زغم

د کندهار ځوانان له ازادۍ څخه خوند اخلي خو وېرېږي چې د طالبانو بیا راتګ به پرمختګ په بل مخ واړوي

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

د افغانستان په نا ارامه جنوبي برخه کې د کندهار ښار چې یو وخت د طالبانو د سخت دریځي اسلامي حکومت مرکز وو، ورو ورو په داسې یوه روښانه ښاري مرکز باندې بدلیږي چې له ګڼې ګوڼې ډکې قهوه خانې، د ګډو زده کړو پوهنتونونه او ان د ښځو لپاره د سپورت یو کلب په کې فعالیت کوي. [نجیبه نوري/ای اېف پي ټي وي/ای اېف پي]

کندهار -- کندهار ښار چې یو وخت د طالبانو د سخت دریځي اسلامي حکومت مرکز وو، ورو ورو په داسې یوه روښانه ښاري مرکز باندې بدلیږي چې له ګڼې ګوڼې ډکې قهوه خانې، د ګډو زده کړو پوهنتونونه او ان د ښځو لپاره د سپورت یو کلب په کې فعالیت کوي.

هر ماخستن ځوان سړي په دغه ۷۰۰ زره نفوس لرونکي ښار کې د ارینا کلب په نامه یوې عصري قهوه خانې ته ورځي ترڅو سنوکر لوبه وکړي، او په یوه غټ سکرین باندې فوټبال وګوري، یا قیلون وڅکوي -- په داسې حال کې چې په ۱۳۷۵ - ۱۳۸۰ کې په افغانستان کې د طالبانو په واکمنۍ کې دا کارونه ناشوني وو.‌

د ارینا ۳۰ کلن مالک نظیر احمد وویل، «دا ځای چې موږ جوړ کړ په کندهار کې هغه وخت داسې ځای نه وو، او اوس هم په ټول جنوب کې دغسې ځای نشته.»

خو د ښار ځوانان وېرېږي چې داسې په سختۍ سره ګټلې ازادۍ یې بیا د له لاسه ورکولو برید ته رسېدلي دي، ځکه چې طالبان له حکومت سره د سولې د خبرو له ترسره کولو سره سره په خپل پخواني اصلي واک ځای کې بریدونه زیاتوي.

سړي د تلې په ۹مه د کندهار په عینو مېنه کې د قطعو لوبه کوي. کندهار ښار چې یو وخت د طالبانو د سخت دریځي اسلامي حکومت مرکز وو، ورو ورو په داسې یوه روښانه ښاري مرکز باندې بدلیږي چې له ګڼې ګوڼې ډکې قهوه خانې، د ګډو زده کړو پوهنتونونه او ان د ښځو لپاره د سپورت یو کلب په کې فعالیت کوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

سړي د تلې په ۹مه د کندهار په عینو مېنه کې د قطعو لوبه کوي. کندهار ښار چې یو وخت د طالبانو د سخت دریځي اسلامي حکومت مرکز وو، ورو ورو په داسې یوه روښانه ښاري مرکز باندې بدلیږي چې له ګڼې ګوڼې ډکې قهوه خانې، د ګډو زده کړو پوهنتونونه او ان د ښځو لپاره د سپورت یو کلب په کې فعالیت کوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

یوه عمومي منظره د اکتوبر په ۱ په کندهار کې عینو مېنې ته د ورننوتلو دروازه ښيي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

یوه عمومي منظره د اکتوبر په ۱ په کندهار کې عینو مېنې ته د ورننوتلو دروازه ښيي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

یوه ښځه د تلې په ۸مه په کندهار کې د ښځو په یوه سپورتي کلب کې د منډې په یوه ماشین باندې تمرین کوي. [ایلیس بلانکارډ/ای اېف پي]

یوه ښځه د تلې په ۸مه په کندهار کې د ښځو په یوه سپورتي کلب کې د منډې په یوه ماشین باندې تمرین کوي. [ایلیس بلانکارډ/ای اېف پي]

یوه عمومي منظره د مرغومي په ۱۸مه د کندهار ولایت په ډنډ ولسوالۍ کې د داخلي بې ځایه شویو خلکو په یوه کمپ کې خېمې ښیي. چارواکو وویل، د سولې له خبرو سره سره، د یاغیانو او حکومت تر منځ‌ له څو میاشتنۍ درنې جګړې څخه وروسته په کندهار کې شاوخوا ۱۷۰۰۰ افغانې کورنۍ له خپلو کورونو څخه ووتلې. [جاوېد تنویر/ای اېف پي]

یوه عمومي منظره د مرغومي په ۱۸مه د کندهار ولایت په ډنډ ولسوالۍ کې د داخلي بې ځایه شویو خلکو په یوه کمپ کې خېمې ښیي. چارواکو وویل، د سولې له خبرو سره سره، د یاغیانو او حکومت تر منځ‌ له څو میاشتنۍ درنې جګړې څخه وروسته په کندهار کې شاوخوا ۱۷۰۰۰ افغانې کورنۍ له خپلو کورونو څخه ووتلې. [جاوېد تنویر/ای اېف پي]

مخکې له دې چې یاغیان د سپتمبر د ۱۱مې بریدونو پسې وروسته له واکه وغورځول شي،‌ هغوی د شریعت داسې یوه سخته بڼه په خلکو باندې تحمیل کړه چې له موزیک او فلمونو څخه نیولې تر پتنګ الوځولو پورې د ساعت تېرۍ ټول ډولونه یې بند کړل.‌

که څه هم چې په عام محضر کې په درو د خلکو وهلو او د ښار په څلورلارو کې د اعدامونو کیسې اوس هم ښاریان ځوروي، لاکن په کندهار کې ډېر زیات بدلونونه راغلي دي.

ښځې په موټرسایکلونو ګرځي، کورنۍ له ډله ییزو مېلو څخه خوند اخلي او د ښار ډېرې برخې داسې روښانه څیره لري چې د لمر په لوېدلو سره یې څراغونه روښانه کیږي او د سړکونو د غاړې پلورونکي د شپې لپاره ګرم خواړه تیاروي.‌

له دغه پرمختګ سره سره، طالبانو په وروستیو میاشتو کې په کلیوالو سیمو کې د افغان ځواکونو پر ضد خپل کمپاین چټک کړی دی.

څه ډول سوله؟

د کندهار ښار باندې حکومتي ځواکونه ټینګه ولکه لري، خو طالبان هم د ښار له دروازو سره موجود دي.

احمد وویل، «زه هیله لرم چې طالبان بدل شوي وي او اجازه به ورکړي ترڅو دا کلب پرانستی پاتې شي.»

د ښار په عینو مېنه کې چې د لوړې سویې خلک په کې ژوند کوي، د کافي ډیلایټ په نامه له یوه بل عصري ځای څخه په لوړ اواز د خندا غږ راوځي.

دغه قهوه خانه ښځینه مشتریانو ته هم د ورتګ فرصت برابر کړی دی -- او دا هغه څه دي چې لا هم په دغه ښار کې غیرمعمول دي.

د قهوه خانې مالک محمد یاسین وپوښتل، «که هغوی زموږ قهوه خانه بنده کړي دا به نو بیا څه ډول سوله وي؟»

هغه وویل،‌ «که طالبان موږ ته ووایي چې ښځینه مشتریانې ونه منو، موږ به یې ورسره ونه منو.»

په افغانستان باندې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال، نجونې له ښوونځیو څخه ایسارې وې او هغه ښځې چې د زنا د جرمونو تور به پرې ولګېد به په سپورټي لوبغالو کې تر مرګه په تیږو ویشتل کېدلې.

خو له واک څخه د هغوی له غورځولو راهیسې، په ښارونو کې ښځو ډېر زیات پرمختګ کړی، او په رسنیو، سیاست او ان امنیتي ځواکونو کې د لوړې کچې موقفونو ته رسېدلي دي.‌

آیا طالبان بدل شوي دي؟

په داسې حال کې چې په کندهار کې ښځې هیله منې دي چې د سولې خبرې به په هېواد کې امنیت چې ډېر ضروري دی، راوړي، هغوی وېرېږي چې خپلې ځینې په سختۍ سره ګټلې ازادۍ به له لاسه ورکړي.

۳۶ کلنې مریم دراني چې د ښځو لپاره یې د یوه تعلیمي مرکز، یوه راډېو سټېشن او ان یوه سپورتي کلب په ګډون چې ځینې ښځې په کې په پټه روزنه اخلي، څو نوښتونه رامنځته کړي دي، وویل، «د نجونو لپاره یواځې یو ښوونځی وو، او اوس موږ ۱۵ ښوونځې لرو.»

هغې وویل، «دا امکان شته چې ښایي طالبان راستانه شي او کېدی شي چې په ښځو باندې بیا محدودیتونه ولګول شي.»

خو د شکریې علي په ګډون چې په مېرمن راډېو کې کار کوي،‌ ځینې ښځې محتاطانه هیله مندي ښیي. دغه سټېشن چې دراني جوړ کړی دی د ښځو په مشرۍ پروګرامونه پرمخ بیایي، او په وروستیو کې یې د رسنیو د ازادۍ نړۍ وال ګروپ بې سرحده خبریالانو څخه یوه جایزه هم ترلاسه کړه.‌

هغې په هېواد کې په ژورنالستانو باندې د قاتلانه او نه ادعا شویو بریدونو له یوې لړۍ څخه مخکې ای اېف پي ته وویل، «ښایي طالبان بدل شوي وي

د متحده ایالاتو پوځ او افغان چارواکو د دغو وژنو پړه په طالبانو باندې واچوله.‌

د هغې مور فیروزه چې خیاطه وه او د طالبانو د واکمنۍ پر وخت مجبوره شوه چې خپل کار پرېږدي، اوس هم کله ناکله د هغو خفه کالونو په هکله خبرې کوي.‌

فیروزې وویل، «که نن زه له برقې پرته وځم، هېڅ ستونزه نشته.»

هغې وویل، «خو پخوا یعنې د طالبانو د واکمنۍ پر وخت، به زه زندان ته اچول شوی وای.»

کورونه پرېښودل

چارواکو وویل، په داسې حال کې چې کندهار ښار امن ښکاري، شاوخوا ۱۷۰۰۰ افغانو کورنیو د یاغیانو او حکومتي ځواکونو تر منځ له څو میاشتو درنې جګړې څخه وروستهخپل کورونه پرېښودل.

حکومتي ځواکونو او طالبانو د تلې له میاشتې راهیسې په مکرره توګه په کندهار ولایت کې، چې د طالبانو زېږنځای دی، نښتې کړي دي.

یاغیانو د ولایتي مرکز په لمنو کې په څو ولسوالیو کې دوامدار بریدونه ترسره کړي دي.

د کندهار د کدوالو او راستنیدونکو چارو رییس دوست محمد نایاب وویل، شاوخوا ۷۰۰۰ کورنیو یا ۳۵۰۰۰ اوسېدونکيو په دغو ولسوالیو کې خپل کورونه پريښي او په مرکز کې یې پناه اخیستې ده.‌

هغه وویل، «موږ د ښار په څو برخو کې د هغوی لپاره کمپونه جوړ کړي او خېمې درولي دي. موږ شاوخوا ۲۰۰۰ کورنیو ته یواځې اساسي خوراکي توکي ورکړي دي.»

په کندهار کې د طبیعي پېښو پر ضد د مبارزې رییس سردارمحمد باراني وویل، ۱۰۰۰۰ نورې کورنۍ مجبورې شوې ترڅو خپل کلي پرېږدي او ګاونډیو کلیو ته لاړې شي یا له خپلوانو سره پاتې شي.

باراني په داسې حال کې چې د یوه «بشري ناورین» وړاندوینه وکړه، وویل، په ځینو سیمو کې جنګ روان دی.

زرغونه چې په ژړۍ ولسوالۍ کې له خپل کور څخه بې ځایه شوې وه، وویل، «دلته ډېره سخته یخني ده. موږ یواځې یوه خېمه لرو خو بخارۍ نه لرو.»

هغې وویل، «د جنګ له امله موږ مجبور شوو چې هر څه تر شا پرېږدو.»

په مذاکراتو کې مهم پړاو

د کب په میاشت کې د متحده ایالاتو او طالبانو تر منځ د هوکړې له لاسلیکېدلو راهیسې، یاغیانو تر ډېره په ښارونو کې د بریدونو ترسره کول درولي خو په کلیوالو سیمو کې تقریبا هره ورځ د افغان ځواکونو پر ضد بریدونه ترسره کوي.‌

د جنګ د دواړو لوریو تر منځ د سولې د خبرو دویم پړاو د چارشنبې په ورځ /د مرغومي ۱۷مه/ د قطر په پلازمېنه دوحه کې بیا پیل شو، خو تاوتریخوالی اوس هم د زیاتېدلو په لور روان دی.

د خبرو په دویم پړاو کې به د افغان حکومت مرکچیان د یوه تلپاتې اوربند په اعلانولو او په ۱۳۸۰ کې د طالبانو د واکمنۍ له نسکورولو راهیسې د جوړو شویو حکومتي ترتیباتو په خوندي ساتلو باندې زور واچوي.‌

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د پنجشنبې په ورځ /د مرغومي ۱۸مه/ په یوه وینا کې وویل، «موږ سبا اوربند غواړو، خو موږ په حقایقو پوهېږو، او د هغو په اساس،‌ د سولې خبرې به وخت واخلي،» او زیاته یې کړه چې مذاکرات په یوه «نازک پړاو» کې دي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د کندهار د عینو مېنې د عکسونو او ویډیوګانو په لیدلو سړی کولی شي ووایي چې دغه مېنه واقعاً ښکلې ده او یوه له هغو عصري مېنو څخه ده چې په نړۍ والو معیارونو برابره جوړه شوې ده. حکومت باید د هېواد په ټولو ولایتونو کې دغه ډول مېنې جوړې کړي. د دې معنی دا نه ده چې زه د کندهار د خلکو پر وړاندې بخیلي کوم یا زه په کندهار کې په شوي پرمختګ خوښ نه یم. زما هدف دا دی چې زمونږ ټول ولایتونه باید ښایسته مېنې ولري چې زمونږ هیواد ښکلی شي.

ځواب ورکړئ

ښه معلوماتي راپور دی خو مهمه خبره دا ده چې سوله راشي او د سولې د راتګ لپاره په کار دی چې د پاکستان په ستوني پښه کېښودل شي او ورته وویل شي چې په ۴۸ ساعتونو کې د طالبانو ټول هغه مشران چې د پاکستان ترورست پوځ په خپلو ښارونو او بارکونو کې ساتلي دي نړۍ وال ایتلاف ته وسپاري. پاکستانیانو ته یوه امریکايي د سړیتوب خبره کړې وه چې ورته یې ویلي وو چې یا د ترهګرو له ملاتړ نه لاس واخله یا تیار شه چې په څو توغندیو دې د ډبرې زمانې ته دې ورسوو. له پاکستان سره په نرمۍ نه کیږي په دغه ترهګر پوځ او ترهګره استخباراتي اداره باندې باید زور واچول شي چې کار وکړي.

ځواب ورکړئ