د متحده ایالاتو مرکزي قوماندانۍ ته نوی مشر راځي

ای اېف پي

واشنګټن ډي سي -- جنرال فرانک مکینزي /د وري په ۸ مه/ د پنجشنبې په ورځ د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ مشري ترلاسه کړه. نوموړی د سوریې او افغانستان په شمول هېوادونو کې د متحده ایالاتو د پوځي عملیاتو څارنه کوي.

د متحده ایالاتو د دفاع وزارت د سرپرست پاتریک شناهان په مشرۍ مراسمو کې، مکینزي ژمنه وکړه چې له هغه څخه د مخکیني تقاعد کېدونکي‌ قوماندان، جنرال جوزېف ووټل، له خوا کېدونکي کار ته به دوام ورکړي.

ووټل وویل،‌ په داسې حال کې چې داعش خپل تش په نامه «خلافت» له لاسه ورکړی او داسې ښکاري چې له طالبانو سره د سولې خبرې پرمخ روانې دي، په سوریه او افغانستان کې د متحده الایاتو پوځي حضور لا هم ضروري دی.‌

مکینزي چې ۶۲ کاله عمر لري، له افغانستان سره چې هلته یې دوه ځلې وظیفه ترسره کړې ده، بلد دی. هغه په عراق کې هم خدمت کړی دی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500