تکنالوژي

افغانانې ښځې د کمپیوټري لوبې له لارې د نشه ییزو توکو د کرنې او د ناامنۍ پر ضد مبارزه کوي

د نجیب الله راپور

افغانانې په هرات ولایت کې د کوډ ټو انسپایر په روزنیز مرکز کې د کمپیوټر پروګرامېنګ لولي. [له کوډ ټو انسپایر نه په مننه]

افغانانې په هرات ولایت کې د کوډ ټو انسپایر په روزنیز مرکز کې د کمپیوټر پروګرامېنګ لولي. [له کوډ ټو انسپایر نه په مننه]

کابل -- د افغانو ښځو یوې ډلې داسې یوه کمپیوټري لوبه جوړه کړې چې هدف یې په هلمند ولایت کې د نشه ییزو توکو پر وړاندې جګړه او د زعفرانو کرنې ته وده ورکول دي.‌

اته ښځې، چې ټولې په هرات پوهنتون کې د کمپیوټرساینس زده کوونکې دي او له ۲۰ نه تر ۲۴ کلونو پورې عمرونه لري، د دې لپاره سره یوځای شوي چې په هرات ولایت کې د کوډ ټو انسپایر په روزنیز مرکز کې دغه لوبه جوړه کړي.‌

د دغه لوبې اتل یو افغان عسکر دی چې هلمند ولایت ته ځي،‌ د افغانستان د دښمنانو په مقابل کې جګړه کوي، د کوکنارو بوټي له منځه وړي او پرځای یې زعفران کري.

د اپینو پر ضد جګړې ته لېوالتیا

په هرات پوهنتون کې د کمپیوټر ساینس یوه زده کوونکي خاطره محمدي د هغې ډلې له غړو څخه ده چې دا کمپیوټري لوبه یې جوړه کړې چې د کوکنارو د کرنې پر ضد جګړه ښیي.

یو کاروونکی د موبایل یو اپلیکېشن چې په کوډ ټو انسپایر کې جوړ کړای شوی دی ښیي.‌ [له کوډ ټو انسپایر نه په مننه]

یو کاروونکی د موبایل یو اپلیکېشن چې په کوډ ټو انسپایر کې جوړ کړای شوی دی ښیي.‌ [له کوډ ټو انسپایر نه په مننه]

خاطرې سلام ټایمز ته وویل،‌ دا لوبه په دې حقیقت بنا ده چې افغان عسکر په هلمند ولایت کې د کوکنارو د کرنې او نا امنۍ پر ضد مبارزه کوي.

هغې وویل، «د لوبې د کیسې په اساس،‌ افغان عسکر ځي او د دښمن پر ضد جګړه کوي... او نشه ییز توکي ویجاړوي. څه چې مونږ په کیسه کې زیات کړي هغه د زعفرانو کرل دي،ځکه مونږ غوښتل چې یوه مثبته ننداره وړاندې کړو.»‌

خاطرې وویل، «په دې لوبه کې، مونږ نړۍ ته د هلمند یو مثبت تصویر وړاندې کړی دی،»

حسینه د پروګرام جوړونې په مرکز کې د هرات پوهنتون یوه بله زده کوونکې ده چې د دغې کمپیوټري لوبې په جوړونه کې یې مرسته کړې ده.

هغې سلام ټایمز ته وویل، «د دې لوبې له لارې، مونږ غواړو چې هر ځوان او تنکی ځوان، او په عمومي توګه هر هېوادوال چې دا لوبه کوي،‌ وهڅوو، چې د کوکنارو پر ضد د جګړې په برخه کې لېوال واوسي او پرځای یې زعفران وکري،‌ ځکه چې زعفران هم له اقتصادي پلوه ګټور دی او هم ستاسو لپاره ښه دی.»‌

حسینې وویل، د دې لوبې په جوړولو نژدې لس میاشتې ولګېدې، او زیاته یې کړه چې دا لوبه د یوه فلم په څېر په ګڼو مرحلو او دورو کې جوړه شوه.‌

هغې وویل، «زمونږ استادانو، دوستانو او زمونږ کورنیو دا لوبه وستایله، ځکه چې د دې لوبې هدف یوازې دا نه دی چې ساعت پرې تېر کړای شي، بلکې هغه د یوه روښانه او ګټور هدف لپاره جوړه شوې ده.»‌

لوبه د خبرتیا په ډېرولو کې 'ډېره مؤثره' ده

د نشه ییزو توکو پر ضد د مبارزې وزارت د کمپیوټر د پروګرام جوړونې د زده کوونکیو دغه نوښت ته، چې عام خلک د نشه ییزو توکو پر ضد مبارزې په هکله خبروي، ښه راغلاست وویل.‌

د وزارت ویاند عباس فراسو سلام ټایمز ته وویل، «هغه ډېر مؤثر دی. د نشه ییزو توکو پر ضد د مبارزې یوه لویه او مؤثره برخه دا ده چې عامه پوهاوی زیات کړای شي،‌ که هغه د بدیل معیشت د پروګرامونو د برابرولو له لارې وي او که د داسې شرایطو له لارې چې د تقاضا د راکمولو سبب ګرځي

هغه وویل، «مونږ دې ته ضرورت لرو چې د عامه پوهاوي کمپاینونه د رسنیو، تیاتر او بل هر نوښت له لارې، چې شوني وي، ترسره شي،»‌

هغه وویل، «مونږ د زده کوونکو نوښت ستایو،‌ او د نشه ییزو توکو پر ضد د مبارزې وزارت دې ته تیار دی چې له هغوی سره همکاري وکړي او په دې برخه کې د هغوی له نوښتونو څخه کار واخلي،»‌

په کابل کې مېشت یوه ارواپوه محمد ناصر وویل،‌ په هېواد کې د سمارټ فونونو او کمپیوټرونو د پراختیا او ترویج په پام کې نیولو سره، داسې کمپیوټري لوبې، چې هغه د افغانانو اړتیاوې پوره کوي، یو ضرورت دی.‌

هغه وویل، په افغانستان کې عامه پوهاوی لږ دی، او داسې لوبې، چې هغه یو پیغام خپروي، به د لوبوونکیو په ذهنونو باندې یو ښه تاثیر ولري.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د نشه ییزو توکو پر ضد کمپیوټري لوبه هغه ستونزې ښیي چې عسکر یې د وطن دښمنانو سره په جګړه کې تحمل کوي. دا به د عامو خلکو په زړونو کې زمونږ د عسکرو په وړاندې درناوی رامنځته کړي.»‌

ناصر وویل، «په دې لوبه کې، د کوکنارو کرنې ته د یوه ناوړه کار په سترګه کتل کیږي، په داسې حال کې چې د هغه بدیل، چې زعفران دی، د یوه ګټور او مفید بوټي په توګه ښودل کیږي. دا به کوکنار د داسې یوه بد بوټي په توګه معرفي کړي چې باید ونه کرل شي

باکیفیته کمپیوټري پروګرام جوړونه

حسینې، چې له نژدې دوه کلونو راهیسې یې د کوډ ټو انسپایر د کمپیوټري پروګرام جوړونې په مرکز کې زده کړې کړي او نوره فراغت ته نژدې ده، وویل، چې هغه به د نورو لوبو جوړونې ته، چې لا لوړ هدف به لري، دوام ورکړي.‌

هغې وویل، «مونږ داسې تصمیم لرو چې په هره لوبه کې، چې مونږ یې جوړوو، د مؤثرتیا او پیغامونو په څېر فکټورونه شامل کړو. سربېره پر دې، مونږ غواړو چې دا لوبې د ننګونو په څرګندولو سربېره مناسبې حل لارې په ګوته کړي.»‌

کوډ ټو انسپایر د کمپیوټري پروګرام جوړونې مرکز په ۲۰۱۵ کال کې په ایران کې د یوې زېږېدلې کډوالې افغانې فرشتې فروغ له خوا تاسیس شو.‌ هغه په ۲۰۰۱ کال د طالبانو له نسکورېدلو څخه یو کال وروسته له خپلې کورنۍ سره هرات ته راغله او په هرات پوهنتون او د جرمني د برلین په تخنیکي پوهنتون کې یې کمپیوټرساینس ولوست.‌

د هغې هدف دا دی چې افغانې ښځې د هغوی تخنیکي سواد ته د ودې ورکولو له لارې پیاوړې کړي.‌

په هرات کې د پروګرام جوړونې د مرکز د پروژې مدیر حسیب رسا سلام ټایمز ته وویل، «د مرکز زده کوونکې د پوهنتون او ښوونځیو ښځینه زده کوونکې دي، چې ټول شمېر یې له ۵۵ څخه تر ۶۰ پورې رسېږي،»‌

د رسا په خبره، زده کوونکې د کوډېنګ،‌ د وېب سایټ د ډیزاین، د موبایل اپلیکېشنونو د جوړولو، کمپیوټري لوبو او ګرافیکونو د جوړولو په څېر مهارتونه په وړیا ډول زده کوي.‌

هغه وویل، «په دې مرکز کې تر اوسه زده کوونکیو د انډرایډ سیستمونو لپاره ګڼ شمېر موبایل اپلیکېشنونه او همدارنګه ۱۸ کمپیوټري لوبې جوړې کړي دي،»‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د خوشحالۍ خبره ده خو تاسو دا نه ده یاده کړې چې د دغې لوبې/اپلیکیشن نوم څه دی؟

ځواب ورکړئ