خلیلزاد پاکستان ته د سفر په ترڅ کې د ټولو افغانانو په شمول د سولې خبرو ژمنه وکړه

ای اېف پي

اسلام اباد -- د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د جمعې په ورځ /د وري ۱۶مه/ په اسلام اباد کې پاکستاني چارواکو سره له کتنې وروسته اعلان وکړ چې د سولې په را روانو خبرو کې به په افغانستان کې د بېلابېلو ډلو مشران شامل وي.‌

خلیلزاد د خپلې پنځه ورځنۍ کتنې په پیل کې ټویټ وکړ چې، «بین الافغاني خبرې اترې باید هر اړخیزې وي او د افغان حکومت استازي، ښځې، ځوانان او د مدني ټولنې غړي باید په کې شامل وي،»

د خلیلزاد د اسلام اباد مهالوېش اعلان شوی نه دی، خو د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت په وینا، هغه وار له مخه د جمعې په ورځ وختي د بهرنیو چارو د وزیر شاه محمود قریشي په شمول چارواکو سره کتلي دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500