ديپلوماسي

خلیلزاد د سولې د خبرو په ترڅ کې غواړي چې د افغانستان او پاکستان تر منځ یوه هوکړه وشي

سلام ټایمز او ای اېف پي

د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد (منځ کې چپ) د وږي په ۲۴مه په اسلام اباد کې له پاکستاني چارواکو سره مشوره کوي. [د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو اداره]

د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد (منځ کې چپ) د وږي په ۲۴مه په اسلام اباد کې له پاکستاني چارواکو سره مشوره کوي. [د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو اداره]

واشنګټن -- د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هیله څرګنده کړه چې کابل به وکولی شي له اسلام اباد سره، چې له طالبانو څخه د متداوم ملاتړ له امله د دواړو هیوادونو اړیکې زیانمنې شوي دي، یوې بیلې هوکړې ته ورسېږي.

طالبان او افغان حکومت د قطر په پلازمېنه دوحه کې د سولې په خبرو کې چې ورو پر مخ روانې دي، بوخت دي.

خلیلزاد وویل، د پاکستان لومړی وزیر عمران خان او لوی درستېز جنرال قمرجاوېد باجوه په دپلوماتیکو هڅو کې «مرسته» کوي.‌

هغه د چارشنبې په ورځ /د تلې ۱۶مه/ له دوحې څخه د یوه ویډیوي تماس له لارې د شیکاګو پوهنتون یوې غونډې ته وویل، «موږ هڅه کوو چې د داخلي سولې د یوې لاحقې په توګه د افغانستان او پاکستان تر منځ هوکړه رامنځته شي.»

هغه وویل، دواړه هېوادونه به «هوکړه وکړي چې هغوی به اجازه نه ورکوي ترڅو قلمرو یې د افراطي ډلو یا داسې ډلو له خوا چې د بل لوري امنیت ته زیان رسوي، استعمال شي.»

پاکستان د متحده ایالاتو او طالبانو تر منځ د کب د ۱۰مې هوکړه چې په کې واشنګټن څرګنده کړې چې دا هیواد به د کابل او اسلام اباد تر منځ «خبرو اترو ته لاره هواره» کړي، ستایلې وه.

د پاکستان لپاره اقتصادي مشوقونه

خلیلزاد چې تېره میاشت یې له اسلام اباد څخه لیدنه وکړه، وویل، که افغان حکومت او طالبان هوکړې ته ورسېږي، پاکستان چې د برېښنا له سخت کموالي سره مخامخ دی ښه اقتصادي فرصتونه ترلاسه کړي او له منځنۍ اسیا څخه به چې پراخه برېښنا لري، برېښنا وارده کړي.

هغه وویل، «که په افغانستان کې سوله راشي، داسې اقتصادي دلایل شته چې په سیمه کې به بدلون راولي.»

پاکستاني چارواکو د سولې خبرو ته چې د وږي په ۲۲مه له څو میاشتني ځنډ څخه وروسته پیل شوې، ښه راغلاست ویلی دی.

عمران خان د وږي په ۲۱مه په یوه ټویټ کې ولیکل، «بالاخره، زموږ د ګډو هڅو په نتیجه کې هغه ورځ را ورسېدله چې افغانان ورته لېوال وو.»

هغه په یوه جلا ټویټ کې ولیکل، «پاکستان به په خپله برخه کې له افغانانو سره خپل ملاتړ او پیوستون ته دوام ورکړي ترڅو هغوی د سولې او پرمختګ په دغه مهم سفر کې پرمخ لاړ شي.»

د بهرنیو چارو د وزارت سرپرست محمد حنیف اتمر د وږي په ۲۳مه په یوه ټویټ کې په پروسه کې د پاکستان رول وستایه او ویې لیکل، «یو سوله ییز او با ثباته افغانستان به نه یواځې د افغانستان بلکې همدارنګه د سیمې د پرمختګ او نېکمرغۍ لپاره نوي فرصتونه رامنځته کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د پاکستان نقش د افغانستان سولې راوستلو کې خورا مهم دی ځکه افغانستان په تېرو څلویښت کلونو کې د پاکستان له لاسه وران شو او او اوس اړتیا ده چې باید پاکستان د افغانستان د سوله په مساله کې دخیل شی. امریکا هم پوهیږي چې پرته د پاکستان له نفوذ نه په افغانستان کې سوله ناشونې ده. نو ځکه خلیلزاد د پاکستاني چارواکو سره د افغانستان د سولې خبرو اترو په هکله په اسلام آباد کې لیدنه کوی.

ځواب ورکړئ

یو امریکایي شیطان له پاکستاني شیطانانو سره ګوري. پاکستان هڅه کوي چې د افغانستان په راتلونکي حکومت کې خپل نفوذ ولري څو وکولی شي چې د هندوستان د نفوذ مخه ونیسي. هندوستان په تېرو شلو کالو کې په افغانستان کې ډېر کارونه کړي دي. هندوستان د افغانستان په بېخبنا کې ډېرې زیاتې پیسې لګولي دي. هندوستان هر کال افغان ځوانانو ته په سلګونو سکالرشیپونه ورکوي،‌ او په افغانستان کې یې په سلګونو ښوونځي او سرکونه جوړ کړي دي، خو بل طرف ته پاکستان مونږ ته بمونه رالېږلي او زمونږ خلک یې شهیدان کړي دي.

ځواب ورکړئ

د طالبانو او متحده ایالاتو تر منځ خبرو او همدارنګه په بین الافغاني خبرو کې د خلیلزاد رول د پام وړ او مهم دی. زما په نظر، په کار دی چې د خلیلزاد ستاینه وشي. هغه ډېره هڅه وکړه او په میدان کې یې ډېرې ستونزې وګاللې.‌ هغه کله په متحده ایالاتو کې وي کله په قطر کې وي کله په اسلام اباد او کله په کابل کې وي.‌ د خلیلزاد په څېر زاړه سړي لپاره سفرونه کول دومره اسان کار نه دی. که یو ځوان سړی له متحده ایالاتو څخه قطر ته سفر وکړي، هغه باید یوه یا دوه ورځې ارام وکړي، خو زوړ خلیلزاد قطر ته په رسېدلو سره سمدلاسه هلته خبرې پیلوي، او په ورپسې ورځ کابل ته ځي.‌ هغه واقعاً ډېره زیاته انرژي لري. په هر حال، خلیلزاد یو ډېر با استعداد انسان دی، خو له بده مرغه چې یو شمېر افغانان یې په ټولنیزو رسنیو کې په بد نوم یادوي. که خلیلزاد یو افغان نه بلکې پاکستانی وای، پاکستانیانو به د متحده ایالاتو په ډېرو لوړو او مهمو موقعیتونو کې د یوه پاکستاني کارونه ډېر ستایلی او ویاړ به یې پرې کاوه.

ځواب ورکړئ