روغتیا

جنګ ځپلیو افغان ماشومانو د سرکس په روزنه کې خوښي او رغېدنه وموندل

د عمر راپور

د لږ امتیاز لرونکیو کورنیو خواوشا ۱۲۰ جنګ ځپلي ماشومان په هرات ولایت کې د ماشومانو لپاره په افغان ګرځنده کوچني سرکس کې زده کړه ترلاسه کوي. د دغه پروګرام هدف دا دی چې له تعلیم او په سرکس کې برخه اخیستنې څخه د داسې یوې وسیلې په توګه کار واخیستل شي چې د هغوی له هغو روحي ټپونو څخه پرې خلاصی ترلاسه شي چې د جګړې او تاوتریخوالي له امله ور رسېدلي دي او پرځای یې په سوله او یوه روښانه راتلونکي باندې تمرکز وکړي. [عمر]‌

هرات -- د ډېرو هغو افغان ماشومانو لپاره چې د حکومت پر ضد د طالبانو اوږدې جګړې وېرولي دي، رغېدنه په یو وخت د یوه اکروباتیک حرکت په اجرأ کولو سره کېږي.

په هرات کې د ماشومانو لپاره افغان ګرځنده کوچنی سرکس د جګړه ځپلیو ماشومانو لپاره د داسې یوه فرصت په توګه جوړ شوی څو دا زده کړي چې څنګه په یوه سرکس کې یوه اجرأ وکړي.

هدف دا دی چې له تعلیم او په سرکس کې برخه اخیستنې څخه د داسې یوې وسیلې په توګه کار واخیستل شي چې د هغوی له هغو روحي ټپونو څخه پرې خلاصی ترلاسه شي چې د جګړې او تاوتریخوالي له امله ور رسېدلي دي او پرځای یې په سوله او یوه روښانه راتلونکي باندې تمرکز وکړي.

په دغه روزنیز مرکز کې د افغان ګرځنده کوچني سرکس د هرات د څانګې رییس جلیل احمد نوروزي وویل، «د لږ امتیاز لرونکیو کورنیو ۱۲۰ ماشومان زده کړه ترلاسه کوي. دا ماشومان جګړې سخت ځپلي دي، او هغوی د هرات له بېلابېلو ولسوالیو او د افغانستان له نورو ولایتونو څخه هرات ته راغلي دي.»

د ماشومانو لپاره د افغان ګرځنده کوچني سرکس غړي د غبرګولي په ۲۸ مه په هرات ښار کې د ښوونځي ماشومانو ته ننداره وړاندې کوي. [عمر]‌

د ماشومانو لپاره د افغان ګرځنده کوچني سرکس غړي د غبرګولي په ۲۸ مه په هرات ښار کې د ښوونځي ماشومانو ته ننداره وړاندې کوي. [عمر]‌

د ماشومانو یو ګروپ د غبرګولي په ۲۸ مه په هرات ښار کې د ماشومانو لپاره په افغان ګرځنده کوچني سرکس کې سندره وایي.‌ [عمر]‌

د ماشومانو یو ګروپ د غبرګولي په ۲۸ مه په هرات ښار کې د ماشومانو لپاره په افغان ګرځنده کوچني سرکس کې سندره وایي.‌ [عمر]‌

نوروزي وویل، «دا ماشومان هرات ته د دې لپاره راغلي چې له جګړې، ځانمرګو بریدونو او د جګړې له نورو بدمرغیو څخه خلاص شي. مونږ هغوی دلته راټول کړي چې پام یې له جنګ او غم څخه په بله واړوو او هغوی ښکلي هنرونه زده کړي. دا به له هغوی سره مرسته وکړي چې له خپل قهر او نا ارامۍ څخه مخ واړوي.»

هغه زیاته کړه،‌ اکثر ماشومان د هرات ولایت د شینډنډ او ادرسکن ولسوالیو او د غور او بادغیس ولایتونو څخه دي.

په سرکس کې، ماشومان د رهبرۍ د روزنې، راډېوي پروګرامونو، عکاسۍ،‌ ویډیوګرافۍ او د هنرونو د اجرأ کولو په شمول بېلابېل مهارتونه زده کوي.

نوروزي وویل، «د سرکس د روزنې هره دوره شپږ میاشتې اوږده ده. بیا دا ماشومان زمونږ د سرکس اکاډمۍ ته لېږل کیږي چې هلته هغوی د سرکس پرمختللي مهارتونه زده کوي.»

هغه وویل، ماشومان یو سرکس په اونۍ کې دوه ځلې په عام ډول په سټېج او خصوصي ښوونځیو کې وړاندې کوي چې نورو ځوانو افغانانو ته مثبت پیغامونه راوړي.

هغه زیاته کړه، «د ماشومانو لپاره افغان ګرځنده کوچنی سرکس له ۱۳۸۱ کال راهیسې کار کوي او د ماشومانو مهارتونه جوړوي. له هغه وخت راهیسې،‌ مونږ نژدې ۳۰۰۰ ماشومانو ته روزنه ورکړې ده. د ۷ او ۱۸ کالو تر منځ ماشومان کولی شي چې د سرکس په زده کړه کې برخه واخلي.»

د جنګ ځوان قربانیان

په افغان ګرځنده کوچني سرکس کې یوې ۱۵ کلنې زده کوونکې فوزیې رحیمي وویل، هغې د سرکس د روزنې په مرسته وکولی شوای چې له هغه مرګوني تاوتریخوالي سره مقابله وکړي چې هغه ورسره په خپل کلي‌ کې مخامخ شوې وه.

هغې وویل، «زه له شینډنډ ولسوالۍ څخه دلته راغلم ځکه چې هلته زه له تاوتریخوالي سره مخامخ شوم. هلته سوله نه وه، او جګړه خپره وه. مونږ دلته د دې لپاره راغلو چې په سوله کې ژوند وکړو.»

هغې زیاته کړه، «مونږ تل د ډزو غږونه اورېدل -- مونږ هلته په امن نه وو. په شینډنډ کې هر ځای جنګ و، او ما لیدل چې زمونږ ګاونډیان او خپلوان هره ورځ وژل کېدل. زه ډېر وخت غمجنه وم ځکه چې وژل کېدونکي خلک بې ګناه ول.»

هغې وویل، «له هغه وخته چې ز دلته راغلې یم ما د ډزو غږونه هېر کړي دي. دلته زه زده کړه کوم. زه نه غواړم چې نور جنګ ووینم، او زه تل د سولې په هکله فکر کوم.»

د افغان ګرځنده کوچني سرکس یوې بلې زده کوونکې نرګس قرباني چې ۱۲ کاله عمر لري وویل، د هغې په څېر ځوانان غواړي چې یوازې ښوونځي ته لاړ شي او په سوله کې ژوند وکړي.

هغې وویل، «یوازنۍ غوښتنه چې زه یې د حکومت له وسله والو مخالفانو څخه لرم دا ده چې مونږ بې ګناه ماشومان یو او دا چې هغوی باید مونږ ونه وژني.»

هغې زیاته کړه، ټول هغه ماشومان چې په جګړه ځپلیو سیمو کې اوسېږي باید وکولی شي چې ښوونځي ته لاړ شي.‌

هغې وویل، «مونږ د طالبانو له خوا له خطر سره مخامخ یو،‌ او مونږ غواړو چې ازاد واوسو او په سوله کې ژوند وکړو.»

د سرکس یوې ۱۳ کلنې زده کوونکې اناهیتا فیضي ومنله چې سرکس د ځوانانو لپاره مهم دی. هغې په طالبانو باندې غږ وکړ چې له حکومت سره سوله وکړي.

هغې وویل، «مونږ واقعاً له جګړې څخه ستړي شوي یو. مونږ غواړو چې جنګ ودرېږي چې مونږ وکولی شو د تل لپاره په سوله کې ژوند وکړو.»

هغې زیاته کړه، «مونږ نشو کولی چې په جنګ او ناامنۍ کې ژوند او زده کړه وکړو. د جنګ په سیمو کې ټول ماشومان زما په څېر له زده کړو او په یوه سوله ییز چاپېریال کې ژوند کولو سره مینه لري، له دې امله، زه غواړم چې طالبان او حکومت سوله وکړي.»

د جنګ د ترخو خاطرو په له منځه وړلو کې مرسته کول

ارواپوهان وایي چې د سرکس اجرأت کولی شي چې جګړه ځپلي ماشومان بیا ورغوي او هغوی یوه سوله ییز او روښانه ژوند ته راستانه شي.‌

د کوچنیانو لپاره په افغان ګرځنده کوچني سرکس کې یوه ارواپوهه فایزه ارباب زاده وایي، دا چې د ماشومانو ذهنونه ژر اوړي را اوړي له دې امله هغوی کولی شي چې په اسانۍ سره خپل پام له جګړې څخه سولې ته راواړوي.‌

هغې په یوه مرکه کې وویل، «د کوچنیانو لپاره افغان ګرځنده کوچنی سرکس د هغو ماشومانو لپاره چې له کورني تاوتریخوالي سره مخامخ شوي او په جګړه کې اوسېدلي وي، داسې یو فرصت برابروي چې دا ستونزې هېرې کړي. د سرکس په اجرأتو کې د ماشومانو روزل د هغوی روحیې لوړوي او د هغوی اروایي روغتیا ته وده ورکوي.»

هغې وویل، «مونږ یو شمېر داسې جګړه ځپلي ماشومان لیدلي چې د کوچنیانو لپاره د ګرځنده کوچني سرکس له خوا حمایه کیږي او هغوی یوازې په دوه میاشتو کې له رواني ستونزو څخه بیا رغېږي.»

ارباب زاده وویل، «د افغانستان د وضعې په پام کې نیولو سره، کله چې ماشومان د جنګ په هکله فکر نه کوي او له رواني ستونزو څخه خلاص وي، دا مونږ خوشحالوي. دا ماشومان د افغانستان راتلونکی جوړوي، او هغوی د نوي نسل لپاره هیله دي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500