امنیت

د کابل په پوځي اکاډمۍ ځانمرګي برید لږ تر لږه ۵ کسان ووژل

ای اېف پي

افغان امنیتي منسوبین د سلواغې په ۲۲مه په کابل کې له یوه ځانمرګي بمي برید څخه وروسته د مارشال فهیم ملي دفاعي پوهنتون سره نژدې په پيره ولاړ دي. [ای اېف پي]

افغان امنیتي منسوبین د سلواغې په ۲۲مه په کابل کې له یوه ځانمرګي بمي برید څخه وروسته د مارشال فهیم ملي دفاعي پوهنتون سره نژدې په پيره ولاړ دي. [ای اېف پي]

کابل -- یوه ځانمرګي بمي برید چې د سې شنبې په ورځ /د سلواغې ۲۲مه/ سهار وخته یې په کابل کې یوه پوځي اکاډمي په نښه کړه لږ تر لږه پنځه کسان ووژل. دا په تېرو څو میاشتو کې لومړنی غټ برید دی چې په دغه ښار کې ترسره شو.‌

هېڅ ډلې هم د سهار وختي ترسره شوي برید مسؤلیت پر غاړه نه دی اخیستی. دا برید په کابل کې له نژدې درې میاشتو نسبي ارامۍ څخه وروسته ترسره شو.‌

د دفاع وزارت وویل، ۵ کسان ووژل شول او لږ تر لږه ۶ نور ټپیان شول.

خو وروسته له هغه چې ځانمرګي بمي بریدګر د سهار شاوخوا ۷:۰۰ بجې چاودونکې وسیله وچوله، د کورنیو چارو وزارت وویل چې ۶ کسان مړه شول -- چې دوه یې ملکیان او څلور نظامي منسوبین ول.‌

ویاند نصرت رحیمي په یوه اعلامیه کې وویل چې ۱۲ نور کسان ټپیان شول.‌

چاودنه د مارشال فهیم ملي دفاعي پوهنتون سره نژدې، چې د هېواد امنیتي افسران په کې روزل کیږي، پېښه شوه.

د سیمې یوه اوسېدونکي سمیع الله ای اېف پي ته وویل،‌ «چاودنه غټه وه چې زموږ کور یې وښوراوه. همدارنګه، وروسته موږ د ټوپکو ډزې واورېدلې. امبولانسونه په چټکۍ سره د پېښې ځای ته ورسېدل.»

یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط وویل، بمي بریدګر په پښو روان وو او یو موټر یې چې اکاډمۍ ته د ننوتلو په حال کې وو د تلاشۍ پوستې سره نژدې په نښه کړ.‌

ولسمشر اشرف غني دغه ترهګریز برید وغانده او دا بمي چاودنه یې «د بشریت پر ضد یو جنایت» وباله، او په ټول هېواد کې یې د اوربند غوښتنه تکرار کړه.

هغه په یوه اعلامیه کې وویل، «د افغانستان عظیم ملت غواړي چې تاوتریخوالی پای ته ورسېږي، اوربند او تلپاتې سوله ټینګ شي.»

په کابل کې وروستی غټ برید د لړم په میاشت کې هغه وخت وشو او لږ تر لږه ۱۲ کسان په کې ووژل شول چې یو موټر چې په چاودېدونکو توکو سمبال وو په هغه غټ موټر باندې ورغی چې د سهار د ګڼه ګوڼې په ساعت کې یې بهرنیان انتقالول.‌

په مارشال فهیم پوځي اکاډمۍ باندې پخوا هم څو بریدونه شوي دي. یو برید چې داعش یې پړه ومنله د تېرغبرګولي په میاشت کې وشوه .

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا ډېره د خجالت خبره ده چې حکومت ونه توانېد چې د هېواد په مرکز کې امنیت وساتي. پوځ چې نشي کولی د خپل ځان امنیت ونیسي، څنګه کولی شي چې د اتباعو امنیت خوندي کړي؟ دا د امنیتي اورګانونو لپاره د شرم خبره ده چې خپله پلازمېنه یې د یاغیانو له بریدونو څخه خوندي نه کړای شوه.

ځواب ورکړئ

مرګ په ترهګرو.

ځواب ورکړئ