امنیت

د کندهار پولیس د طالبانو د ډلې پخوانیو غړو ته ښه راغلاست وایي او بیرته یې ټولنه کې مدغموي

ای اېف پي

د طالبانو یو پخوانی قوماندان او د ولسوالۍ جګپوړی چارواکی حاجي لالا د تلې په ۷مه په پنجوایي کې له ای اېف پي سره د یوې مرکې په ترڅ کې د عکس اخیستنې لپاره ولاړ دی. د طالبانو تر څنګ له لس کاله جنګ کولو او د افغان او امریکایي ځواکونو له خوا له تعقیبېدلو څخه وروسته، حاجي لالا ګومان کاوه چې کور ته د راستنېدلو لپاره لږ چانس لري. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

د طالبانو یو پخوانی قوماندان او د ولسوالۍ جګپوړی چارواکی حاجي لالا د تلې په ۷مه په پنجوایي کې له ای اېف پي سره د یوې مرکې په ترڅ کې د عکس اخیستنې لپاره ولاړ دی. د طالبانو تر څنګ له لس کاله جنګ کولو او د افغان او امریکایي ځواکونو له خوا له تعقیبېدلو څخه وروسته، حاجي لالا ګومان کاوه چې کور ته د راستنېدلو لپاره لږ چانس لري. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

پنجوایي -- حاجي لالا د طالبانو تر څنګ له لسو کالونو څخه له اوږدې جګړې او د افغان او امریکایي ځواکونو له خوا له تعقیبېدلو څخه وروسته ګومان کاوه چې هغه لږ چانس لري چې بېرته کور ته راستون شي.

هغه چې یو وخت د یاغي ډلې قوماندان او د ولسوالۍ جګپوړی چارواکی وو، وایي چې هغه پاکستاني امنیتي ادارو ونیو او بیا یې له پولې واړاوه او دوه نیم کاله یې بندي کړ.‌

حاجي لالا وایي استخباراتي مامورینو چې له اوږدې مودې راهیسې د طالبانو ملاتړ کوي، د یادې ډلې پر ضد د یوه جاسوس د کار په هکله ترې معلومات وغوښتل.

کله چې دغه ۵۸ کلن سړی راخوشې شو نو پرېکړه یې وکړه چې خپل د جنګ کالونه شاته پرېږدي او داسې لاره ولټوي ترڅو بېرته خپل کور ته ستون شي.

د پنجوايي ولسوالۍ پخوانی امنیه قوماندان سلطان محمد حکیمي د تلې په ۷مه په پنجوایي کې له ای اېف پي سره د یوې مرکې په ترڅ کې خبرې کوي. د هغو وینو تویېدلو سره سره چې هغه د خپلې دندې پر مهال لیدلي دي، حکیمي دا خپل ماموریت ګرځولی چې پخوانيو طالب جنګیالیو، قوماندانانو او چارواکو ته فرصت ورکړي ترڅو یو ځل بیا په کلي کې ژوند پیل کړي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

د پنجوايي ولسوالۍ پخوانی امنیه قوماندان سلطان محمد حکیمي د تلې په ۷مه په پنجوایي کې له ای اېف پي سره د یوې مرکې په ترڅ کې خبرې کوي. د هغو وینو تویېدلو سره سره چې هغه د خپلې دندې پر مهال لیدلي دي، حکیمي دا خپل ماموریت ګرځولی چې پخوانيو طالب جنګیالیو، قوماندانانو او چارواکو ته فرصت ورکړي ترڅو یو ځل بیا په کلي کې ژوند پیل کړي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

د پولیسو د یوه قوماندان د اټکل خلاف مرستې او د یوه پخواني طالب اورپکي ملګري د هڅونې په نتیجه کې هغه دا فرصت ترلاسه کړ ترڅو د کندهار ولایت په پنجوایي ولسوالۍ کې خپل کور ته راستون شي.

لالا په یوه پولیس افسر باندې د اعتماد په تړاو د خبرو پر وخت وویل، «ما فکر کاوه چې ښایي ... هغوی ما امریکایي عسکرو ته په لاس ورکړي،»

د ده له نیول کېدلو څخه مخکې، امریکایي عسکرو چې دی یې پر ضد جنګیده تقریبا ۱۵ ځلې د ده په کور باندې بریدونه کړي وه.

هغه ای اېف پي ته وویل، «زما له راستنېدلو څخه وروسته،‌ تقریبا ۱۰ ورځې زما دوستان او کلیوال زما لیدلو ته راتلل او داسې وو لکه واده چې وي.»

لالا وویل، «اوس زه په کلي کې یو ښه اعتبار لرم، او پولیس ماته تکلیف نه راکوي. زه کاملا د خوندیتوب احساس کوم.»

زموږ د ورونو لپاره یو دویم چانس

حاجي لالا د روان کال په لومړیو کې د پنجوابي ولسوالۍ د پخواني امنیه قوماندان سلطان محمد حکیمي په ډاډ بېرته راستون شو.‌

له هغو وینو تویېدلو سره سره چې هغه د خپلې دندې پر مهال لیدلي دي، حکیمي دا خپل ماموریت ګرځولی چې پخوانيو طالب جنګیالیو، قوماندانانو او چارواکو ته فرصت برابر کړي ترڅو یو ځل بیا په کلي کې ژوند پیل کړي.

حکیمي وویل، «موږ پخواني جنګیالي راوبلل چې راستانه شي، او هغوی ته مو ډاډ ورکړ چې هیڅوک به هم هغوی ونه ځوروي.»

نوموړي وویل، «هغو ته چې باغونه او پټي یې ویجاړ شوي وو موږ بېرته ورته ورغول؛ هغو چې اوبه نه لرلې، موږ ورته ژورې څاګانې واېستلې.»

حکیمي حتی د تقاعد پر وخت هم، هغې هڅې ته دوام ورکړی چې په لومړي ځل د کندهار پخواني امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق چې د یاغیانو سر سخت مخالف وو او په ۱۳۹۷ کې ووژل شو، پيل کړې وه.

د رازق ورور تادین خان اڅکزي د ولایت د امنیه قوماندان په توګه د واک له ترلاسه کولو څخه وروسته په دې برخه کې هڅو ته دوام ورکړی دی.‌

اڅکزي وویل، «موږ به په راتلونکي کې له هغوی سره مرستې کولو ته دوام ورکړو؛ هغوی هم زموږ ورونه دي.»

نوموړي وویل، «که موږ د ژوند کولو حق لرو، طالبان یې هم لري، خو چې په ارامي کې ژوند وکړي ... نه داسې چې ځانمرګي بریدونه وکړي او خلک ووژني.»

حکیمي دا کار د دې لپاره کوي ترڅو د روغې جوړې له پروسې سره مرسته وکړي او د طالبانو «رهبري کمزورې» کړي.

حکیمي د پنجوایي ولسوالۍ د امنیه قوماندان په توګه د کار کولو پر وخت د ولسوالۍ په تقریبا هر کلي کې د یاغیانو د تصفیې عملیات ترسره کړل او دغه سیمه یې په کندهار کې یوه له ډېرو خوندي ځایونو څخه وګرځوله..

خو په افغانستان کې د تاوتریخوالی په زیاتېدلو سره، پرمختګ نازک دی -- او طالبانو تېره میاشت د یوه غټ یرغل په نتیجه کې د پنجوایي یوه برخه ونیوله.‌

نوی پیل

د کب په میاشت کې طالبانو له واشنګټن سره یوه هوکړه وکړه چې د ۱۴۰۰ کال د غبرګولي تر میاشتې پورې یې د ټولو بهرنیو ځواکونو وتلو او د یاغیانو او افغان حکومت تر منځ په قطر کې د سولې د مذاکراتو پيلولو ته لاره هواره کړه.

په سلګونو طالب جنګیاليو خپله ډله پرېښې ده، خو اوس هم په لسګونو زره غړي لري.‌

د شخړو او بحرانونو د هواري د نړۍ وال ګروپ یوې څېړونکې انډریو واټکینس وویل، په ټولنه کې د طالب جنګیالیو د بیرته مدغمولو ګڼې پخوانۍ هڅې ناکامې شوي دي ځکه چې هغه سمې منظمې نه وې.

واټکینس ای اېف پي ته وویل، «هغوی هېڅکله نه وو توانېدلي چې جګپوړي قوماندانان دې ته وهڅوي ترڅو له ځانونو سره خپل ډېر زیات جنګیالي راولي.»

د طالبانو قوماندان ملا رؤف چې ۴۸ کاله عمر لري، د خپل عمر له نیمایي څخه ډېر وخت جنګ کړی وو او بیا له پاکستان څخه په پنجوایي کې خپل کور ته راستون شو او بیا یې زراعت ته مخه کړه.‌

هغه هم د حاجي لالا په څېر لاره ونیوله او مقاماتو ته د تسلیمۍ پر ځای یې له حکیمي سره اړیکه ونیوله ترڅو ځان د ممکنه بندي کیدو په څېر «له هر ډول ستونزو څخه» خوندي کړي.

۵۳ کلن حاجي احمدالله خان د اورپکو له کتار څخه له راجلا کېدلو څخه وروسته اوس د کندهار په یوه مجلله سیمه کې ژوند کوي.

پخواني یاغي په داسې حال کې چې زوی یې د پولیسو د پخواني افسر حکیمي په کور کې د هغه له زوی سره لوبې او خنداګانې کولې او ده یې ننداره کوله، وویل، «زه زما د کلي او ښار په ګډون هر چېرته له کومې ستونزې څخه پرته ځم. اوس زه نه وسلې لرم او نه ساتونکي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د جنګ ډګر ته د خوشې شویو طالب بندیانو د تګ د مخنیوي غوره لاره دا ده چې هغوی ته کاري فرصتونه ورکړل شي، ځکه چې د طالبانو له لیکو سره ډېر ځوانان د بې کارۍ له امله یو ځای شوي دي. په هېواد کې د ناامنۍ لویه ستونزه په هېواد کې بې وزلۍ او بې کارۍ پورې تړلې ده، او دښمن کولی شي چې جنګیالي په ډېر ارزان ډول استخدام کړي او خپل شیطاني هدفونه پرې ترسره کړي. له سولې او د یوه نوي نظام له جوړېدلو څخه وروسته په کار ده چې د امریکا متحده ایالات تر ۲۰۵۰ کال پورې له افغانانو سره مرسته وکړي څو افغانستان وکولی شي چې په خپلو پښو ودرېږي او د افغانستان د ملي ګټو د خوندي کولو تر څنګ د سیمې د هېوادونو او امریکا ګټې خوندي کړي. په افغانستان کې جنګ نه یوازې د دې هېواد خلکو ته زیان رسوي، بلکې دغه راز د ټولې نړۍ لپاره هم خطرناک دی. که امریکا په افغانستان کې د روسیې له ماتې او د کمونستي رژیم له نسکورېدلو څخه وروسته افغانستان ته شا نه وای ور اړولې، او ګټیالیو جهادي ډلو ته یې اجازه نه وای ورکړې چې یوه له بلې سره جنګ وکړي، هېڅکله به د دې فرصت نه وای برابر شوی چې طالبان راشي او په زرونو خلک به د مجاهدینو پر ضد له طالبانو سره نه وای یوځای شوي. په افغانستان کې د جهادي ډلو له خوا ترسره شوی ظلم په دې هېواد کې ساری نه لري، او ټولو افغانانو ځکه د طالبانو د راتګ هرکلی وکړ چې فکر یې کاوه چې طالبان کولی شي د هغوی د ژوند، ملکیت او وقار امنیت خوندي کړي، او طالبانو وکولی شوای چې دغه کار وکړي، خو هغه بد کار چې طالبانو وکړ دا وو چې د اسامه بن لادن په شمول خطرناک نړۍ وال ترهګر یې افغانستان ته راوبلل، چې بالاخره یې امریکا دې هېواد ته راوستله. اوس عین حالت تکراریږي،‌ امریکا وځي او افغانستان پرېږدي.‌ امریکا باید پخوانۍ غلطي تکرار نه

ځواب ورکړئ