امنیت

چارواکي په اروزګان کې د طالبانو له اېستلو څخه وروسته هلته پرمختیایي پروژې پیلوي

د صفت الله زاهدي راپور

د اروزګان ولایت اوسېدونکیو، چې د مرغومي په ۱۱مه یې دا عکس اخیستل شوی، وسلې را اخیستي چې په خپلو سیمو کې د اورپکو پر ضد جګړه وکړي. ولایتي چارواکي اوس د طالبانو له په شا تمبولو څخه وروسته هلته د کاري فرصتونو د برابرولو په موخه نوې پروژې پیلوي. [صفت الله زاهدي]

د اروزګان ولایت اوسېدونکیو، چې د مرغومي په ۱۱مه یې دا عکس اخیستل شوی، وسلې را اخیستي چې په خپلو سیمو کې د اورپکو پر ضد جګړه وکړي. ولایتي چارواکي اوس د طالبانو له په شا تمبولو څخه وروسته هلته د کاري فرصتونو د برابرولو په موخه نوې پروژې پیلوي. [صفت الله زاهدي]

اروزګان -- د اروزګان ولایت له مهمو سیمو څخه د طالبانو له اېستلو څخه وروسته، افغان چارواکي د ځایي اوسېدونکیو لپاره د کاري فرصتونو په رامنځته کولو باندې تمرکز کوي.‌

د ځایي امنیتي چارواکو په وینا، د ۱۳۹۶ د لیندۍ او مرغومي د میاشتو تر منځ د طالبانو پر ضد ځمکنیو او هوایي کمپاینونو په سلګونو طالب اورپکي ووژل یا ټپیان کړل.

د ولایت د امنیه قوماندانۍ د امنیت د څانګې مدیر عبدالقوي عمري سلام ټایمز ته وویل، افغان ځواکونه وتوانېدل چې د اروزګان له ډېرو سیمو څخه طالبان په شا وتمبوي.

هغه وویل، «مونږ طالبان د خلکو له کورونو څخه واېستل،‌ او اوس مونږ په خاص اروزګان ولسوالۍ کې پوځي عملیات پیل کړي چې هغه سیمې له طالبانو څخه پاکې کړو،»

د افغان ملي اردو منسوبین د ۲۰۱۶ د سنبله په ۱۸ مه د اروزګان ولایت په ترینکوټ کې ګزمه کوي. افغان چارواکي له سیمې څخه د طالبانو له اېستلو څخه وروسته د ځایي اوسېدونکیو لپاره په پرمختیایي او زراعتي پروژو کې په کارونو باندې تمرکز کوي. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

د افغان ملي اردو منسوبین د ۲۰۱۶ د سنبله په ۱۸ مه د اروزګان ولایت په ترینکوټ کې ګزمه کوي. افغان چارواکي له سیمې څخه د طالبانو له اېستلو څخه وروسته د ځایي اوسېدونکیو لپاره په پرمختیایي او زراعتي پروژو کې په کارونو باندې تمرکز کوي. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

افغان چارواکي د سلواغې په ۱۷مه په اروزګان ولایت کې ښودل کیږي چې د داسې پرمختیایي پروژو پرانسته کوي چې په سلګونو ځایي وظیفې به رامنځته کړي.‌ [د اروزګان د کرنې، اوبه لګولو او مالدارۍ ریاست]

افغان چارواکي د سلواغې په ۱۷مه په اروزګان ولایت کې ښودل کیږي چې د داسې پرمختیایي پروژو پرانسته کوي چې په سلګونو ځایي وظیفې به رامنځته کړي.‌ [د اروزګان د کرنې، اوبه لګولو او مالدارۍ ریاست]

هغه وویل،‌ «طالبان نور د خلکو په زړونو کې هېڅ ځای نه لري ځکه چې... خلک په حکومت باندې باور لري،»

اوس افغان چارواکي په داسې پروژو باندې کار کوي چې هدف یې د ترینکوټ ښار د خواوشا او د چوره او دهراود ولسوالیو په شمول د هغو سیمو اوسېدونکیو ته د کاري فرصتونو برابرول دي چې له طالبانو څخه پاکې شوي دي.‌

کرنې ته پراختیا ورکول

په داسې یوه پروژه کې د کرنې،‌ اوبه لګولو او مالدارۍ وزیر نصیراحمد دراني، د اروزګان له چارواکو سره یوځای، د سلواغې په ۱۷مه ډول ډول نیالګي وکرل او په دغه ولایت کې یې په ۱۵۰۰ جریبه ځمکه باندې کرنیزې پروژې پیل کړې.‌

دراني د پروګرام په ترڅ کې وویل، چې افغان چارواکو همدارنګه شپږ نورې پروژې، چې د دغه ولایت د کرنې په سکټور تاکید کوي، په دې نیت پیل کړې چې په اروزګان کې کاري فرصتونه رامنځته کړي.‌

هغه وویل، «افغان ځواکونو طالبان په شا وتمبول او هغوی یې وځپل چې په سیمه کې کاري فرصتونه برابر کړي،»

حکومت پلان لري چې بندونه او واړه کانالونه، ۱۹ د کبانو روزنځایونه او له ۱۰ نه ډېرې زرغونې خونې جوړې کړي او په دې توګه په سیمه کې کاري فرصتونه رامنځته کړي.‌

دراني وویل، «د اروزګان ولایت په سلګونو اوسېدونکیو ته به کاري فرصتونه برابر کړای شي... او هغوی به وکولی شي چې خپلو اولادونو ته نفقه وګټي،»

د اروزګان د ولایتي شورا یوه غړي امان الله هوتکي وویل، دغه ډول حکومتي پروژې کولی شي چې د حکومت اقتصادي راتلونکی تضمین کړي.‌

هغه وویل، د اروزګان سلګونو ځوانانو د طالبانو پر ضد وسلې پورته کړې، چې اورپکي وځپي او افغان ځواکونو ته اجازه ورکړي چې کنټرول په لاس کې واخلي.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «اوس کېدای شي چې د بیارغونې لپاره فرصتونه او د ولس لپاره کاري فرصتونه برابر کړای شي. ولس وظیفې غواړي او غواړي چې افغان ځواکونه طالبان نور هم په شا وتمبوي.»

هیلې بیا غوړېږي

د اروزګان اوسېدونکي وایي هغوی نویو پروژو ته هیله من دي او د طالبانو پر ضد د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د هڅو ستاینه کوي.‌

په ترینکوټ کې یوه ۲۸ کلن دوکاندار تورجان پوپلزي سلام ټایمز ته وویل، «له هغه وخته، چې افغان ځواکونو عملیات پیل کړي او کنټرول یې ترلاسه کړی، کاري فرصتونه ډېر شوي او اوسېدونکي خوشحال دي،»

هغه وویل،‌ «اوس، مونږ داسې احساسوو چې سوله ده،‌ او مونږ د حکومت ملاتړ کوو. حکومت باید نور عملیات هم ترسره کړي چې نورې وظیفې رامنځته کړي او طالبان په بشپړ ډول له دغو سیمو څخه وباسي.»

پوپلزي وویل، «طالبان یوازې ویجاړتیاوې رامنځته کړې وې. هغوی پلونه ویجاړول او د کلیو او بانډو اوسېدونکي یې وژل.»

هغه وویل،‌ «خو افغان ځواکونو اورپکي له منځه وېوړل او له هغوی څخه یې سیمې ونیولې،‌ چې ولس یې ستایي،»

په ترینکوټ ښار کې یوه ۵۹ کلن دیني عالم عیسی محمد اکاخېل وویل، هغه خوښ دی چې طالبانو سیمه پرېښوده‌.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «طالبان مجبور کړای شول چې له سیمې څخه وځي، او ملکي خلک خوشحال دي. هغوی به دا فرصت ولري چې کار وکړي او ځانونو ته نفقه برابره کړي.»

هغه وویل، «طالبانو هر څه د دین په نامه لوټ کړل. ولس باید پرېښودل شي چې خپل کار وکړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500