امنیت

په ښکلي او زرغون نورستان کې د امنیت په ښه کېدلو سره د ګرځندوی صنعت وده کړې ده

د خالد زېري راپور

ځایي چارواکو او اوسېدونکیو وویل، په نورستان کې د امنیت په ښه کېدلو سره، د هغو سیلانیانو شمېر زیات شوی چې له تاریخي او طبیعي ځایونو څخه لیدنه کوي. [خالد زېری]

نورستان -- ځایي چارواکو وویل، په نورستان کې د امنیت په ښه کېدلو سره، د هغو سیلانیانو شمېر د پام وړ په ډول زیات شوی چې له تاریخي او طبیعي ځایونو څخه لیدنه کوي.

د نورستان د والي مرستیال محمد هاشم فیضي وویل، «په تېرو څو کالونو کې امنیت ډېر ښه نه وو، خو الحمدلله اوس هېڅ ستونزه نشته. امنیت دومره ښه شوی دی چې خلک کولی شي شپه او ورځ وګرځي.»

هغه وویل،‌ «اوس نورستان ته تللی سړک خوندي دی. زموږ امنیتي ځواکونو په لوړ مورال سره امنیت ټینګ کړی دی او د حکومت ضد عناصرو ته اجازه نه ورکوي چې مختل یې کړي، او نورستان یې د سیلانیانو لپاره ډېر مناسب ګرځولی دی.»

فیضي وویل، ځایي چارواکي په دې کار کوي چې بېخبناوې جوړې کړي او په دغه ولایت کې د سیلانیانو د زیاتېدونکي شمېر او پانګونې ملاتړ وکړي.‌

په دې عکس کې چې د چنګاښ په ۳مه اخیستل شوی، د نورستان ولایت مرکز پارون لیدل کیږي. [خالد زېری]

په دې عکس کې چې د چنګاښ په ۳مه اخیستل شوی، د نورستان ولایت مرکز پارون لیدل کیږي. [خالد زېری]

هغه وویل، «په داسې حال کې چې په پارون کې د اوبیزې برېښنا یوه ژرنده وار له مخه جوړه شوې، چې د اوس لپاره کافي ده، موږ د نورستان په هره ولسوالۍ کې کافي اندازه اوبه لرو. په ۷ ولسوالیو کې د ۷ بندونو د جوړونې سروې بشپړه شوې ده، او د دغو بندونو جوړول به د ځایي خلکو ستونزې حل او پانګونې ته لاره هواره کړي.»

افغان حکومت د چاپېریال د نړۍ والې ورځې /د غبرګولي ۱۶مې/ په مناسبت، د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې په سپارښتنه، ټول نورستان د ملي پارک په توګه ونوماوه.

ځایي چارواکي وایي، زرغون ځنګلونه، تاریخي ځایونه، او بې ساري محلي رواجونه او دودونه هغه څه دي چې سیلانیان د نورستان لیدلو ته ورجلبوي.

بیارغونه او ساتنه

د امنیت په ښه کېدلو سره، د نورستان ځایي ادارې د هغه سړک پخول پیل کړي چې مرکز پارون د واما ولسوالۍ له سټاپ سیمې سره نښلوي.

فیضي وویل، «هغه سړک چې د کونړ ولایت مرکز اسداباد له پارون سره نښلوي... ۱۰۸ کیلومتره اوږد دی، چې ۶۱ کیلومتره یې خام دی. موږ له پارون څخه د ۲۱ کیلومترو په اوږدوالي د هغه سړک پخول پیل کړي دي چې په درې کالونو کې به بشپړ شي، په داسې حال کې چې ټول سړک به په پنځو کالونو کې دننه پوخ شي.»

داسې پلانونه ترتیب شوي چې د اوسېدونکیو او سیلانیانو لپاره امنیت لا نور کلک شي،‌ او د ولایت طبیعي ښکلا هم وساتل شي.

په نورستان کې د چاپېریال ساتنې د ادارې رییس عبدالخالق خالقیار وویل، «موږ غواړو چې په څو کالونو کې د چاپېریال ساتنې پولیس ځواک جوړ کړو. په هغوی کې به ځینې رضاکاران وي، او نورو ته به مزد ورکول کیږي چې ځنګلونه، وحشي حیوانات او طبیعي سیمې خوندي کړي.»

هغه وویل، «په نورستان کې د جنګونو له امله وحشي حیوانات کم شوي دي، خو اوس هم هلته په جیګو غرونو کې هوسۍ او نور حیوانات شته. موږ به هڅه وکړو چې هغوی وساتو او شمېر یې زیات کړو.»

هغه وویل، «بل مهم شی دا دی چې موږ په غرونو کې د واورې پړانګان لرو. هغوی ډېر کمساري حیوانات دي.‌ موږ به هڅه وکړو چې د هغوی شمېر هم زیات کړو.»

ښکلی او زرغون

د ولایتي ادارې ویاند فضل حق خالقیار وویل، چارواکو داسې پلانونه ترتیب کړي چې د سیمې کلتوري میراث خوندي کړي.

هغه وویل، «موږ په کامدېش او برګ مټال ولسوالیو کې ۵۰۷ لاسي صنایع په ګوته کړي چې د ځایي خلکو په لاس کې دي.‌ موږ به هغه ټول لاسي صنایع راوړو او په ولایتي مرکز کې به یو موزیم ورته جوړ کړو چې سیلانیان یې وګوري او د نورستان له تاریخ څخه خبر شي.»

هغه وویل، «موږ به ځینې تاریخي ودانۍ بیاورغوو.»

د پارون یوه اوسېدونکي رفیق الله چې ۳۳ کاله عمر لري، وویل،‌ «امنیت ډېر ښه شوی دی ځکه چې پولیس او نور امنیتي ځواکونه پوره د تیارسۍ په حالت کې دي او دښمن یې له سیمې څخه پسې اخیستی دی.»

هغه وویل، «موږ باوري یو چې زموږ امنیتي ځواکونه به هېڅکله هم دښمن ته اجازه ورنه کړي چې بریالی شي.»

د ننګرهار ولایت یوه اوسېدونکي رفیع الله صمیم چې په وروستیو کې یې له خپلو ملګرو سره یوځای له پارون څخه لیدنه کړې ده، وویل، «ما هېڅکله هم فکر نه کاوه چې نورستان به دومره ښکلی او زرغون وي.‌ تر دې چې په غرونو کې یې کوچني ډنډونه هم شته.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

هغه عکسونه چې ما ستاسو په راپور کې ولیدل ښیي چې نورستان په ریښتیا سره یو ښکلی ولایت دی او ډېرې ښکلې درې او پارکونه لري. خلکو به ویل چې نورستان ډېر ښکلی دی او ما پرې باور نه کاوه، خو د دغه ولایت له هغو عکسونو څخه چې تاسو خپاره کړي دي، داسې ښکاري چې هغه په ریښتیا سره ښکلی دی. مونږ هم له حکومت، په ځانګړې توګه ولسمشر څخه مننه کوو چې د نورستان ښکلی ولایت یې د یوه ملي پارک په توګه اعلان کړ.‌ نورستان حتی له سویتزرلنډ څخه هم ډېر ښکلی دی. په سویتزرلنډ کې جنګ نه وو، خو په دې هېواد کې جنګ او ناامني وه،‌ او که جنګ نه وای او حکومت په دې ولایت کې سرکونه پاخه کړي وای،‌ نورستان به د ګرځندوی لپاره یو جالب ځای وای او هر کال به په زرونو کورنيو او بهرنیو سیلانیانو له دغه ښکلي ولایت څخه لیدنه کوله، خو له بده مرغه چې د جنګ او ناامنۍ له امله، حتی د وطن له داخل څخه خلک نشي کولی چې له نورستان ولایت څخه لیدنه وکړي. په هر حال، کله چې مونږ داسې پرمختیایي خبرونه اورو چې زمونږ هېواد له جنګ او ناامنۍ سره سره پرمختګ کوي، مونږ ډېر خوشحالېږو.‌ زه هیله لرم چې یوه ورځ به دې هېواد ته سوله او امن راشي او مونږ به وکولی شو چې د خپل هېواد ښکلي ځایونه ووینو.‌

ځواب ورکړئ