جرم او انصاف

افغان ځواکونو د ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې له ۱۰۰ ډېر طالبان ووژل

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

د افغان ملي اردو سرتیرو د غوایي په ۱ په کابل کې د افغان امنیتي ځواکونو په یوه کاروان باندې د یوه برید له صحنې سره نږدې په یوه ویجاړ شوي د تېلو پمپ کې په پيره ولاړ دي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

د افغان ملي اردو سرتیرو د غوایي په ۱ په کابل کې د افغان امنیتي ځواکونو په یوه کاروان باندې د یوه برید له صحنې سره نږدې په یوه ویجاړ شوي د تېلو پمپ کې په پيره ولاړ دي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

کابل -- د افغانستان د دفاع وزارت د دوشنبې په ورځ /د غوایي ۶مه/ راپور ورکړ چې د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې په ترسره شویو امنیتي عملیاتو کې ۱۰۶ تنه طالب اورپکي ووژل شول او ۴۸ نور ټپیان شول.

وزارت د دوشنبې په ورځ په یوه ټویټ کې ولیکل، افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو دغه عملیات په غزني، میدان وردک،‌ هرات، غور، بلخ، بدخشان، هلمند او کندهار ولایتونو کې ترسره کړل.

وزارت زیاته کړه، «دغه راز، افغان ملي اردو ۲۹ په لاس جوړې چاودېدونکې وسیلې چې طالبانو په عامه لارو کې ځای پرځای کړې وې کشف او شنډې کړي.»

د دوشنبې ورځې د یوه بل ټویټ په اساس، یواځې د بدخشان ولایت په راغستان ولسوالۍ کې هوایي بریدونو د یکشنبې په ورځ د دوه قوماندانانو په ګډون ۱۷ تنه طالب اورپکي ووژل او درې نور یې ټپیان کړل.‌

پولیسان د وري په ۲۵مه کابل کې د امنیتي تلاشۍ په یوه پوسته کې په پيره ولاړ دي. [ذکریا هاشمي/ای اېف پي]

پولیسان د وري په ۲۵مه کابل کې د امنیتي تلاشۍ په یوه پوسته کې په پيره ولاړ دي. [ذکریا هاشمي/ای اېف پي]

هغه ویلي، «په بریدونو کې د هغوی زیات شمېر وسلې او مهمات ویجاړ شوي دي.»

د خامه پرېس د یوه راپور په اساس، وزارت د یکشنبې په ورځ وویل، په ورته وخت کې افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه د میدان وردک ولایت په جلرېز ولسوالۍ کې پرمختګونه کوي او د سیمو کنټرول ترلاسه کوي او دغلته یې طالبانو ته درانه تلفات وراړولي دي.

د دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان وویل، د افغان هوایي ځواک هوایي بریدونو او د افغان کومانډو عملیاتو ۲۸ تنه طالب جنګیالي ووژل.‌

په تلفاتو کې د کندهار د ډنډ ولسوالۍ لپاره د طالبانو یو مهم قوماندان مولوي جعفر او د هغه څلور ساتونکي هم شامل دي.‌

ویل کیږي چې جعفر، چې د یکشنبې په ورځ په دند ولسوالۍ کې د افغان ملي‌ دفاعي او امنیتي ځواکونو او افغان هوایي‌ ځواک له خوا ترسره شویو عملیاتو کې ووژل شو، د ۱۵۰ تنو طالبانو مشري‌ پر غاړه لرله او په سیمه کې یې د ترهګریزو بریدونو په پلانولو کې فعال رول درلود.

د طالبانو بریدونه

د طالبانو پر ضد دغه بریدونه د یادې ډلې له خوا په ترسره شویو بریدونو کې ملکي خلکو ته د و اروښتو تلفاتو د شمېر په ډېرېدلو سره ترسره شول.‌

د کورنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل، طالبانو د تېرو ۱۰ ورځو په ترڅ کې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې لږ تر لږه ۶۳ ملکي کسان وژلي او ۱۸۰ نور یې ټپیان کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت وویل، د وري د ۲۵مې او د غوایي د ۱ تر منځ لږ تر لږه شپږ ځانمرګي بریدونه او ۶۲ بمي چاودنې شوي دي. په وژل شویو او ټپي شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.‌

په ورته وخت کې، لږ تر لږه ۱۲ تنه افغان پولیس د یکشنبې په ورځ په دوه جلا جلا بریدونو کې چې په لوګر او کندهار ولایتونو کې ترسره شول او یو یې کمین وو، ووژل شول.

د لوګر د والي ویاند دیدار لونګ وویل، «۷ تنه پولیس هغه وخت ووژل شول او درې نور ټپیان شول چې طالبانو د لوګر ولایت په محمدآغې ولسوالۍ کې د هغوی موټرو ته کمین ونیو.»

دا پولیس د هغه امنیتي ځواک غړي ول چې د پلازمېنې کابل جنوب ته لوګر کې یې د مسو د کان ساتنه کوله.

د لوګر ولایت پولیسو دغه پېښه تایید کړه.

په یوه جلا پېښه کې د یکشنبې په ورځ، یوه ځانمرګي بمي بریدګر په کندهار کې خپل په چاودېدونکو توکو سمبال موټر د پولیسو په یوه موټر باندې ور وست او پنځه تنه پولیس یې ووژل.

پولیسو وویل، دغه بمي برید د کندهار په ناارمه میوند ولسوالۍ کې ترسره شو چې څلور نور پولیس یې ټپیان کړل.

دوامدار فشار

د سیمې لپاره د متحده ایالاتو جګپوړي پوځي قوماندان تېره سې شنبه وویل، د متحده ایالاتو پوځ پلان لري چې خپل ځینې سرتېري د افغانستان په ګاونډیو هېوادونو کې ځای پرځای کړي، او د افغان حکومت او د هغه د امنیتي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوي.

د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال کینیت مکنزي د متحده ایالاتو د کانګرس په یوه استماعیه غونډه کې د وینا پر وخت وویل، «اوس موږ د دې لپاره پلان نیسو چې په سیمه کې د ترهګرۍ ضد عملیاتو ته دوام ورکړو، او دا ډاډمنه شي ترڅو تاوتریخوالی جوړونکي افراطي سازمانونه چې د افغانستان په لیرې پرتو سیمو کې د خپل وجود د بقا لپاره جنګ کوي،‌ په پرله پسې توګه تر څار او فشار لاندې وساتل شي.»

ویاند جان کربي د جمعې په ورځ وویل، د دغو ګامونو د برخې په توګه، د متحده ایالاتو پوځ بي - ۵۲ بم غورځوونکې الوتکې په منځني ختیځ کې ځای پرځای کړي او په سیمه کې یې د الوتک وړونکې بېړۍ د موجودیت وخت اوږد کړی څو د ځواکونو د را اېستلو په برخه کې مرسته وکړي.

د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لیوډ آستین پرېکړه وکړه چې یو اېس اېس ایزینهاور الوتک وړونکې بېړۍ د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ په سیمه کې وساتي او د پایښت وخت یې اوږد کړي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

اصلا وژل د حل لاره نه ده. وژل، وهل، ټکول د افغانستان په څېر قبایلي ټولنه کې لا نورې عقدې راپاروي او د انتقام اخیستنې اور بلوي. امریکا او اروپا له افغانستان سره په ډېرو برخو کې مرستې وکړې چې د ملي اردو، ملي پولیسو، ملي امنیت، حکومتي نظام، ... بیا جوړېدنه یې ښه مثالونه دي. مونږ افغانان له نړۍ والې ټولنې او په ځانګړې توګه له امریکا او اروپا څخه غواړو چې د طالبانو او افغان حکومت تر منځ سوله وکړي، داسې سوله چې هم د دواړو جنګي لوریو غړي په کې له تلف کېدلو څخه وژغورل شي او هم داسې حالت رامنځته نشي چې افغانان بیا د ۱۹۹۰مو کالونو په څېر خراب شي او ووژل شي، د ګاونډیانو احتیاج شي او جوړې شوې بیخبناوې یې ونړول شي. په افغانستان کې روان جنګ اصلا د پاکستان د استخباراتو او پوځ جنګ دی چې له ملایانو او اسلام څخه په استفادې سره د طالبانو په لاس افغانان وژني، ملکیتونه یې خرابوي او له نړۍ وال کلي څخه یې وباسي. که د پاکستان پالیسي تطبیق شي افغانستان به په شمالي کوریا باندې بدل شي چې له نړۍ سره به یې اړیکې بیا پرې شي او د پاکستان د استخباراتي ادارې او پوځ له خوا رامنځته شوې د طالبانو ډله به په کې بیا واکمني کوي او افغانان به د حقارت ژوند کوي، او دا حالت کیدی شي بیا د نړۍ والې ټولنې لپاره سرخوږی جوړ کړي. د حل لاره دا ده چې په پاکستان باندې فشار راوستل شي چې له نیابتي جنګ څخه لاس واخلي او افغانان پرېږدي چې په خپلو کې سره جوړ شي.

ځواب ورکړئ