کندهار -- نړۍ وال بانک د کندهار ښار په څلورمه او پنځمه ناحیه کې دوه پرمختیایي پروژې پیل کړي، څو په یادو کم وسو سیمو کې پاخه سرکونه او کوڅې جوړ کړي.
د لومړۍ پروژې په ترڅ کې به په څلورمه ناحیه کې یو ۶۵۰ متره اوږد سرک د کانکرېټو په وسیله پوخ کړای شي، او دویمه پروژه به په پنځمه ناحیه کې ۴۰۰ متره اوږده کانکرېټي سرکونه او کوڅې جوړ کړي.
په یادو پروژو کې، چې ۱۳۰۰۰۰ ډالر لګښت پرې راځي، او د کب په ۷مه یې کار پيل شو ۲۰۰ ځایي اوسیدونکي وګومارل شول. تمه ده چې دغه پروژې په درې میاشتو کې دننه بشپړې شي.
پخوا نړۍ وال بانک په کندهار کې ۲۶ فعالې پروژې لرلې چې د ۸ میلیونو ډالرو په لګښت یې پر مخ بوولې، خو یادې پروژې د تېرو ۱۸ میاشتو په ترڅ کې ځنډول شوې وې.
![د سیمې اوسېدونکي د کب په ۷مه په کندهار ښار کې د نړۍ وال بانک له خوا تمویل شویو دوو پرمختیایي پروژو په لړ کې یوه کوڅه پخوي. [رحیم الله خپلواک/سلام ټایمز]](/cnmi_st/images/2023/03/07/41053-k_2-585_329.jpg)
د سیمې اوسېدونکي د کب په ۷مه په کندهار ښار کې د نړۍ وال بانک له خوا تمویل شویو دوو پرمختیایي پروژو په لړ کې یوه کوڅه پخوي. [رحیم الله خپلواک/سلام ټایمز]
نړۍ وال بانک په وروستیو کې مرسته او خپلې ځینې پروژې بیا پیل کړي څو د ځوانانو لپاره کاري فرصتونه برابر کړي او د کندهار د نازک اقتصاد ملاتړ وکړي.
په کندهار ښار کې د اقتصادي چارو یوه شنونکي میوند نورزي وویل، د موجودو پروژو بیرته له سره نیول او د نويو پروژو پيلول به د افغانانو د ژوند په ښه کولو کې مرسته وکړي.
هغه زیاته کړه، «په روانو حالاتو کې چې افغانان تر ډېره حده په نړۍ واله مرسته باندې متکي دي، د نړۍ وال بانک او نورو مرستندویو ادارو له خوا حمایه شوې پروژې د کاري فرصتونو په رامنځته کولو او د لا نور غربت او لوږې په مخنیوي کې مرسته کوي.»
هغه وویل، «د سرکونو، پلونو، ښوونځیو او روغتونونو په څېر ډېرې بېخبناوې د جګړې په ترڅ کې ویجاړې شوې دي.»
نورزي وویل، «د نړۍ والو خیریه موسسو په مالي مرسته له دغو پروژو څخه په ځینو باندې د کار بیا پیلول د افغانانو لپاره حیاتي ارزښت لري.»
هغه زیاته کړه، «د بې باورۍ او بې کارۍ په ترڅ کې د اقتصادي بحران او اقتصادي سقوط پر وخت، نړۍ والې مرستې په افغانستان کې د بشري بحران مخه نیولې ده.»
هیله او لېوالتیا
په کندهار ښار کې د نړۍ وال بانک له خوا استخدام شوي ټول کارکوونکي محلي خلک دي چې له میاشتو میاشتو راهیسې له بې کارۍ څخه کړیدل.
نورالله چې ۳۱ کاله عمر لري، مخکې له دې چې د نړۍ وال بانک پروژه کې په کار وګومارل شي یو کال بې کاره و او په دې کار سره یې د خپلې کورنۍ لپاره د نفقې ګټل پیل کړل.
هغه وویل، «دې پروژې د ډېرو بې کاره ځوانانو لپاره کاري فرصت رامنځته کړی دی، او یو ځل چې پاخه سرکونه او کوڅې جوړ شي، دا ښار به ښه بېخبنا ولري.»
هغه وویل، «په کندهار ښار کې د پرمختیایي پروژو شمېر پخوا ډېر زیات و، او هغوی په زرګونو ځوانان په کار ګومارلي ول.»
هغه زیاته کړه، «خو د تېر یو نیم کال په ترڅ کې دغه شمېر راکم شو، او موږ هیله لرو چې نړۍ والې خیریه موسسې به خپل فعالیتونه بیا پيل... او د فقر د خپرېدا په مخنیوي کې مرسته وکړي.»
د کندهار پوهنتون د انجنیرۍ پوهنځي یوه فارغ محمد شکران چې ۲۳ کاله عمر لري، وویل، د داسې پروژو ګټې یواځې اقتصادي نه بلکې نورې ګټې هم لري.
هغه وویل، «بې کاري او تنګسه د ډېرو ځوانو افغانانو لپاره د دې سبب شوې چې نشه ییزو توکو ته مخه کړي. دا ډول پروژې له ځوانانو سره مرسته کوي چې د نشه ییزو توکو له کارولو څخه خلاص شي او له خپلو کورنیو سره مرسته وکړي.»
شکران وویل، «زما په څېر، ټول ځوانان چې په دې پروژو کې کار کوي له اوږدې مودې راهیسې بې کاره ول. د دې پروژو په پيلېدلو سره، زموږ د سیمې ځوانانو دندې ترلاسه کړې، او په لېوالتیا سره کار کوي.»
هغه وویل، «په روانو حالاتو کې، دا پرمختیایي پروژې له ځان سره هیله راوړي.»
په سهولت سره تګ راتګ
جمال شاه چې ۵۷ کاله عمر لري، وویل چې هغه ډېر خوښ دی چې د هغه د کور مخې ته سرک به په لومړي ځل په کانکرېټي ډول پوخ کړای شي.
هغه وویل، «زموږ سرکونه او کوڅې په ډېر خراب حالت کې ول، چې په ژمي او باران کې یې تګ راتګ ډېر سخت کړي ول.»
هغه وویل، «زموږ ځوانان چې له بې کارۍ څخه کړېدل اوس په کار باندې بوخت دي. هر څوک په دې خوښ دی چې پرمختګ د هغوی کورونو ته ور رسېدلی او د هغوی ژوند به اسان شي.»
شاه وویل، د بل هر وخت په پرتله اوس نړۍ واله مرسته د افغانانو لپاره مهمه ده او له هغې پرته به بیارغونه ودرېږي او بې کاري به ډېر ځوانان مجبور کړي چې له هېواد څخه وځي.
د کندهار اوسېدونکي خیرمحمد وویل، کار ته په تګ راتګ سربېره به د نویو سرکونو په جوړېدلو سره ښوونځیو ته تګ راتګ هم اسان شي.
هغه وویل، «زموږ کوڅه او د سیمې سرک پاخه شول. په وروستیو کې، زموږ په سیمه کې له باران څخه وروسته ماشومان ښوونځي ته نشوای تللی، او په اوړي کې به هغو موټرو چې په خام سرک باندې تېرېدل، زموږ کور ته دوړې را بادولې چې ژوند یې ډېر سخت کړی و.»
محمد وویل، «زموږ د سرکونو او کوڅو په پخېدلو سره زموږ یوه لویه ستونزه حل شوه،» او هغه د کندهار په نورو برخو کې هم د ورته پروژو د تطبیقولو غوښتنه وکړه.
ډېر د خوښۍ ځای دی چې دې وروستیو کې یې په ډېرو کمو امکاناتو خپله حکومت او مؤسساتو وړې وړې پروژې پیل کړي دي او د ټولګټو کارونو ترڅنګ خلک په کار بوخت دي. فارسی کې یو متل دی وايي، «چک چک دریاب میشه» معنی دا چې د څاڅکو له یو ځای کېدو سیند جوړېږي. موږ افغانانو ته په کار ده چې د سیندونو مهارولو طرحې اوس له ځان سره وساتو خو په ضمن کې یې پیل د نل له اوبو وکړو او کنټرول یې په غاړه واخلو. زما د دې خبرې هدف دا دی چې د اوس لپاره همدا واړه کارونه په ښه شکل کوم موږ فکراً او جسماً دېته اماده کوي څو په راتلونکي کې لوی کارونه هم په ښه شکل وکړو. او که واړه کارونه رانه خرابېږي نو هېڅکله به لوی کارونه ونه شو کولی. د اوس لپاره مهم دا چې خپل نفس کنټرول او د فساد مخنیوی له همدې ځایه پیل او فقیره طبقه خلک هم له ځان سره مصروف کړو.
ځواب ورکړئ1 تبصره