعلیمي سیستم په ټپه ولاړ دی. آن په یو شمېر سیمو کې ځيني کورنۍ د خپلو اولادونو خرڅلاو ته اړ شوي چې خپل اولادونه خرڅ کړي، د کور توکي خو په پلازمېنه کې په پراخه کچه خرڅېږي. د طالبانو له مشرتابه مو غوښتنه ده چې روان وضعیت ته په کتو د خلکو ستونزو ته لاس رسی وکړي او هغه دوایر چې د افغانستان راتلونکی ورسره تیاره کېږي بېرته خلاصې کړي. څو د افغانستان راتلونکي نسلونه داسې حالت ونه ویني لکه کوم چې موږ وینو.

ځواب ورکړئ

سمه ده چې بدخشان ولایت هم د افغانستان یوه برخه ده او د طالبانو په راتګ سره یې خلک له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. زه دا نه وایم چې هلته دې د مېشتو خلکو ستونزې نه حل کېږي او د دنیاوالو پام دې ورته نه رااړول کېږي؛ خو تاسو (سلام ټایمز) تر اوسه په کوم پښتون مېشته ولایت یوه خبر هم جوړ کړی؟ د یوه پښتون غږ مو تر اوسه رااخیستی چې څه ستونزو سره لاس او ګرېوان دی؟ تاسو د جمهوریت په وخت کې هم د پاړسیوانانو غږ ته انعکاس ورکاوه او اوس هم همدا کار کوئ، ولې د پښتون مېشته ولایتونه غږ نه پورته کوئ؟ ولې د هغوی ستونزې نه رابرسېره کوئ؟ ولې یې غږ نه اوچتوئ؟ د یو افغان په حیث ماته بدخشان، ارزګان، غور کندهار، ننګرهار پکتیا.... یو شی دي؛ خو کم تر کمه د پښتنو غږ ته هم یوه ورځ انعکاس ورکړئ او ستونزې یې رابرسېره کړئ چې په رواني بهراني حالت کې هلته څه تېرېږي؟ دا ګیله د سلام ټایمز د یوه دایمي لوستونکي په حیث کوم او همېش یې راپورونه او لیکنې څارم.

ځواب ورکړئ