امنیت

افغان طالبان: د حقاني شبکې مؤسس له اوږدې ناروغۍ څخه وروسته مړ شو

سلام ټایمز او ای اېف پي

افغان قوماندان جلال الدین حقاني (منځ کې) د ۱۳۷۰ د وري په ۱۳مه له دوه جیګپوړو چریکي قوماندانانو، امین وردک او عبدالحق سره، د هغه په پاکستاني مرکز میرانشاه کې لیدل کیږي. SITE څارونکي ګروپ د وږي په ۱۳مه د طالبانو د یوې اعلامیې په اساس راپور ورکړ، چې افغان طالبانو اعلان کړه، چې حقاني «له یوې اوږدې ناروغۍ څخه وروسته» مړ شوی دی. [ذبیر میر/ای اېف پي]

افغان قوماندان جلال الدین حقاني (منځ کې) د ۱۳۷۰ د وري په ۱۳مه له دوه جیګپوړو چریکي قوماندانانو، امین وردک او عبدالحق سره، د هغه په پاکستاني مرکز میرانشاه کې لیدل کیږي. SITE څارونکي ګروپ د وږي په ۱۳مه د طالبانو د یوې اعلامیې په اساس راپور ورکړ، چې افغان طالبانو اعلان کړه، چې حقاني «له یوې اوږدې ناروغۍ څخه وروسته» مړ شوی دی. [ذبیر میر/ای اېف پي]

کابل -- افغان طالبانو د سې شنبې په ورځ /د وږي په ۱۳مه/ اعلان وکړ، چې د حقاني شبکې د ترهګر ګروپ مؤسس، جلال الدین حقاني، له اوږدې ناروغۍ څخه وروسته مړ شو.

جلال الدین د تېرو ۴۰ کلونو په ترڅ کې د افغانستان او پاکستان په کړکېچ ځپلې سیمه کې د جهاد د تأسیس یوه مهمه څېره وه.

د هغه ګروپ، حقاني شبکه، د افغان ملکیانو، امنیتي ځواکونو او د متحده ایالاتو په مشرۍ د ناټو عسکرو پر ضد د ځانمرګو بمي بریدګرو په سخت استعمال، مشهور دی.‌

واشنګټن له ډېر وخت راهیسې په اسلام اباد فشار اچوي چې د اورپکو ډلو پر ضد عملیات وکړي، چې په دې کې د عملیاتو د سر هدف حقاني شبکه ده. اسلام اباد په مکرر ډول د دغه ګروپ د ملاتړ تورونه رد کړي دي.

په دې بې نېټې عکس کې، پاکستاني عسکر په داسې حال کې لیدل کیږي چې د شمالي وزیرستان په میرعلي کې په ضرب عضب عملیاتو کې برخه اخلي. دغو عملیاتو، چې د ۱۳۹۳ د غبرګولي په میاشت کې پیل شول، د اورپکو بېلابېل ګروپونه په نښه کړل. [د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو اداره]

په دې بې نېټې عکس کې، پاکستاني عسکر په داسې حال کې لیدل کیږي چې د شمالي وزیرستان په میرعلي کې په ضرب عضب عملیاتو کې برخه اخلي. دغو عملیاتو، چې د ۱۳۹۳ د غبرګولي په میاشت کې پیل شول، د اورپکو بېلابېل ګروپونه په نښه کړل. [د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو اداره]

د تاوتریخوالي او ویجاړوونکیو بریدونو تاریخچه

جلال الدین، چې فکر کیږي د عمر په ۷۰مو یا ۸۰مو کلونو کې وو، د افغانستان په ختیځ کې د لویې پکتیا په سیمه کې زېږېدلی او وروسته د پاکستان قبایلی سیمو ته کډه شوی وو. هغه په ۱۹۸۰مو کلونو کې د شوروي د اشغال پر ضد د جنګیالیو د یوه وتلي قوماندان په توګه نوم واېست.

د څو لسیزو په اوږدو کې، جلال الدین، چې له رسنیو سره یې نژدې اړیکې لرلې، د عربي ژبې په برخه کې خپلو مهارتونو څخه په استفادې سره، د القاعدې د پخواني مشر اسامه بن لادن په شمول، عرب ترهګرو مشرانو سره، ښې اړیکې جوړې کړې.

په ۱۹۹۶ کې د طالبانو د واکمنۍ په ترڅ کې، هغه د قبایلو د چارو وزیر شو -- چې د مجاهدینو له یوازې څو لویو مشرانو څخه یو وو -- چې له رژیم سره یوځای شو،او د طالبانو مؤسس ملا محمد عمر ته نژدې کس وو.

خو وروسته له هغه چې د متحده ایالاتو په مشرۍ ایتلاف په ۱۳۸۰ کې د طالبانو رژیم نسکور کړ، جلال الدین د خلکو له سترګو ځان پناه کړ، او په وروسته کلونو کې، چې د حقاني شبکې د وېروونکي شهرت وده پیل شوه، یوازې یو څو ځلې په عام محضر کې راڅرګند شو.

دغه ګروپ، چې متحده ایالاتو په ۱۳۹۱ کال کې د یوه بهرني ترهګر سازمان په نامه ونوماوه، د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د سترو بریدونو د ترسره کولو مسؤل بلل کیږي، او په سیمه کې د اورپکو د عملیات کوونکیو ګروپونو تر منځ تر ټولو ډېر بې رحمه ګروپ دی.

تحلیلګران له ډېر وخت راهیسې شک کوي چې په کابل کې د یو شمېر هغو لویو بریدونو تر شا، چې داعش یې په وروستیو کلونو کې د ترسره کولو مسؤلیت اخیستی دی، حقاني شبکې لاس درلود.‌

د ډېرو لویو بریدونو تر منځ، حقاني شبکه په دې تورنه ده چې د ۱۳۹۶ د غوایي په میاشت کې یې د کابل په زړه کې د یوه لارۍ بمي بریدپه ترسره کولو سره خواوشا ۱۵۰ کسان ووژل -- که څه هم چې د جلال الدین زوی سراج الدین وروسته په یوه کمساري سمعي پیغام کې دغه تور رد کړ.

همدارنګه، دغه شبکه د افغان چارواکو په وژلو او د کاناډایي جوشوا بوایل، د هغه د امریکایۍ مېرمنې، کیتلن کولمن، او د هغوی د درې ماشومانو، چې تېر کال ازاد کړای شول، په شمول د تښتول شویو لویدیځوالو په بندي ساتلو تورنه ده.

په ترهګرو باندې 'د پام وړ تاثیر نشتوالی'

د راپورونو په اساس، جلال الدین له څو کالو راهیسې په کټ پروت وو او مشري یې سراج الدین ته، چې د افغان طالبانو د مشر مرستیال دی، سپارلې وه.

د حقاني کورنۍ ژورنالستانو ته د وټس آپ د یوه پیغام له لارې د خپل مشر مړینه تایید کړه.‌ دا روښانه شوې نه ده چې هغه چېرې یا کله مړ شو. نه تایید شویو راپورونو ویلي چې نوموړی په وروستیو کلونو کې په پاکستان کې اوسېده.

د هغه شبکه د پاکستان د شمالي وزیرستان په میرانشاه سیمه کې له خپل مرکز څخه فعالیت کوي، چې د دغه ګروپ جنګیالي وخت په وخت په پوله اوړي او د افغانستان ختیځو سیمو ته تېرېږي.

د هغه د مړینې په هکله پخوا اوازې خپرې شوې وې، چې په کې د ۱۳۹۴ کال هغه پراخ راپورونه هم شامل وو چې ویل یې نوموړی په ۱۳۹۳ کال کې مړ شوی دی، خو دا لومړی ځل دی چې طالبانو او د هغه کورنۍ تایید کړه.‌

د جلال الدین د مړینې د اعلان په غبرګون کې، په اسلام ابد کې مېشت یوه مشر ژورنالست، طاهرخان په خپل ټویټ کې لیکلي، «طالبان د پخوانيو مجاهدینو د مشر جلال الدین حقاني مړینه تاییدوي. هغه په ۱۳۹۳ کې مړ شوی وو خو طالبانو او د هغه کورنۍ یې مړینه د وږي تر ۱۳مې پورې پټه ساتلې وه.‌ طالب سرچینو مخکې تایید کړې وه چې جلال الدین حقاني له پاک - افغان سرحد سره نژدې په یوه هوایي برید کې ټپي شوی وو.»‌

د جلال الدین د مړینې په هکله د طالبانو د اعلان وخت هم توجه جلبوونکی دی، چې له اسلام اباد څخه د چارشنبې په ورځ /د وږي په ۱۴مه/ د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزیر مایک پومپیو له پلان شوې کتنې څخه مخکې وشو،‌ او د طالبانو د نیتونو په هکله مهمې پوښتنې راولاړوي.

د پېښور پوهنتون د سیاسي علومو پوه سید حسین شهید سهروردي پاکستان فارورډ ته وویل، دغه اعلان ښایي د دې لپاره شوی وي چې «د پومپیو له کتنې څخه د خلکو پام بلې خواته واړوي»،

طالبانو پخوا هم دې ته ورته تکتیکونه کارولي دي. دغه ګروپ، د ۱۳۹۴ د چنګاښ په میاشت کې، د خپل لوی مشر، ملا عمر، مړینه اعلان کړه، خو وروسته معلومه شوه چې عمر دوه کاله مخکې مړ شوی وو. طالبانو اعتراف وکړ چې د ملا عمر مړینه یې پټه ساتلې وه.

افغان او پاکستاني تحلیلګرانو وویل، چې د جلال الدین مړینه به په عمومي توګه د دغه ګروپ په عملیاتو باندې مهم تاثیر ونه لري.‌

د افغانستان د اجرایه رییس عبدالله عبدالله ویاند حکمت ساپي وویل، کله چې د طالبانو یو مشر مړ کیږي، د ګروپ په ډلو کې اختلافات رامنځته کیږي.‌ښایي چې د جلال الدین له مړینې څخه وروسته هم قضیه همداسې وي، خو هغه وړاندوینه وکړه چې ښایي دغه ډول خصومت په دې قضیه کې تاثیر ونه لري.‌

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، «د طالبانو د بېلابېلو ګروپونو تر منځ به ډېرې ستونزې یا د خولې جنګ رامنځته نشي،»

په پېښور کې د امنیتي چارو تحلیلګر متقاعد جګړن محمودشاه پاکستان فارورډ ته وویل، «جلال الدین حقاني یوه مهمه څېره وه، چې په فصاحت سره یې عربي ویله، او په خپلو ښو کلونو کې یې له اسامه بن لادن او القاعده شبکې سره ښې اړیکې لرلې، خو په وروستیو کلونو کې یې کوم فعال قومانده او کنټرول په لاس کې نه لرل،»

د پېښور پوهنتون د سیاسي علومو پوه، سهروردي، وویل، د جلال الدین مړینه «به په حقاني شبکه یا په افغانستان کې د طالبانو په حرکت باندې د پام وړ تاثیر ونه لري،»

هغه وویل، «د مشرانو مړینه د طالبانو په عملیاتو باندې تاثیر کوي... خو دا هم یو حقیقت دی چې چریکي جنګیالي بیا سره یوځای کیږی، او تر یوه نوي شعار لاندې عملیات پیلوي. هغوی به خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي.»

[له پېښور څخه محمد اهل د دې راپور په برابرولو کې همکاري کړې ده.]‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500