اقتصاد

نړیوال بانک په اروزګان کې له سلو ډېرې بېخبنایي پروژې پیل او ۱۰۰۰۰۰ کاري فرصتونه رامنځته کړل

د رحیم الله خپلواک راپور

په داسې حال کې چې افغانان له اقتصادي ننګونو سره لاس او ګریوان دي، نړیوال بانک په اروزګان ولایت کې د بېخبنا نوې پروژې پیل کړي چې کاري فرصتونه برابر کړي او بې وزلي له منځه وېسي. د دغو پرمختیايي پروژو کار، چې ۱۱۱ وړې او لویې پروژې په کې شاملې دي، د کب په ۲۴مه په چورې او چینارتو ولسوالیو کې پیل شوې. [رحیم الله خپلواک/سلام ټایمز]

ارزګان -- په داسې حال کې چې افغانان له اقتصادي ننګونو سره لاس او ګریوان دي، نړیوال بانک په اروزګان ولایت کې د بېخبنا نوې پروژې پیل کړي چې کاري فرصتونه برابر کړي او بې وزلي له منځه وېسي.

د دغو پرمختیايي پروژو کار، چې ۱۱۱ وړې او لویې پروژې په کې شاملې دي، د کب په ۲۴مه په چورې او چینارتو ولسوالیو کې پیل شو.

په پروژو کې د سرکونو، پلونو، د اوبو د زیرمو او استنادي دیوالونو جوړول او د ویالو او کانالونو پاکول او/یا جوړول شامل دي.

دا پروژې چې څه باندې ۹۰۰ میلیونه افغانۍ (۱۰.۶ میلیونه ډالر) لګښت پرې راغلی، د نړیوال بانک له خوا تمویلیږي او د سنایی پراختیایي موسسې (اېس ډي او) له خوا پلي کیږي.

د اروزګان ولایت په چینارتو ولسوالۍ کې ځایي اوسیدونکو، چې د نړیوال بانک د پروژې له خوا ګمارل شوي ول، د وري په ۳مه یو پول جوړ کړ. [رحیم الله خپلواک/سلام ټایمز]

د اروزګان ولایت په چینارتو ولسوالۍ کې ځایي اوسیدونکو، چې د نړیوال بانک د پروژې له خوا ګمارل شوي ول، د وري په ۳مه یو پول جوړ کړ. [رحیم الله خپلواک/سلام ټایمز]

په ارزګان ولایت کې د اېس ډي او رییس زبیر احمد بدلون وویل، په اروزګان کې دغو بنسټیزو پروژو سلو زرو کسانو ته د کار زمینه برابره کړې ده.

هغه زیاته کړه، «هر کارګر په دې پروژو کې د کار په بدل کې د ورځې ۴۵۰ افغانۍ [۵.۳۰ ډالر] ترلاسه کوي، او هغوی ته میاشت په میاشت معاش ورکول کیږي.

هغه وويل، «دا پروژې منځمهاله دي، او د جوړولو چارې به يې يو نيم کال وخت ونيسي.»

هغه وویل، «کارګران به د پروژې په موده کې په کار کې مقرر وي، او هره میاشت به په منظمه توګه معاش ورکول کیږي. د دې پروژو هدف د بې کارو او بې وزلو خلکو لپاره د کار پیدا کول او د کلیو جوړول دي.»

بدلون زیاته کړه، د چورې او چینارتو په ولسوالیو کې به ۱۸۱ کلي له دې پروژو څخه ګټه پورته کړي.

د اروزګان د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست رییس عبدالغني بلال وویل، دا بېخبنایي پروژې به د لسیزو په مخه د دې ولایت لپاره خدمت وکړي.

هغه وويل، «دا پرمختيايي پروژې د اروزګان د خلکو اساسي لومړيتوبونه دي. هغوی له کلونو راهيسې يې په کليو کې د دا ډول عامه پروژو د پلي کېدلو غوښتنه کوله.»

هغه وویل، «سرکونه، پلونه، بندونه او استنادي دیوالونه د هغوی ژوند ته ډېرې اسانتیاوې راوړي.»

هغه زیاته کړه، «دې پروژو د ځايي خلکو ژوند بدل کړی دی،»

نوموړي وویل، «له یوې خوا په زرګونو کسان په دې پروژو کې په کار کولو سره نفقه ترلاسه کوي، او بلې خوا ته به هغوی د راتلونکو لسیزو لپاره له دې پروژو څخه ګټه پورته کړي.»

بلال وويل، د نړيوال بانک له مرستې پرته به هېڅکله هم په اروزګان کې دومره ډېرې پروژې پلې شوې نه وای.

خلک له بې کارۍ او بې وزلۍ څخه ژغورل

د اروزګان اوسېدونکي د بې وزلۍ او د اوږدې مودې بېکارۍ له زغملو وروسته په کار کولو خوښ دي.

د چینارتو ولسوالۍ اوسېدونکي ولي محمد ته چې ۲۹ کاله عمر لري، د یوې اوه کسیزې کورنۍ د نفقې ګټل ور ترغاړې دي. هغه د پروژو له پيلېدلو څخه مخکې له يو نيم کال څخه ډېر وخت بې کاره و.

محمد وویل، هغه د ۱۴۰۰ له زمري میاشتې څخه مخکې د پولیسو کارمند و، خو خپله دنده یې له لاسه ورکړه او له سختو اقتصادي ننګونو سره مخامخ شو.

هغه وویل، «دا پروژې زموږ لپاره یوه لویه مرسته ده، چې ډیرو ځایی خلکو ته د کار زمینه برابروي.»

هغه وويل، «زموږ په ولسوالۍ کې ډېر خلک بې وزلي دي او خپلو کورنيو ته حتی د ورځې يوه ډوډۍ هم نشي برابرولی.»

هغه زياته کړه، «ټول ځوانان او د سيمې نور خلک له بېکارۍ او اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان وو، خو نږدې ټول يې اوس په کار بوخت دي. د دا ډول پروژو په دوام سره به زموږ له سيمې څخه بې وزلي ورکه شي.»

ولي محمد خوښ دی چې د سرکونو او پلونو په جوړولو سره به يې کلی پرمختګ وکړي.

د چینارتو ولسوالۍ يوه اوسيدونکي، قدرت الله چې ۳۲ کاله عمر لري، وويل، دا ډول پرمختيايي پروژې هيڅکله د دوى په ولسواليو کې نه دي پلې شوې.

هغه زياته کړه، «د دې پروژې يوه ګټه دا ده چې په زرګونو ځايي خلک چې له بې وزلۍ سره مخامخ وو، په کار بوخت دي او د خپلو کورنيو لپاره نفقه پيدا کوي. بله ګټه یې زموږ د کلیو پراختیا ده.»

هغه زیاته کړه، «د نړۍ والو مرستندویو ادارو له خوا د دې پروژو پیلول زموږ د خلکو لپاره یو ښه فرصت دی. موږ ډېر خوښ یو چې د خپلو کلیو د جوړولو په بدل کې پیسې ترلاسه کوو.»

د هغه د ولسوالۍ ډېری اوسېدونکي د بې وزلۍ او اقتصادي ستونزو له امله په رواني ناروغیو اخته دي. قدرت الله وویل، د بې وزلۍ په کمولو سربیره به دا پروژې د رواني روغتیا په ښه کولو کې مرسته وکړي.

پراختیا او اسانتیا

د چورې او چینارتو ولسواليو اوسېدونکي په خپلو سيمو کې د يادو بنسټيزو پروژو په پيلېدلو خوښ دي او هيله لري، چې دا پروژې به د لسيزو لپاره د هغوى په ګټه تمامې شي.

د چورې ولسوالۍ اوسېدونکي خيرالله چې ۵۳ کاله عمر لري، وویل، اوسمهال يې کلي ته د سرکونو او پلونو د نشتوالي له امله لارۍ تګ راتګ نشي کولى، خو د نويو سرکونو په جوړېدلو سره به لارۍ او موټر په اسانۍ سره کلي ته تګ راتګ وکړای شي.

هغه زياته کړه، «هغه مسافر وړونکي موټر چې ښار ته خلک لېږدوي، د سرک د نشتوالي له امله زموږ کلي ته نه راځي، موږ مجبور يو چې د موټرو د نيولو لپاره نيم ساعت مزل وکړو، خو کله چې سرک او پلونه جوړ شي، موټر چلوونکي به زموږ کلي ته موټرونه راولي او ښار ته سفر به اسان شي.»

هغه وويل، «کله چې سرکونه، پلونه او ويالې په معياري ډول جوړ شي، زموږ کلي به پرمختګ وکړي.»

نوموړي وویل، «زموږ کلي په جګړو کې ويجاړ شوي، زياتره اوسېدونکي يې مجبور شوي چې خپل کورونه پرېږدي. کله چې کلي له بیا ورغول شي، نو بېرته به خپلو کورونو ته ستانه شي او کرنه به بيا پيل کړي.»

د دغو ولسواليو اوسېدونکي بېوزله او بېکاره دي. خيرالله وويل، هغوی پخپله به هيڅکله هم نه وای توانېدلي چې په خپلو کليو کې سرکونه او پلونه جوړ کړي، خو د مرستندويو ادارو له خوا شویو مرستو دا کار شونی کړی دی.

د چینارتو ولسوالۍ يوه کروندګر ګل خان چې ۴۹ کاله عمر لري، وويل، سيلابونو هر کال د ده کروندې ويجاړې کړې، خو د نوي استنادي دېوال په جوړېدو سره به يې اوبه بندې شي.

هغه وویل، «زموږ په کلي کې ویالې له کثافاتو ډکې وې، چې کروندو ته یې د اوبو د رسېدلو مخه نیوله.»

هغه وويل،‌ «خلک د خپلو کورنيو لپاره د خوراکي توکو په موندلو بوخت وو او د ویالو د پاکولو توان يې نه درلود. نړيوالو مرستو د دې امکان برابر کړ چې خپل کلي بيا جوړ کړي.»

هغه زیاته کړه، «د نړۍ والو مرستندویو ادارو مرستې زموږ ژوند ډېر زیات اسان کړی دی.»

نوموړي وویل، «تر دې وړاندې به مونږ میاشت په میاشت خواړه ترلاسه کول، خو اوس په خپلو کلیو کې د کار په بدل کې معاش اخلو.»

ګل خان وویل، د مرستندویو ادارو مرستې خلک له فقر او لوږې څخه ژغورلي او د هغوی د کلیو او ولسوالیو په پراختیا کې مرسته کوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د کار په بدل کې د پیسو ورکول واقعا ګټور کار دی. هم پرې وطن جوړیږي او هم خپله نفقه پرې ترلاسه کوي. البته، له دې سره باید خلکو ته دا تبلیغ وشي او دا پیغام ورکول شي چې دا بیخبناوې د وطن ملکیت دی، د همدغو خلکو ملکیت دی نو دوی باید ډېر پام پرې وکړي. باید د خپل کور او ملکیت په توګه یې خوندي وساتي. د نړۍ والو ادارو دا ډول مرسته واقعا د ستاینې وړ ده. یو شی چې زه پرې باوري نه یم هغه د دغو کاري فرصتونو شمېر دی. زه فکر نه کوم چې یوازې په اروزګان ولایت کې دې ۱۰۰ زرو کسانو ته کاري فرصتونه برابر شوي وي. ۱۰۰ زره کسان ډېر زیات دي. که دومره خلک یوازې په اروزګان ولایت کې په کار ګومارل شوي وي، دا ډېر زیات شمېر دی. که دومره خلک په هر ولایت کې په کار وګومارل شي، دا خو به څه باندې درې میلیونه خلک شي. لاکن دا دروغ ښکاري. کیدی شي لس زره کسان وي.

ځواب ورکړئ

د اسلامي جمهوریت د مشروع نظام له ړنګیدلو څخه وروسته نړۍ وال بانک او نورو غټو موسساتو په افغانستان کې خپل فعالیتونه ودرول چې له امله یې دغه هیواد د اقتصاد د کمزورتیا په لور روان شو. نړۍ وال بانک په ټول افغانستان کې ډیری پروژې تمویلوي، چې نه یوازې د سیمې په پرمختګ کې مرسته کوي، بلکې له خلکو سره اقتصادي مرسته کوي، کاري فرصتونه رامنځته کوي او د کورنیو اقتصاد ښه کوي. د دې پروژو په درولو سره یوه لویه اقتصادي خلا رامنځته شوه او زه ډیر خوښ یم چې دا بانک په افغانستان کې خپلو پروژو ته دوام ورکوي او مونږ یو ځل بیا د افغانستان د کلیو پرمختګ وینو. له سلام ټایمز څخه مننه چې دا ښه خبر یې خپور کړی دی.

ځواب ورکړئ

د نړیوال بانک اداره د مننې وړ ده چې په دومره شمېر کسانو ته یې د کار فرصتونه برابر کړي او بیا ښه خبره ده دا ده چې د خلکو ته د کاري فرصتونو سربېره بنیادي کارونه هم کوي چې کلونه کلونه به ترې استفاده وشي.

ځواب ورکړئ

ډېر وخت وروسته مې یو ښه خبر ولوست، چې ډېر پرې خوښ شوم. په اروزګان ولایت کې د نړۍ وال بانک د دغې زیربنایي پروژې په پیلېدلو سره سل زره بې روزګاره کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده. د نړۍ وال بانک دا کار د ارزګان ولایت د بې وزلو او بې روزګارو خلکو لپاره یو ستر خدمت دی. په ارزګان ولایت کې د دې سترې پروژې پیل دوه هدفونه لري. لومړی پلونه، سړکونه، د اوبو زیرمې، استنادي دیوالونه جوړیږي او کانالونه پاکیږي. دوهم، ۱۰۰۰۰۰ بې روزګاره کسان د میاشتني ۱۳۵۰۰ افغانیو په معاش سره کار کوي. د ۴۵۰ افغانیو په دغه ورځني عاید چې د میاشتې ۱۳۵۰۰ افغانۍ کيږي، يو سړی کولی شي په يادو شويو پيسو د خپلې کورنۍ اقتصادي ستونزې هوارې کړي. د دې سړکونو، پلونو او استنادي دیوالونو په جوړېدلو سره به د ارزګان ولایت خلک د څو کلونو لپاره ګټه پورته کړي. د افغانستان ټول خلک په ځانګړې توګه د ارزګان ولایت اوسېدونکي باید د نړۍ وال بانک له مرستو سترګې پټې نه کړي او د دغه ولایت د خلکو د یوې غونډې په ترڅ کې له نړۍ وال بانک څخه مننه وکړي.

ځواب ورکړئ