تروريزم

د اروزګان سلګونو اوسېدونکیو د طالبانو پر ضد وسلې پورته کړې

د صفت الله زاهدي راپور

د اروزګان ولایت اوسېدونکیو، چې د جنورۍ په ۱ یې دا عکس اخیستل شوی، د دې لپاره وسلې پورته کړي چې په خپلو سیمو کې د اورپکو پر ضد جنګ وکړي. [صفت الله زاهدي]‌

د اروزګان ولایت اوسېدونکیو، چې د جنورۍ په ۱ یې دا عکس اخیستل شوی، د دې لپاره وسلې پورته کړي چې په خپلو سیمو کې د اورپکو پر ضد جنګ وکړي. [صفت الله زاهدي]‌

اروزګان -- په اروزګان ولایت کې د ترین کوټ،‌ خاص اروزګان،‌ چارچینو او دهراود ولسوالیو خواوشا ۵۰۰ اوسېدونکیو د دې لپاره وسلې را اخیستي چې د طالبانو پر ضد جنګ وکړي.‌

د ولسي پاڅون په غړو کې هغه کسان شامل دي چې د کورنیو غړي یې له افغان ملي پولیسو سره کار کوي.‌

د خاص اروزګان ولسوالۍ د یوه قومي مشر سیداجان دوه زامن له افغان ملي پولیسو سره کار کوي.‌ اوس پخپله سیداجان پرېکړه کړې چې د طالبانو پر ضد جګړه وکړي.

هغه وویل،‌ هغه دا پرېکړه وروسته له هغه وکړه چې د هغه په سیمه کې پر افغان ځواکونو د اورپکو بریدونه زیات شول.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «زه به هېڅکله طالب اورپکو ته اجازه ورنه کړم چې پر امنیتي پوستو بریدونه وکړي.‌ زه به پخپله د هغوی مخه ونیسم. زه به تر هغه وخته پورې هېڅکله خپل توپک کېنږدم څو چې یا زه هغوی ووژنم یا هغوی ما ووژني.»

هغه وویل، «اورپکو له څو میاشتو راهیسې دلته جګړې کړي دي.‌ هغوی زمونږ کورونه وران کړل او زمونږ ځوانان یې ووژل. د وژل کېدلو پر ځای غوره دا ده چې له هغوی سره مخامخ جګړه وشي

محمد اغا، چې ۲۲ کاله عمر لري، د چارچینو ولسوالۍ اوسېدونکی دی او اوس د ولایت په مرکز ترین کوټ کې دی،‌ هم پرېکړه کړې چې د طالبانو پر ضد، وروسته له هغه، چې هغوی د ده پر کلي برید وکړ، جګړه وکړي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «ما خپل کور هغه وخت پرېښود چې طالبانو زمونږ په سیمو کې د افغان ځواکونو پر ضد جګړه وکړه. اوس، زه له خپل کور څخه لیرې یم خو زه به تر هغه وخته پورې د هغوی پر ضد وجنګېږم چې خپله سیمه ترې بېرته ونیسم.»

هغه وویل، «مونږ د حکومت ترڅنګ ولاړ یو،‌ او مونږ به تر هغه وخته پورې په شا نه شو چې خپله سیمه بېرته ونیسو،»

طالبان د بیا رغونې د کار مخه نیسي

د اروزګان د ولایتي شورا یوه غړي امان الله هوتکي وویل، یو شمېر اوسېدونکي وروسته له هغه د طالبانو پر ضد جګړې ته وهڅېدل چې پوه شول چې اورپکي په ټول ولایت کې د بیارغونې د پروژو مخه نیسي یا یې ویجاړوي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «مونږ، ۵۰۰ کسانو، هغه وخت وسلې پورته کړې چې طالبانو د بیارغونې د کار اجازه ور نه کړه،»

هغه وویل، «مونږ ته د طالبانو تر واکمنۍ لاندې اجتماعي خدمتونه نه برابرېدل. خلک له بې وزلۍ سره مخامخ ول؛ له دې امله، هغوی مجبور ول چې د حکومت تر څنګ ودرېږي، جګړه وکړي او خپلې سیمې بېرته ونیسي.»

د پاڅونوالو مشر حاجي رحیم الله خان وویل، وروسته له هغه چې د تېرو دوه کلونو په ترڅ کې په اروزګان کې امنیتي ستونزې ډېرې شوې، هغه ډېر ځوانان دې ته تشویق کړل چې له حکومت سره مرسته وکړي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د مدني ټولنې فعالانو، زړو او ځوانانو هر هغه وسلې، چې هغوی په کورونو کې لرلې راواخیستې، او اوس هغوی له امنیتي ځواکونو سره اوږه په اوږه ولاړ دي،»

هغه وویل، «اوس، حکومت باید ځوانان پیاوړي کړي او ملاتړ یې وکړي ځکه چې طالبان هېڅکله نشي کولی چې د هغوی ملګرتیا ترلاسه کړي،»

هغه وویل، «مونږ د خپلو امنیتي ځواکونو تر څنګ ولاړ یو، او مونږ له هغوی سره همکاري کوو.‌ مونږ به اجازه ورنه کړو چې طالبان زمونږ په سیمو کې زمونږ پر ضد جګړه وکړي،»‌ او زیاته یې کړه، «مونږ مسلمانان یو،‌ او هغوی باید مونږ ونه وژني

پاڅون د حکومت ملاتړ ترلاسه کوي

د اروزګان د والي ویاند دوست محمد نایاب ژمنه وکړه چې حکومت به د پاڅون د غړو ملاتړ وکړي.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «ولایتي ادارې ژمنه کړې چې هغه به له هغوی سره هر ډول مرسته وکړي،»

په ۲۰۱۵ کال کې، د اروزګان اوسېدونکيو، چې د اورپکو له خوا د اوس په څېر ظلم سره مخامخ ول، د طالبانو او د داعش اورپکو پر ضد وسلې پورته کړې.‌

هغه وویل، «عامو خلکو هغه وخت وسلې راواخیستې او راپورته شولچې اورپکو هېڅ انسان ته احترام نه کاوه.‌د پاڅون غړي دې ته تیار دي چې پر طالبانو او داعش بریدونه وکړي، او د هغوی یو شمېر به له پولیسو سره یوځای شي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

مونږ غواړو چې مونږ ته د افغانستان په هکله هره ورځ تازه معلومات راولېږئ.‌

ځواب ورکړئ