جرم او انصاف

متحده ایالاتو په افغانستان کې د دوه تښتول شویو امریکایانو په سر د ۱۰ میلیونو ډالرو انعام وړاندیز وکړ

سلام ټایمز او ای اېف پي

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت اړوند انعامونه د عدالت لپاره پروګرام هڅه کوي داسې معلومات ترلاسه کړي چې په نتیجه کې یې د امریکایي لیکوال پاول ایډوین اووربي (ښی) او سېول انجنیر مارک رنډل فریریکس (چپ) ځای معلوم او هغوی وموندل شي. [انعامونه د عدالت لپاره]‌

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت اړوند انعامونه د عدالت لپاره پروګرام هڅه کوي داسې معلومات ترلاسه کړي چې په نتیجه کې یې د امریکایي لیکوال پاول ایډوین اووربي (ښی) او سېول انجنیر مارک رنډل فریریکس (چپ) ځای معلوم او هغوی وموندل شي. [انعامونه د عدالت لپاره]‌

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د تښتول شویو دوو امریکایانو د موقعیت معلومولو، موندلو او راستنېدلو لپاره د معلوماتو د ترلاسه کولو په بدل کې د هر کس په سر د ۳۸۵ میلیونه افغانیو (۵ میلیونه ډالرو) وړاندیز کوي.‌

انعامونه د عدالت لپاره پروګرام دغه انعامونه د چارشنبې په ورځ /د وږي ۵مه/ اعلان کړل.

کشر پاول ایډوین اووربي

مؤلف پاول اووربي چې ۷۷ کاله عمر لري د ۱۳۹۳ د غوایي په وروستیو کې په خوست کې هغه وخت ورک شو چې د افغانانو په هکله د یوه کتاب لپاره یې تحقیق کاوه.

له ورکېدلو څخه مخکې، اووربي ویلي وو چې هغه پلان درلود چې د نور تحقیق لپاره پاکستان ته واوړي.

د هغه مېرمنې وویل، نوموړی هغه وخت ورک شو چې هڅه یې کوله چې د طالبانو د یوې جلا ډلې، حقاني شبکې، چې له داعش سره هم اړیکې لري، قوماندان سره یوه مرکه ترسره کړي.

اووربي یو سپین پوستی سړی دی چې ۵.۹ فټه (۱۷۵ سانتي متره) لوړ دی او ۱۷۰ پونډه (۷۷ کیلوګرامه) وزن لري. د هغه وېښتان سپین دي چې ښایي خرېیل شوي وي او قهوه یي رنګه سترګې لري.‌ اوربي د غوږ د کانال تکلیف لري چې معالجې او دوا ته اړتیا لري.

د ۱۳۹۷ د غوایي په میاشت کې، د متحده ایالاتو د پلټنو فدرالي ادارې (اېف بي آی) هغه چاته د ۷۷ میلیونو افغانیو (۱ میلیون ډالرو) د ورکولو وړاندیز وکړ چې په خوندي توګه د اووربي د موقعیت، موندلو او راستنېدلو په هکله معلومات ورکړي. تر اوسه پورې هیچا هم هغه انعام نه دی ګټلی.

مارک رنډل فریریکس

دویم سړی، سېول انجنیر مارک فریریکس دی چې ۵۸ کاله عمر لري او د ۱۳۹۸ د سلواغې په لومړۍ لسیزه کې په افغانستان کې په ساختماني پروژو د یوې لسیزې له کار کولو څخه وروسته وتښتول شو.

فریریکس د تښتول کېدلو پر مهال په کابل کې ژوند کاوه. هغه تقریبا په ۱۳۸۹ کې افغانستان ته راغی او د هېواد په بېلابېلو برخو کې یې په ساختماني پروژو کې کار وکړ.

ځینې راپورونه وایي چې د هغه په تښتولو کې حقاني شبکه ښکېله ده.‌ طالبانو په دې پېښه کې له لاس لرلو څخه انکار کړی دی.

فریریکس یو سپین پوستی سړی دی چې ۵.۱۱ فټه (۱۸۰ سانتي متره) لوړ دی او ۱۹۰ پونډه (۸۶ کیلوګرامه) وزن لري. هغه روښانه نصواري رنګه وېښتان لري، سر یې د ګنجي کېدلو په لور روان دی او ښایي خرېیلی یې وي، قهوه یي رنګه سترګې لري او په چپ اننګي باندې یې یو انچ خاپ دی.‌

د وروستي ځل لپاره چې هغه لیدل شوی وو تور بوټان یې په پښو، شین پتلون، او شین جاکټ یې اغوستی وو او سېلوري دستمال یې په غاړه پروت وو.

انعامونه څنګه ترلاسه کېدلی شي؟‌

هر داسې معلومات به چې د دغو دوو امریکایانو موقعیت، بیا موندلو او راستنېدنې ته لاره هواره کړي، په افغانستان کې د امنیتي وضعې په ښه کېدلو باندې اغېز وکړي.

که تاسو څه معلومات لرئ، مهرباني وکړئ له چارواکو سره اړیکه ونیسئ:

د وټس آپ نمبر: ۰۰۱۲۰۲۲۹۷۸۶۹۵

ټیلیګرام: @RFJ_PERSIAN_BOT

فیسبوک: @rewardforjustice

ټوېټر: @RFJ_Pashto

ټول معلومات محرم ساتل کیږي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا یو خو سپین ږیری دی. وایي چې له سپینې ږیرې نه خدای پاک حیا کوي. په کار دی چې د پاکستان استخباراتي اداره، چې ویل کیږي معمولا په افغانستان کې د بهرنیانو په تښتولو کې لاس لري او تر دې مخکې یې هم څو بهرنیان تښتولي وو، خوشې کړي.

ځواب ورکړئ

دا یو غټ شرم دی چې ترهګر بهرني ملکي خلک تښتوي. یو تښتول شوی سړی لیکوال وو او په افغانانو باندې یې کتاب لیکه، او بل انجنیر وو چې له ډېرو کالو راهیسې یې د بېخبنا په پروژو کې د افغانستان خدمت کړی دی. هغوی د امریکا د پوځ په هغو عسکرو کې نه وو چې په افغانستان یې یرغل کړی دی. ملکي خلک په ټولو هېوادونو کې خوندي دي. د دغو امریکایانو تښتول داسې دي لکه یو څوک چې له افغانستان څخه متحده ایالاتو ته لاړ شي او هغه هلته وتښتول شي. مونږ له تښتوونکیو څخه غوښتنه کوو چې ژر تر ژره دواړه تښتول شوي امریکایان ملکیان خوشې کړي. هغوی بې ګناه دي. هغوی کورنۍ لري، ښځې او ماشومان لري. دواړو د افغانستان خدمت کاوه.

ځواب ورکړئ

ښایي چې ۷۷ کلن لیکوال مړ شوی وي، ځکه چې هغه زوړ وو او ۷ کاله مخکې تښتول شوی وو او هغوی د هغه په سر د ۱ میلیون ډالرو انعام کېښود خو د هغه په هکله هېڅ معلومات ترلاسه نشول، لاکن دا بل انجنیر چې ۵۸ کاله عمر لري ښایي وموندل شي ځکه چې ۵ میلیونه ډالر ډېرې پیسې دي، او حتی هغه کسان چې هغه یې تښتولی دی ښایي دې ته چمتو شي چې د پیسو په بدل کې د هغه د موقعیت په هکله معلومات وړاندې کړي‌.

ځواب ورکړئ