تروريزم

د کندهار - هرات په لویه لاره د طالبانو د سرک د غاړې بم د مسافرو په بس وچاوېد

ای اېف پي

یوه سړي د زمري په ۹مه، په همدې ورځ د کندهار - هرات په لویه لاره په یوه بس د سرک د غاړې د بم له چاودېدلو څخه وروسته، د هرات په یوه روغتون کې د یوه ماشوم جسد نیولی دی. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]‌

یوه سړي د زمري په ۹مه، په همدې ورځ د کندهار - هرات په لویه لاره په یوه بس د سرک د غاړې د بم له چاودېدلو څخه وروسته، د هرات په یوه روغتون کې د یوه ماشوم جسد نیولی دی. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]‌

هرات -- چارواکو وویل چې د افغانستان په لوېدیځ کې په لسګونو مسافران چې ډېر یې ښځې او ماشومان وو د چارشنبې په ورځ /د زمري ۹مه/ سهار د وخته هغه وخت ووژل شول چې د هغوی وړونکی بس د سرک د غاړې په یوه بم ور برابر شو.

دغه برید، چې یوه ورځ وروسته له هغه وشو چې ملګرو ملتونو وویل چې افغان ملکیان په «ټکان ورکوونکې او د نه منلو وړ» سطحه وژل کیږي، د سهار خواوشا ۶ بجې پېښ شو.

د فراه ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند محب الله محب وویل، «د مسافرانو یو بس د کندهار - هرات په لویه لاره د طالبانو د سرک د غاړې په یوه بم ور وخوت چې ۳۴ بې ګناه خلک یې ووژل او ۱۷ نور یې ټپیان کړل.»

هغه وویل، ټول ملکي خلک وو چې ډېر یې ښځې او ماشومان ول.‌

د ولسمشر اشرف غني یوه ویاند صدیق صدیقي هم د پېښې پړه پر طالبانو ور واچوله.‌

یاغیانو په سملاسي توګه نه ده تایید کړې چې د چاودنې تر شا د هغوی لاس وو.‌

طالبان ګونګې وعدې کوي خو قتلونه لا روان دي

طالبانو په دې میاشت کې یوه ګونګه وعده وکړه چې د ملکي خلکو تلفات به راکم کړي.

ملکي خلک له ډېر وخت راهیسې د خواوشا ۱۸ کالو جنګ په ترڅ کې د سرونو نامناسبه بیه پرې کوي.

ملګرو ملتونو د سې شنبې په ورځ /د زمري ۸ مه/ یو راپور خپور کړ او ویې ښودله چې د ۲۰۱۹ په لومړۍ نیمایي کې د تېر کال د دغه وخت په نسبت تلفات چې ریکارډ کچې ته رسېدلی وو ۲۷٪ کم شوي دي، خو بیا هم ۱۳۶۶ ملکي کسان وژل شوي او ۲۴۴۶ نور ټپیان شوي دي.‌

د ټولو ملکي تلفاتو نژدې یو پر درې برخېماشومان ول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500