کابل -- په کابل کې ماشومانو تېره میاشت له خپلو ورځنیو کارونو څخه دمه وکړه چې د ماشومانو لپاره د یوه ګرځنده کوچني سرکس د یوې برخې په توګه له برابرو شویو ساعت تېریو، خوښیو او خنداګانو څخه خوند واخلي.
په دغه فسټیوال کې، چې د زمري له ۱۰مې څخه تر ۱۷مې پورې د کابل په بابرباغ کې ترسره شو، ډېرې اجرأګانې شاملې وې چې په څو شیانو باندې د لوبې کولو ملي او بین الملي سیالۍ په کې ترسره شوې.
د ماشومانو لپاره د ګرځنده کوچني سرکس (MMCC) د وېب سایټ د معلوماتو په اساس، د ماشومانو لپاره ګرځنده کوچني سرکس (MMCC) او د هغه محلي شریک، د افغان ماشومانو پوهنیز سرکس (AECC)، له ۲۰۰۲ کال راهیسې د افغانستان په ۲۵ ولایتونو کې له ۲.۷ میلیونو څخه ډېرو ماشومانو ته ورکشاپونه دایر او ترسره کړي دي.
د یاد وېب سایټ په وینا، «د ساعت تېرۍ او د مهمو پوهنیزو پیغامونو لکه روغتیا، له ځمکنیو ماینونو څخه خبرتیا، سولې او بېرته ښوونځي ته/ د پوهنې اهمیت، ترکیب، چې په سوچه محلي طریقو سره د مسلکي افغان هنرمندانو له خوا ترسره کیږي، دا ثابته کړې چې د کلتوري فعالیتونو لپاره حتی د هېواد په داسې برخو کې لاره هواره کړي چې هلته له لسیزو راهیسې موزیک، سندرې ویل او د هنري کارونو نور ډولونه یا منع کړای شوي یا هېر کړای شوي دي،»
![ماشومان د ۱۳۹۷ د زمري په ۱۰مه د کابل په بابر باغ کې د ماشومانو لپاره د یوه ګرځنده کوچني سرکس یوه ننداره ګوري. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]](/cnmi_st/images/2018/09/05/13917-000_1825g2-585_329.jpg)
ماشومان د ۱۳۹۷ د زمري په ۱۰مه د کابل په بابر باغ کې د ماشومانو لپاره د یوه ګرځنده کوچني سرکس یوه ننداره ګوري. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]
![د بامیانو، هرات، کابل، جلال اباد او غور ولایتونو ماشومانو په ۲۰۱۰ کال کې په کابل کې د افغان ماشومانو د سرکس د سیالیو د څلورمې برخې په توګه په څو توپونو د لوبې کولو په یوه سیالۍ کې برخه واخیسته. [اېم اېم سي سي]](/cnmi_st/images/2018/09/05/14332-juggling-585_329.jpg)
د بامیانو، هرات، کابل، جلال اباد او غور ولایتونو ماشومانو په ۲۰۱۰ کال کې په کابل کې د افغان ماشومانو د سرکس د سیالیو د څلورمې برخې په توګه په څو توپونو د لوبې کولو په یوه سیالۍ کې برخه واخیسته. [اېم اېم سي سي]
شکر الحمدلله. الله تعالی دې افغانستان او افغانانو ته خوشحالۍ راولي.
ځواب ورکړئ1 تبصره