امنیت

د پنتاګون سرپرست مشر د سولې د خبرو په ترڅ کې په ناڅاپي سفر کابل ته لاړ

سلام ټایمز او ای اېف پي

د متحده ایالاتو د دفاع وزارت سرپرست پاتریک شنهان (منځ کې) د سلواغې په ۲۲مه په کابل کې د افغان ځانګړیو عملیاتو د قول اردو په مرکز کې خبریالانو ته خبرې کوي. [د ځانګړیو عملیاتو قول اردو/فیسبوک]

د متحده ایالاتو د دفاع وزارت سرپرست پاتریک شنهان (منځ کې) د سلواغې په ۲۲مه په کابل کې د افغان ځانګړیو عملیاتو د قول اردو په مرکز کې خبریالانو ته خبرې کوي. [د ځانګړیو عملیاتو قول اردو/فیسبوک]

کابل -- د متحده ایالاتو د دفاع وزارت سرپرست پاتریک شنهان د دوشنبې په ورځ /د سلواغې ۲۲مه/ په داسې حال کې په یوه نا اعلان شوي سفر افغانستان ته راورسېد چې متحده ایالات له طالبانو سره د سولې د خبرو مشري کوي.

د غني د دفتر له خوا د یوې خپرې شوې اعلامیې په اساس،‌ شنهان په کابل کې له ولسمشر اشرف غني او افغان امنیتي چارواکو سره وکتل او په افغانستان او جنوبي اسیا کې د متحده ایالاتو د ستراتیژۍ، د ترهګرۍ پر ضد جګړې، او د سولې د پروسې په هکله یې خبرې اترې وکړې.

شنهان مخکې خبریالانو ته وویل چې هغه له واشنګټن څخه داسې لارښوونه نه ده ترلاسه کړې چې د ځواکونو اېستل دې پیل کړي.‌

شنهان وویل، «ماته داسې لارښوونه نه ده شوې چې له افغانستان څخه خپل ځواکونه وباسو. زه فکر کوم چې هغه حضور چې مونږ یې په افغانستان کې غواړو دا دی چې مونږ غواړو چې زمونږ کورنی امنیت ډاډمن شي او د سیمې د ثبات ملاتړ وشي.»

د متحده ایالاتو د دفاع وزارت سرپرست پاتریک شنهان (منځ کې) د سلواغې په ۲۲مه په کابل کې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب (ښی) او د دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد سره ولاړ دی. [د افغانستان د ملي امنیت د شورا دفتر/ټوېټر]

د متحده ایالاتو د دفاع وزارت سرپرست پاتریک شنهان (منځ کې) د سلواغې په ۲۲مه په کابل کې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب (ښی) او د دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد سره ولاړ دی. [د افغانستان د ملي امنیت د شورا دفتر/ټوېټر]

شنهان وویل، «افغانان باید پرېکړه وکړي چې افغانستان په راتلونکي کې څنګه ښکاري. دا د متحده ایالاتو کار نه دی، دا د افغانستان کار دی،»

هغه وویل، «متحده ایالاتو د امنیت په ډاډمنولو کې ډېره پانګونه کړې ده، خو د راتلونکي په هکله پرېکړه د افغانانو په لاس کې ده،»

همدارنګه، شنهان د مورهیډ کمپ له کتلو څخه مخکې، چې امریکایان په کې افغان ځانګړیو ځواکونو ته روزنه ورکوي، په افغانستان کې د متحده ایالاتو او ناټو قوماندان جنرال سکاټ مېلر سره وکتل.‌

د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد، چې له طالبانو سره د خبرو مشري کوي، هیله څرګنده کړې چې د چنګاښ په میاشت کې د افغان ولسمشرۍ له انتخاباتو څخه مخکې به له طالبانو سره یوې موافقې ته ورسېږي خو تاکید یې کړی چې د سرتېرو هر ډول اېستنه به په ځمکه د موجودو شرایطو په پام کې نیولو سره کیږي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

مونږ د امریکا د دفاع وزیر څخه غواړو چی افغانستان ته داسی وسلی ورکړي چی له جلال اباد څخه پری لاهور او له هرات څخه پری تهران وویشتلی شي او هم د هغوی له خوا راتلونکي توغندي او نوری نظامي بریدونه خنثی کړای شي. دغو دواړو هیوادونو د ټولی سیمی او نړۍ امنیت ته خطر جوړ کړی دی.

ځواب ورکړئ